هغه خره څه شول؟

شهزاده بندر بن سلطان بن عبدالعزيز السعود دوه ويشت کاله په امريکا کې د سعودي عرب سفير و. هغه د نولس سوه درې اتيا څخه تر دوه زره پنځم کاله پورې په واشنګټن کې مسئوليتونه په غاړه لرل او نن سبا سعودي کې د قامي سلامتي کونسل ستر سکرتر دى. شهزاده بندر بن سلطان اتيايمه لسيزه کې د افغانستان په جهاد کې خورا مهم رول درلود. د دوه زره شپږم کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه د يادښتونو کتاب د دي پرنس په نامه خپور شو چې په برتانيه کې د ده يو همصنفي ملګري وليم سمپسن په انګليسي ليکلى دى. شهزاده بندر بن سلطان په دې کتاب کې د افغان جهاد په اړه زما ټول نظريات له جرړو وويستل او ماته د لومړي ځل لپاره معلومه شوه چې دا جهاد نه بلکې د مفاداتو جنګ و. د شهزاده بندر په وينا دا جنګ امريکا د ډالرو په زور وکړ او د ډالرو په زور يې وګاټه. امريکا او سعودي په مجاهدينو باندې د وسلې او وسايلو تر څنګ د ډالرو باران هم وکړ. شهزاده بندر ليکلي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ريګن او د سعودي واکمن شاه فهد معاهده کړې وه چې دا جنګ به په هر حال کې ګټي او د دې لپاره چې هر څه ته اړتيا پېښه شوه کوي به يې. د شهزاده بندر په وينا په دې جنګ کې د امريکا او روس رول داسې و لکه دوه ښکاريان چې چرګان جنګوي. شهزاده بندر دا خبره هم ليکلې چې امريکا او سعودي ده (شهزاده بندر) ته دا کار سپارلى و چې ګورباچوف جنګ بندۍ ته اماده کړي. هغه وايي ما د دې کار لپاره په امريکا کې د روس سفير انتالولي ډوبرنين استعمال کړ. انتالولي له څليرويشتو کالو څخه په امريکا کې مسئوليت لاره او ګورباچوف ته يې ځان رسولاى شو. انتالولي ډوبرنين په همدې توګه خپل کار وکړ او د شهزاده بندر او ګورباچوف ترمنځ د ملاقات لپاره يې لاره هواره کړه. شهزاده بندر په خپل دې کتاب کې اعتراف کړى دى چې زه د نولس سوه پنځه اتيا کال د فبرورۍ په مياشت کې ماسکو ته لاړم او د ولسمشر ګورباچوف سره مې وليدل. هغه ليکي ګورباچوف لومړى ماته په قهر شه او راته وې ويل چې شاه فهد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. ګورباچوف په امريکا هم نيوکې وکړې او جنوبي يمن او ايتوپيا کې يې د سعودي پاليسۍ وغندلې . شهزاده بندر ليکلي چې د خبرو اترو په دوهمه دوره کې د ګورباچوف خبرې د پخوا څخه نرمې وې نو ځکه ما ګورباچوف ته وويل چې روس بايد په يو مسلمان هېواد له قبضې څخه لاس واخلي او که نه يې اخلي نو انجام به يې هماغه وي چې د امريکا په وېتنام کې شو. روس دا جنګ نه شي ګټلاى نو ښه خبره دا ده چې جنګ پرېږدي او د امن لاره خپله کړي . هغه ليکي ګورباچوف په ځواب کې ماته وويل: افغانستان کې د سعودي څه مفادات دي چې تاسې هر کال دلته دوه مليونه ډالر خرڅ کوئ؟. ما ورته وويل : ستاسې معلومات غلط دي، مونږ دوه مليونه نه بلکې پنځه مليونه ډالر هر کال په افغانستان کې خرڅ کوو او که اړتيا پېښه شوه نو لدې به يې هم زيات کړو. شهزاده بندر ليکي : ما ګورباچوف ته مشوره ورکړه چې مونږ يواځې ډالر خرڅ کوو او تاسې د خپلو پوځيانو قرباني ورکوئ. مونږ به د تېلو په خرڅولو خپل نقصان پوره کړو او امريکا به نور ډالر چاپ کړي خو روس چې کوم خلک او وسايل له لاسه ورکوي هغه به بېرته له کومه راوړي. د شهزاده بندر وېنا ده چې د مذاکراتو په پاى کې ګورباچوف وويل: که زمونږ سپکاوى ونکړاى شي نو مونږ چمتو يو چې له افغانستانه ووځو. ته شاه فهد ته زما دا پېغام ورسوه. شهزاده بندر په دې کتاب کې ليکلي چې د افغانستان د جنګ پر مهال امريکا او سعودي د ګردې نړۍ د هېوادونو څخه خره اخيستل او افغانستان ته يې لېږل ځکه چې د افغانستان نوي فيصده خاوره غرنۍ ده او خره پکې ښه سفر کولاى شي. هغه ليکي: مونږ د نړۍ په هر هېواد کې خره اخيستل او په هغو مو مجاهدينو ته وسلې او وسايل رسول. د دې په نتيجه کې په ګرده نړۍ کې د خرو بيه لوړه شوه.
