
دملي کرښې ١٥ مه ګڼه
((م. مومند))
په افغانستان کې د کاذبې ډيموکراسۍ او دبشري حقونو د درواغجن شعارلاندې ، هره ورځ په لس ګونو او سل ګونو بې ګناه انسانان وژل كيږي او ټپيان کيږي خو هېڅوک پيدا نه شول چې د دې مظلومو وګړو پوښتنه وکړي ايا ډيموکراسي همدې ته وايي چې پردۍ ځمکې، پردۍ سيمې، پردي هېوادونه او د هغوی ديني مقدسات، ملي نواميس، عزت او حيثيت تر پښو لاندې کړۍ او ويې وژنئ؟ تاسو دې هرڅوک وئ هر څه ولرئ خو بل څوک دې د خپل حقه حقوقو د خپل کور د خپل عزت او د خپلې خپلواکۍ پوښتنه نه کوي.؟
دافغانستان په پښتون مېشتو سيمو کې شپه ورځ بمونه او راکېټونه ورېږي، په کورونو يې يرغلونه کېږي، په سپيو داړل کېږي، کورونه يې ورانېږي، وهل او ټکول کېږي، حيا او پت يې له خاورو سره خاورې کېږي، بنديانېږي، بېلا بېلې توطيې ورته جو ړېږي، ښوونځي يې ورانېږي او سوځول کېږي.بې ګناه يې عام وګړي، مشران، ملکان او ملايان تښتول کېږي او وژل کېږي.
چا ته سړ ی مخ ورواړوي؟ چا نه پوښتنه وکړي؟ چا ته څوک غږ جګ کړي؟ هېڅوک يې غږ نه اوري! ای د بشر حقونو ټېکه درانو ای د ډيموکراسۍ مخکښانو او مشرانو! چېرته پټ يئ؟ ولې غږ نه پورته کوئ؟ تاسو د دې خوارې مور او د دې بېچاره سپين ږيري پلار او نيکه او د دې وږي تږي يتيم غږ نه اورئ؟ لکه چې له بل هېواد يا کومې بلې سيمې څخه راغلي يئ؟! په داسې حال کې چې د دې هېواد اصلي او رښتيني وارثان همدا پتمن او ښاغلی ټبر دی اوس دلته دا پوښتنه را پيدا کېږي چې په کومو سترګو به دا د پرديو ګوډاګيانو هغه لاسپوڅو ته چې تل يې پرديو ډولونو ته نڅاوې کړي او پرديو ګټو ته يې د زړه له کومې ښه راغلی ويلی او د هر ښکېلاک جاسوسانو ته يې زمينه برابره کړې او خپل سرو مال يې د خپلو بادارانو په چوپړ کې ورکړي دي څوک ورته خپل ووائي؟ ځکه دا هغه خلک دي چې د افغان او افغانستان له نوم سره حساسيت لري او کله نا کله لا د لوی افغانستان د وېش پلانونه له هېواده بهر او د هېواد په دننه کې جوړوي.
ای د پاکستان، ايران، ترکيې، فرانسې او نورو بهرنيو هېوادونو د ګټو غواړمالانو مزدورانو او پلورل شوو بدنامو څېرو! څه مو وکړل؟ او څه به وکړئ؟ زما په اند دا ټول خيال- محال او ليونتوب دی د چا په اجازه د چا په امر تاسو څوک ياستئ؟ څه مو کړي او څه به وکړئ؟ زه نه پوهېږم چې د چا په مشورو د چا په اجازه په کومو سترګو تاسو دا پلانونه جوړوئ؟!
تراوسه خو لا د دې سپېڅلې خاورې پر مخ ډېر داسې ويښ زمريان ژوندي دي چې دا فرانسو، ايراني، پاکستاني او ترکي ګيدړان دانګې وانګې کړي او يا يې هم په منډو منډو تر خپلو بادارانو وځغلوي چې ځغلولي يې هم دي، تاسو څه فکر کوئ؟ دا مو نه دي اوريدلي چې ((پو پو چا پو په خپله پو)) دا موږ وو چې په خپل لوی لاس مو دوی ته دا وخت ورکړ چې اوس هر څه يې زړه وغواړي هغه کوي.
