د پښتون رسالې په نوم سر خلاص ليک

د بخښونکي، مهربان او وسيال خداے په نامه
د پښتون رسالې په نامه سرخلاص ليک
ګران او محترم د پښتون رسالې چلوونکيه! سلامونه او نېکې هيلې مې قبولې کړئ
زما له دوو مقالو (( د باجوړ پېښه د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې )) او (( د صدام د اعدام حکم )) له درلېږلو نه پس ستاسو لخوا راته دا ځواب ملاؤ شو چې (( ستا ليکنې زمونږ د پښتون مجلې له پالسيو سره سمون نه خوري نو ځکه يې نه شو خپرولې ))
که څه هم زۀ دې ته لېواله نه يم چې زما ليکنې دې خا مخا په دې رساله کښې خپرې شی
خو په دې پوه نه شوم چې د(( پښتون )) رسالې پاليسي څه ده؟ او زما په مضومونو کښې څه داسې دی چې د دې رسالې د پالېسيو په خلاف دی؟ ايا زما ګناه دا ده چې زما په ليکنو کښې د پښتنو بدبختۍ د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې کتل کيږی او د پښتنو د مظلوميت سره سره د نړۍ د مسلمانانو د مظلوميت ذکر هم کيږی او د دې رسالې د خپروونکو پاليسی دا ده چې پښتون دې محدود سوچ ولری او خپل سياست دې د کوڅو د پخولو او لختو د جوړولو پورې محدود پاتې شی؟ ايا د دې رسالې پاليسی د ارواښاد باچا خان د پالېسيو په خلاف ده چې هغه خداے بخښلی به هيڅکله پښتون له نړيوال سياست نه بې خبره نه ساتلو او تل يې د نړيوال سامراج په خلاف مبارزه کړې ده او په دې لاره کښې يې مصيبتونه زغملی دی شهيدان يې ورکړی او جېلونه يې تېر کړی دی، او په ځای د دې چې يواځې د پښتنو غم يې خوړلې وې او د پښتنو د يو ازاد هېواد لپاره يې کار کړې وې د انګرېز له غلامۍ نه د هندوستان د مسلمانانو د خلاصون او ازادۍ لپاره يې د انګرېز سامراج په خلاف له هندوانو سره هم دوستی او ملګرتيا وکړه، هغۀ هيڅکله د پښتنو مصيبتونه او مسائل له نړيوال سياست او د نړۍ د نورو مظلومو قومونو له برخليک نه جدا نه ګڼل. او نن چې له دنيا نه يو ورړوکے کلے جوړ شوے دے او امريکی استکبار چې غواړي په دې کلی باندې حکمرانی وکړی او زمونړ له عزت او خپلواکۍ سره لوبې وکړی، زمونږ د لرې او برې پښتونخوا په کورونو کښې د امريکې فوځيان د طالبانو د ډلې د کسانو لټون په بانه چې خپله يې دغه ډله جوړه کړې او استعمالوی يې زمونږ له عزتونو سره لوبې وکړی، زمونږ په دينې مدرسو کښې په وړو وړو بې ګناه ماشومانو باندې بمونه وروی، زمونږ په کورونو بمباريانې وکړی، زمونږ په پاک او خوږ پېغمبر (ص) او زمونږ په دين پورې ټوکې او مسخرې وکړی او کارټونونه يې جوړ کړی،. زمونږ لپاره طالبان جوړکړی، زمونږ لپاره مليان جوړکړی، زمونږ لپاره ليډران جوړ کړی او زمونږ لپاره فوځيان جوړ کړی، زمونږ لپاره قانون او حکومتونه جوړ کړی زمونږ لپاره فېصلې وکړی او پالېسۍ جوړې کړی او بيا دې هم مونږ نعرې کړو چې دا نړيوال سياست او له امريکې سره پنجه اچول زمونږ سياست او پاليسی نه ده؟
ايا زمونږ برخليک د افغانستان، عراق، لبنان او فلسطين له برخليک نه جدا دے؟ ايا دا ټولې مسئلې او ټول مشکلات چې نن ورسره مونږ لاس او ګرېوان يو د يو سازش کړۍ نه دی؟ ايا د دې ټولو سازشونو مرکزونه وشنګټن او تل ابيب نه دے؟
