غزل

  دا چم د سر او تال دی په ګډا راځي سندرې دا اوس چې په ناز ﻻړلې اوس بيا راځي سندرې د تور ديو دبدرنګو او تيرو کړيکو له شوره   د سپينو ښاپيرو غوندې په غلا راځي سندرې دا ستا دمخ په سپينو کې ستا شونډې د اور کرښې          چاپيره ترينه رنګ لکه رڼا راځي سندرې چې سيوری د ښايست مې هم شي تير له تصوره   بې واکه شم په خوله مې خامخا راځي سندرې د ټول محفل په سترګو کې يوه مسکا پريشانه     له ګل نه د وږمو غوندې په شا راځي سندرې ديره چې پکې ياره ستا د مستو سترګو خيال دی  زما د زړګي بام ته په هوا راځي سندرې