د بشر حقونو او ډيمو کراسۍ ټېکه دارانو خو دا ډيموکراسي او د بشر حقوق د الله (ج) له کتاب څخه هم غوره ګڼي په تېره بيا ځينې مشران چې په ټلوېزيون کې کيني همدا د ډيموکراسۍ کلمه به يې په خوله کې اوړي راوړي دوی داسې فکر کوي چې يوازې موږ يو چې د ډيموکراسۍ په معنا او مفهوم ښه پوهېږو زما په اند د دوی په نظر ډيموکراسي او د بشر حقوق د دوی شخصي ګټې په ملي ګټو غوره ګڼلو په تاريخي ځايونو کې د ملت په وينو باندې ماڼۍ جوړولو په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو اولادونو په ارامه فضا کې څانګيزو او لوړو زده کړو کولو د دې خاورې د لوی ملت وژلو زورولو کړولو په افغاني فرهنګ باندې د نورو فرهنګونو غوره ګڼلو او قسم خوړلو ته ډيموکراسي وايي!
خو زما په اند ډيموکراسي د خلکو له خوا نه د خلکو له پاره د خلکو حکومت او يا هم د ټولواکه حکومت او د لږکيو د حقه حقوقو خوندي ساتلو ته ډيموکراسي وايي.
يا انسان داسې خپلواکه پرېښودل چې د الله (ج) څخه ورته ورکړو حقوقو څخه داسې کار واخلي چې د چا حق تر پښو لاندې نه کړي.
يا هم د يوې ټولنې ټولو وګړو ته د اسلامي چوکاټ په دننه کې حقه حقوق ورکولو ته ډيموکراسي وايي.
نو اوس موږ له چا نه پوښتنه وکړو؟ چا نه ګيله وکړو؟ چا ته وژاړو؟ او له چا نه وژاړو؟ په چا باندې خپلې اوښکې پاکې کړو؟ څوک به زموږ غږ واوري؟ له چا څخه د لارښوونې غوښتنه وکړو؟ هر څوک موږ وهي! هر څوک موږ ژړوي! له وهلو او ژړولو مو خوند اخلي.
اخر ولې څه ګناه مو کړې؟ د چا حق مو خوړلی؟ چا ته مو بد ويلي؟ څوک مو له کوره شړلي؟ موږ خو د هر چا او د هر بشر احترام کړی، هر څوک موږ ته ښاغلي دي، هر چا ته مو په خپله پراخه لمنه کې ځای ورکړی، نازولي مو دي، د مينې او محبت لاس مو پرې راکښلی خو د دې دومره ښه والي سره سره بيا هم هر چا او هر بدرنګه موږه غورځولي يو، توطيې يې راته جوړې کړي دي زموږ پاک او سپېڅلي کلتور پورې ملنډې وهي لا ځينې وخت په ميډياګانو کې د ګوتو په شمار د متعصبو، فاشيستو او بدرنګو کړيو له خوا عجيبې غريبې او ټکان خوړونکي خبرې اورو چې وايي (ما کشور های يک زباني هستيم) له دې جملې څخه مې مطلب ايران دی چې هر وخت يې دغه مغرضانه خبرې له خولې څخه راوځي دا د توکميز انډول يوه نوې تماشه ده موږ دا منو چې دلته ټول توکمونه د اوسېدو حق لري او د دې خاورې بچيان دي او دا يې هيواد دی او موږ هم ورته احترام لرو تاسو ته خو الله تعالی سترګې درکړي دي فکر وکړئ ماغزه په کار واچوئ چې دلته ټولواک څوک دي؟ د دې لوېې خاورې سرښندونکي څوک وو؟ او څوک دي؟ څوک پرې خپل سرونه ښندي؟ او چا دغه دوو ښکېلاګرو ته د ننوتو دروازه خلاصه کړې؟ په دې هر څوک او هر سړی ښه پوهېږي چې دغه ښکېلاکګران له کومې لارې راغلل او څنګه فرمايشات ورکول کېدل او په دې هم ښه پوهېږي چې دلته ټولواک څوک دي او لږه کي څوک دي؟ البته ما ته د ټولواکو او لږکيو توکمونو خبره يوه عادي خبره ده خو کله چې لږکيو ته دمنسبو ټېکه دارانو لغتې ګورو نو په ځان مو زړه درد وکړي ځکه چې يوه ورځ موږ د خپلو حقوقو پوښتنه ونه کړه، د خپل اکثريت پوښتنه مو ونه کړه چې موږ څوک يو؟ او څه مو کار دی؟ چې ودرېږه ملي يووالی مو خرابه نه شي او هر چا ته د ورورڼو په سترګه ګورو ان تر دې چې د دغه يو اړخيز ملي يوالي له امله خو زياتي نږدې ده چې خپله ژبه، او خپل فرهنګ له لاسه ورکړو. راځئ چې يو څو سپينې خبرې سره وکړو چې په همدې پلازمېنه کابل کې چې زياتره اوسېدونکي يې پښتانه دي خو ښوونځي يې ټول په دري ژبه دي، همدارنګه د کابل په پوهنتونونو کې که موږ وګورو غوڅ اکثريت يعنې( ۸۰) سلنه استاذان يې پښتانه دي مګر درس ټول په دري ژبه ورکوي يو پښتون راپورته نه شو چې د خپلې مورنۍ ژبې د غوښتلو پوښتنه وکړي زموږ خو يو عادي وګړی هم په دري ژبه خبرې کولای شي او ستاسو هغه خپل سري پوهان، ډاکټران او څېړونکي خو په پښتو ژبه خپلې ستونزې هم نه شي حل کولای نو اوس قضاوت تاسو وکړئ چې متعصبه څوک دي؟ چې موږ ته متعصبه وايي د نړۍ ستر فيلسوف ارسطو څومره ښه ويلي دي! که غواړئ چې د يوه هېواد يا قوم هويت د دنړۍ له نقشې څخه لرې کړئ نو تر هر څه د مخه يې ژبه او فرهنګ له منځه يوسئ پاتې هېواد او قوم يې خپله له منځه ځي. نو اوس ای پښتنو! دا پرېکړه تاسو وکړئ چې ځان ورکول غواړئ او که په هر اړخيز ډول د پښتون ملت پرمختګ غواړئ؟ او دغه پرمختګ يو ښه صادقه مسلمان، په هېواد، پښتون او پښتونولۍ مين مشر ته اړتيا لري تر څو لروبر پښتانه پرې راټول شي ځکه چې په دې لويه خاوره کې پښتون بچی مري او پښتون بچی بې ګناه د هر چا د سترګو خلی دی او دغه مشر بيا ښې پوهې، مهارت او ذهنيت ته هم اړتيا لري. تاسو وګورئ د پلازمېنې کابل په دفترونو کې چې د دې مظلومو او بې وزلو پښتنو څه حال دی ای! د ايران، تاجکستان،او نورو هېوادونو تش په نامه بې فرهنګه او بې غيرته پښتنو وربه شئ خبر به شئ والله چې دې يوې يوې ذرې حساب درسره وشي پورته شئ حرکت وکړئ، عمل وکړئ، خپل حق وغواړئ، ژبه ژوندۍ کړئ، دفترونو ته يې دننه کړئ، ليکنې پرې وکړئ، خبرې اترې پرې وکړئ؟!
اوس زه حيران دې ته يم چې کابل د ټول افغانستان پلازمينه ده که د تاجکستان، ازبکستان او يا هم د ايران چې دلته د دې هېوادونو سياسي، ټولنيزې فرهنګي او ژبنۍ ګټې ساتل کېږي ځکه چې هر هېواد ځانته ملي ټر مينالوژي، سياسي، ټولنيزې، فرهنګي او ژبنۍ ګټې لري او خپلې ټولې چارې د همدغه ګټو په پام کې نيولو سره پرمخ بيايي چې يوه ښه بېلګه يې دهېواد په پلازمېنه د کابل ښار په دفترونو کې په پښتو ژبه د ويلو او ليکلو بنديز لګول دي.
