
د جهاني صېب د يو غزل پر ځمکه
د زړه بيديا مې نن د چا ياد په ډېوو ډکه ده
هره لمحه چې مې د هجر له لمبو ډکه ده
ياغي جنون له مې زاهده زولنې مه ګوره
د ميخوارانو هديره له بلېنډو ډکه ده
ظالمه تا پرې زهرجن غاښونه خښ وو چې نن
د وطن هره ګلدره مې له بمو ډکه ده
بد مست مې مه بوله زه مست يم پر سپيڅلي مينه
اې د ګناه وېشونکيه خوله د له اورو ډکه ده
په ګناهګاره ځمکه مه لږېږه خوار تنديه
دلته خو هره لوېشته زما ورور له ټوټو ډکه ده