
د ژوند مزي خو لنډشول هغه شپه قراره چيرته ده؟
ياران د ﻻرې ډير دي خو ملګرو ﻻره چيرته ده؟
کاروان مودسپوږمۍترڅڼوبر شو،خو زمونږ مينه
چې تا ويل څاروانه! اوس د خدای لپاره چيرته ده
ساقي! راځنې وچې شوې ډالۍ ورته د زړه لپې
زمونږ د وينو تږي دا ويده خماره چيرته ده
مونږه ساده ګان يې د دوکو پر ژرنده دل کړلو
ای عشقه! ددروغجن ديدن هغه ريباره چيرته ده
دادومره پيړۍ شپه کې د سبا سبا نارې چې دي
شيمه مو د نيمزالو ډيوو تر سهاره چيرته ده ؟