خو زه به يې د پښتون ولس په استازيتوب د هغه مخکينۍ خبرې چې وائي ( ما کشورهای يک زباني هستيم) داسې ځواب ورکړم چې کدام کشور يک زباني؟ يک زباني څه معنا که اعصاب مو خرابه شوي وي د خپل ځان غم وخورئ او که جهالت ور اخيستي يئ ځان پوه کړئ او په هوښ(هوش) راشئ او که ژوند خوند نه درکوي ځانته د استوګنې ځای ولټوئ او که نه د امو او کونړ سيندونه خو شته چې ستاسو برخليک وټاکي خو ګناه خپله په موږ کې ده تاسو وګورئ زموږ ولسمشر ته چې په هر ځای او هر چېرته په خپله ژبه( پښتو) باندې شرمېږي او په هر ځای کې په بله ژبه خبرې کوي که کوم بهرني هېواد ته هم ځي نو ځان سره يو پښتون ژباړونکی نه بيايي. ولې څه درباندې شوي؟ تاسو چا دې څوکۍ ته ورسولئ؟ چا ولسمشر کړئ؟ د چا سرونه، لاسونه او ګوتې درباندې پرې شوې؟ تا ته خو پرته له همدغه بدبخته پښتون ملت څخه والله که بل هيچا ووټ درکړی وي او که در کړی يې هم وي هغه به هغه چا درکړی وي چې د ټولټاکنو په ورځ يې د رايې ورکولو پاڼه کې د بل نوماند انځور غلط کړی وي موږ د رمضان بشردوست او ډاکټر عبدالله رايې هم وليدې دا څومره رايې يې چې تر لاسه کړي دغومره سر شمېرنه يې هم نه دی.
اوس به راشو دې ته چې تا له دغه بدبخته پښتون ملت سره څه وکړل؟ او ستا هغه وزيرانو چې تش په نامه پښتانه دي او د پښتنو استازيتوب کوي يوه ورځ موږ د دوی له خولې څخه په پښتو ژبه خبرې وانه ورېدې بس ټلوېزيون کې چې ګورې خولې به يې کږې کږې کېږي لکه چا چې خوله پرې ماته کړې وي شرم تاسو نه لرئ، حيا تاسو نه لرئ مرض تاسو پسې نه راځي، د الله قهر او غضب پر تاسو نه نازلېږي څومره مو چې له وسه کېږي دغه لوی ملت وژنئ د بل محمد ګل خان مومند بابا پته هم نه لګېږي چې دې ملي پاکې او سپېڅلې ژبې چوپړ ته پايڅې رابډ وهي او يو ځل بيا ووايي چې ای پښتنو! پښتو ووايئ او پښتو وليکئ! پښتو نه يوازې چې ژبه ده بلکې پښتو عزت دی، پښتو حيا ده، پښتو پت دی،پښتو مېلمه پالنه ده او پښتو هغه ژبه ده چې د نړۍ زبرځواکه هېوادونه د دوی په تاريخي وياړونو باندې تبصيرې کوي او د وېرې لړزه پرې راځي.
نو ای ښاغليه ولسمشره! کاشکې د کندهار نوم درباندې نه و بد شوی! هغه کندهار چې زموږ د نيکونو، پلرونو، اناګانو او اتلانو، د پښتو ژبې او ادب ستورو ټاټوبی يعنې د لوی امپراتور احمدشاه بابا، د حاجي ميرويس نيکه، شاه حسين هوتک ، شاه اشرف هوتک، نازو انا، زرغونې انا، پېغلې اتلې ملالې، پوهاند عبدالحی حبيبي، پوهاند عبدالشکور رشاد، غازي امان الله خان او ... ځلانده ټاټوبی و.
نو اوس ای د کړيدلي او ځوريدلي ولس واکمنانو او چارواکو! لا هم وخت شته دی راشئ چې لاسونه سره يو کړو او د خپلو تېرو مشرانو تاريخ ته په درنه سترګه وګورو او د هغوی په پاکو او سپېڅلو قدمونو باندې پل کېږدو او د هغوی غوندې وياړونه تر لاسه کړو تر څو راتلونکی تاريخ پر موږ ښه پرېکړه وکړي.
وايي:
چې زړونه سره يو کـــــړو او لا سونه سره ورکـړو
دا کاڼـي به لالـونه شي دا بوټـي به لونګ شـــي