زۀ نه پوهېږم چې دا کومه پاليسی او کوم سياست دے چې د پښتنو لپاره او د پښتنو په نامه يې خپلولې شی چې بايد په عالمی سياست کښې دې ګوتې و نه وهلې شی او دا ټولې مسئلې دې په هغو واکمنانو پورې وتړلې شی چې هغوی خپله د امريکې نوکران دی او د هغې په اشارو چليږی او امريکه په مونږ باندې دا واکمنان مسلط کوی او يا دې پښتانۀ په دې باندې تېر باسو چې د انګرېز او امريکې جوړ کړې شوی دې جمهوريت کښې چې زمونږ ممبران او وزيران جوړ شی نو پښتنو ته به نوکرۍ ورکوو، کوڅې به ورته پخوو او لختی به ورته جوړوو او په سياست کښې به يا له ښاغلی کرزی نه غواړو چې امريکې ته ووائی چې د افغانستان په بې ورزله ولس باندې بمبارۍ بندې کړی او يا به له ښاغلی پروېز مشرف نه مطالبه کوو چې امريکې ته دې ووائی چې په مونږ بمبارۍ نه کوی او زمونږ له خپلواکۍ سره دې لوبې نه کوی او زمونږه سيمې دې خپلې فوځی اډې نه جوړوی او وردی واچوه او وردی وباسه يا به کله له ضياء الحق نه مطالبه کوو چې اسلام او شريعت راوله يا به د ميرمن بې نظير واکمنۍ ته د رسولو لپاره هلې ځلې او سازشونه کوو او کله به د ښاغلی نواز شريف لپاره کوششونه کوو. کله به له فوځيانو سره ساز باز کوو او کله به له ملايانو سره يو ځاے کېږو د اسلام په نامه به عوام غولوو. ايا د باچا خان سياست دا ؤ؟
د پښتو او پښتنو په نامه سياست کوونکو تر ننه پورې په دغه محدور سياست کښې څه ګټه وکړه او تر کومه حده يې د پښتنو بدبختۍ او بد مرغۍ ختمې کړې؟
البته کوم کسان چې په پښتنو عوامو کښې له نزدې نه ژوند کوی هغوی پوهيږی چې نن پښتون ملت بېدار شوے دے او هغوی د کوڅو او لختو له سياست او نورا کشتۍ نه زړۀ ستړی دی نن که پښتانۀ په يوې حجره کښې ناست وی، که په يو دوکان ناست وی که په پټوکښې کار کوی که په بسونو کښې سفرکوی که په دفترونو کښې بحث کوی نو هغوی نن په افغانستان کښې د امريکې په مشرۍ د پرديو ځواکونو د شتون او د پښتنو د ځپلو او زورولو په موضوع خبرې او بحث کوی، هغوی په عراق باندې د امريکې د قبضې او هلته کښې له مقاومت سره د مخامخېدو خبرې کوی، نن پښتانۀ د امريکې د شېطانيو په وړاندې د ايران د اسلامی جمهوريت د مشرانو د استقامت او مړانې او د کاملې خپلواکۍ خبرې کوی، نن پښتانۀ په لبنان باندې د شېطانې امريکې او انګرېز سامراج د نا جائزه اولاد صهيونېسټ رژيم لخوا د وحشيانه حملو او جنګ او په دغه جنګ کښې له ټولو پرمختلليو وسلو او ساز و سامان نه سنبال اسرائيلی رژيم د تاريخی ماتې او د يو موټی او په ډېرو معمولی وسلو سنبال د حزب الله غورځنګ د برياليتوب او کاميابۍ خبرې کوی، نن پښتانۀ په خپله وړومبۍ قبلې او فلسطين باندې د غاصبو صهيونېسټو د قبضې او هره ورځ د بې اسرې او بې وسلې فلسطينيانو په قتل عام اوښکې تويوی او په مېنځنی ختيځ کښې په روانو سياستونو او سازشونو بحث کوی، نن پښتانۀ خپل برخليک د نړۍ د مظلومانو له برخليک نه جدا نه ګڼی، او په دې پوهيږی چې نن د ټولو د بدبختيو مرکز پنجاب نه بلکې واشنګټن، تل ابيب او لندن دے او دا چې په مونږ ظلمونه کوی که هغه د هر قوم دی ګوډاګيان دي او د دغو ظلمونو ستمونو سرچينه يوه ده، ټول له يو ځای نه په مختلفو نومونو او مختلفو بانو سره ځپل کيږی.
