
ډک جام مې له منګولود جانان ونړيده يو سيوری له لمنې د اسمان ونړيده داشپې به دکيسودزمانې راته څوک راوړي ای عشقه چې رباب د ادم خان ونړيده يو شين قامت چې ړنګ دی او يو شين سيوری چې نشته يو ګټ مې له غره نه د افغان ونړيده حيران يم دغزل پرخې به خدايه چيرته تم شي زمونږ چې د شعرونو سايبان ونړيده ځولۍ به څنګه لنډه د پښتو د ابۍ نه وي يوغره غوندې روهي دروهستان ونړيده