د شهزاده بندر بن سلطان بن عبدالعزيز السعود دې کتاب د افغان جهاد په اړه زما ټول نظريات بدل کړل. زمونږ نسل د دغه جنګ په اوږدو کې ستر شو لدې امله مونږ دا د کفر او د اسلام جنګ باله، خو د شهزاده بندر د کتاب له لوستلو وروسته معلومه شوه چې دا جهاد نه بلکې د امريکا او روس خپل منځۍ شخړه وه او سعودي په دې شخړه کې د امريکا کلک ملګرى و. مونږ فکر کاوه چې د افغانستان د جهاد په ګټلو کې پاکستان ډېره لويه کارنامه کړې ده، مونږ د دې جنګ پر بنسټ جنرال ضياء الحق د اسلام مجاهد او د شلمې پېړۍ صلاح الدين ايوبي ګاڼه، خو د بندر بن سلطان کتاب ثابته کړه چې دا د ډالرو جنګ و او په دې کې جنګېدونکي مجاهدين د کرايې قاتلان وه. مونږ ويل چې پاکستان په دې جنګ کې لويه بهادري کړې ده خو بندر بن سلطان په خپل کتاب کې ليکلي که سعودي د جنګ نه شاته شوى وى نو پاکستان لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل اسان نه وه . نو د دې کتاب له لوستلو وروسته زمونږ ټولې فکري مغالطې له منځه لاړې او مونږ ته د لومړي ځل لپاره معلومه شوه چې امريکا له جنګه وروسته پاکستان ولې يواځې پرېښود، د دې کتاب نه ماته معلومه شوه چې په دې جنګ کې زمونږ (د پاکستان) رول د تشناب د کاغذ څخه زيات نه و، زمونږ هېواد (پاکستان) په دې جنګ کې د امريکا ملګرى يا دوست نه بلکې نوکر و او مونږ چې څه کول د هغې حق الزحمه راکول کېده. کله چې د اقا کار پوره شو نو مونږ ته يې سلام وکړ او بېرته واشنګټن ته ستون شو. ماته اوس معلومه شوه چې زمونږ يو ديکتاتور (ضياء الحق) خپلې ديکتاتورۍ ته د ژوند ورکولو لپاره امريکا ته لاس ورکړ او د هغوى هره پرېکړه يې ومنله.
امريکا هم د خپل ضرورت له مخې دا ديکتاتور ومانه او کله چې روسان له افغانستانه ووتل او د ضياء الحق نوره اړتيا پاتې نه شوه نو هغه يې د شهادت رتبې ته وخېژاوه او ځان يې ځنې خلاص کړ. او ماته دا هم معلومه شوه چې امريکا او سعودي شوروي اتحاد سره د خبرو کولو پر مهال پاکستان ته خبر قدر هم ورنکړ. هر څو که دا په هره حواله يو ډېر زړه راښکونکى کتاب دى خو بيا هم ځينې معلومات پکې نيمګړي پاتې دي. د بېلګې په توګه په دې کتاب کې د خرو ذکر شوى دى خو شهزاده بندر بن سلطان بيا دا نه دي ليکلي چې د جنګ له پاى ته رسېدو وروسته دغه خره څه شول. هغه دا نه دي ليکلي چې دا خره تر اوسه په افغانستان کې دي او که سعودي يا امريکا ته بېرته وړل شوي دي. کومه ورځ چې ما دا کتاب لوستلى دى له هغې وروسته زه د دغو خرو په اړه ډېر اندېښمن يم او زړه مې غواړي جنرال حميدګل ته تليفون وکړم او پوښتنه ترېنه وکړم چې دغه خره بيا څه شول.