همدا رنګ مونږ ته د خداے پاک عظيم الشان کتاب ته هم پاملرنه پکار ده نو ايا په قران مجيد کښې يواځې د عرب قوم ذکر دے؟ او يواځې د مکې او مدينې خبرې او مسائل دی؟ دا ځاے په ځاے چې پکې د نورو قومونو او امتونو بې شمېره ذکرونه راغلی دی دا د څه لپاره دی؟ بلکې د عربو او مکې مدينې له مسائلو نه پکښې زيات د نورو قومونو او امتونو ذکر راغلې دے نو ايا دا قران مجيد د پښتنو لپاره نه دے چې درس ترې واخلی او د نورو قومونو له سياست، خوبيانو او خاميانو، انجام او برخليک نه ځانونه باخبره وساتی او د هغو په رڼا کښې د ځان لپاره سياست، پاليسی او کړنلاره غوره کړی
د احمد شاه بابا او خوشحال بابا غوندې د پښتنو مشران هيڅکله له نړيوال سياست نه بې خبره او بې تفاوته نه دی پاتې، که مونږ د تاريخ پاڼو کښې لرې لاړ شو نو هلته هم مونږ ته ښکاری چې د پښتنو يو مشر د امير کروړ پلار امير پولاد سوری د بنی اميه ؤ د ظلم، بربريت او منافقت په خلاف او د خداے له ګران رسول (ص) او دهغۀ پاکو اهلبېتو سره د مينې په جذبه د ابو مسلم خراسانی په پاڅون کښې د ګډون لپاره د پښتنو فوځ ليږی او له بنی اميه ؤ سره جنګيږی او قربانۍ او شهادتونه وړاندې کوی او حتی چې مسلمانانان د بنی اميه ؤ له ظلم نه ژغوری.
نن که هر څو ځنيې ليډران پښتانۀ ډېر ګوټ ګوټ ته راکاږی خو هغوی په خپل سمی او د هغو صلاحيتونو په بنياد چې ورته په فطرت کښې خداے پاک ورعطا کړی يو ښه لور ته روان دی او د نړۍ په ټولو حالاتو باندې ژور نظر لری او د ځان لپاره کړنلاره ټاکی چې دغه يو فطری سفر او بهير دے چې د مخنيوی لپاره يې هيڅ د بل په اشارو چلېدونکو سياسی ليډرانو او ملايانو سره علاج نشته
نو دلته به زۀ په ډېر ادب او احترام تاسو د پښتون رسالې چلوونکو ته عرض وکړم چې پکار دی د پښتون رساله خپلې پالېسۍ او سياست ته بيا کتنه وکړی او د ارواښاد باچا خان د سياست لاره غوره کړی او هغه پاليسی اختيار کړی چې کومې پالسۍ او سياست ته نن پښتون قام ګروهنه او رجحان لری د پښتون ولس په نامه جوړې شويو نشرياتی ادارو،ډله ايزو رسندويو مجلو، ورځپاڼو او الېکټرنک مېډيا نه ډېرې هيلې لری نو پکار دی چې دغو هيلو ته مثبت ځواب ورکړې شی.
د پښتون قام د يووالی، بېدارۍ او خپلواکۍ په هيله
انور شاهين خانخېل
پېښور ( کوزه پښتونخوا)
برېښناليک: jarga.weblog@gmail.com
پاڼه: http://www.tolafghan.com/jarga