
دملي کرښې ١٥ مه ګڼه

بشرمل پسرلى
د حيرانتيا خبره داده چې د ۲۷ كلونو ځوان په عيدګاه جماعت كې په داسې مهال په مېړانه د افغانستان د خپلواكۍ غږ اوچت كړ چې د وخت امپريالېستي او استعماري ځواك چې هغه مهال يې په مستعمروكې لمر نه ډوبېدو د هېواد په ټولو چارو خپل واګي درلودل! دا غږ په افغانستان كې شته امپريالېستي او استعماري ځواك ته غږ نه بلكې آسماني تندر او د نړۍ څخه يې د لمنې ټولېدو پيل وو. ددې غږ په اورېدو سره ، مېړني او په خپلواكۍ مېن افغان ولس خپل سرښندونكى ملاتړ دې زړور، هېواد پال او ملت پال ځوان سره په مېړانه په ډاګه كړ چې په پايله كې د دغه باتدبيره او اتل ځوان تر مشرۍ لاندې نه يواځې افغانستان ته په اتلولۍ بشپړه خپلواكي ترلاسه كړه بلکې د خپلواكۍ خوځښتونو ته يې د نړۍ په مختلفو برخو كې د امريالېستي او استعماري بلاكونو پر وړاندې ژوند وروبخښه او هم يې په نېغه توګه د خپلواكۍ خوځښتونو سره مرسته د خپلواكۍ د لاسته راوړلو په موخه خپله انساني او اسلامي دنده وګڼله نو ځكه يې د بسمچي خوځښت سره په مركزي اسيا كې او د خلافت خوځښت سره د هند په لويه وچه كې مرسته روانه وساتله. دغه وياړلى ځوان چې نوم به يې تل د هېواد پاله او ملت پاله افغانانو په زړونوكې په وياړ روښانه وي او هم به د تاريخ پاڼې ورباندې وياړي اتل غازي امان الله خان وو د چاچې بشپړه خپلواكي، نړۍ وال استعمارضد، پرمختللې او يو موټې افغاني ټولنه، او د اقتصادي، سياسي، حقوقي او ټولنيزو چارو له اړخه دغښتلي افغاني مركزي دولت جوړول هغه هيلې وې چې وياړلى او با تدبيره غازي ورته د هرډول سر ښندنو او هڅو لپاره چمتو و. كله چې افغانستان په كورنيو او بهرنيو چارو كې په ۱۸ اګسټ ۱۹۱۹ كال په بشپړه توګه خپلواك شو ، اتل غازي امان الله خان د مركزي افغان دولت د غښتلتيا او دخپلو هغو هيلو او تدبيرونو چې د خپلواكۍ له لاسته راوړو څخه يې وړاندې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره لرلې د بشپړېدو په موخه په پړاويزه توګه اصلاحاتواو نوښتونو ته مخه كړه. د اتل غازي امان الله خان د تدبير پر بنسټ، اصلاحاتو او نوښتونو په ټوليزه توګه درې پړاوه درلودل:
۱- ۱۹۱۹ – ۱۹۲۴ د اصلاحاتو او نوښتونو پېژند
۲- ۱۹۲۴ – ۱۹۲۸ د اصلاحاتو او نوښتونو سوكه ايز پلي كېدل
۳- ۱۹۲۸- ۱۹۲۹ د اصلاحاتو او نوښتونو كړندي پلي كېدل
اتل غازي امان الله خان خپلې هيلې خيالي او خپل تدبيرونه يې په پاڼوكې ليكلي پرېنښودل بلکې خپلو هيلو او تدبيرونوته يې په داسې ډول د عمل جامې واغوستې چې د يويشتمې پېړۍ په دويمه لسيزه كې ورته غاښ نيول كېږي. اړينه ده چې د ځينو سياسي، اقتصادي ، قانوني او ټولنيزو او كلتوري اصلاحاتو ، نوښتونو او لاسته راوړنو څخه په ځغلنده توګه يادونه وشي.
۱: سياسي اصلاحات او لاسته راوړنې –
په يوه راټوله شوې غونډه كې چې د امپريالېستي او استعماري ځواك استازي هم په کې وو ، اتل غازي امان الله خان وويل، چې وروسته له دې افغانستان په ټولو كورنيو او بهرنيو چاروكې په بشپړه توګه خپلواك دى او كه چېرې هر چا د افغانستان په كورنيو او بهرنيو چاروكې لاس وهنې ته زړه ښه كړو نو پدې توره به يې سر ور غوڅ كړم او بيا يې د شته امپريالېستي او استعماري ځواك استازي ته مخ ورواړوه او ورته يې وويل چې پوه شوئ هغه ورته وويل چي هو پوه شوم. په مېړانه د بشپړې خپلواكۍ لاسته راوړلو پسې د انساني، اسلامي، افغاني ارزښتونو، ملي ګټو او د وخت د اړتياوو په پام كې نيولو سره اساسي قانون دافغانستان په تاريخ كې دلومړي ځل لپاره د لويې جرګې له لوري په ۱۹۲۳ كال كې په ډېموكراتيكه توګه تصويب شو چې په سيمه كې بې ساري اساسي قانون شمېرل کېده. او هم، با تدبيره اتل غازي د نړيوالې ډېپلوماسۍ او د نړيوالې ټولنې ملاتړ په اړينتوب ډېر ښه پوهېده نو ځكه يې د محمد ولي خان په مشرۍ ځانګړى استازى د نړۍ مختلفو هېوادونو ته واستوه چې په پايله كې ډېرو پرمختللو هېوادونو لكه روسيې، فرانسې، جرمني، تركيې او داسې نورو نه يواځې افغانستان په رسميت و پېژندو بلکې دهرډول ملاتړ ژمنې يې وكړې. ددې ټولو ترڅنګ، په رېښتينې توګه اتل غازي ملي يووالى خپل ژوند او د هېواد پايښت ګڼه. اتل غازي په يوه ويناكې د قندهار وګړو ته وويل چې هندو، هزاره، شيعه، سني، احمدزي، پوپلزي نلرو، ټول يو ملت يو او هغه هم افغان. ماته ټول افغانان وروڼه دي. همدا ملت پاله او هېوادپاله احساس و، چې اتل غازي د چارو واګي د يوې كورنۍ څخه تر ډېره بريده را خلاص او د وړتيا پر بنسټ يې ټولو افغان وروڼو قومونوسره شريكې كړې او ټولو افغان وګړو سره د اساسي قانون د محتوا پر بنـسټ چلند پيل شو.
۲: اقتصادي او مالي اصلاحات او لاسته راوړنې –
د اساسي قانون د محتوا دچوكاټ لاندې , اتل غازي امان الله خان په لومړي ځل اقتصادي اوپرمختيايي بنسټونوكېښودل . مالياتي اومالي سيستمونه يې منځ ته راوړل او نه يواځې د روپيو پرځای يې افغاني بانك نوټونه رامنځ ته كړل بلکې پرمختيايي او لګښتي ملي بودجې ټاكلو سيستم يې هم جوړ كړ. ددې پخواكې، د زراعت د ښه كېدو اود ځمكې د ماليې راټولولو په برخه كې ډېر څه وشول.
۳: حقوقي او قانوني اصلاحات او لاسته راوړنې-
كله چې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون په ډېموكراتيك ډول د لويې جرګې له لوري تصويب شو، اتل غازي امان الله خان دمقننه قوې جوړولو لپاره هڅې پيل كړې چې په پايله كې يې ملي شورا منځ ته راوړه ،ددې ترڅنګ، قضائيه قوه د لمړنۍ ، استيناف او سترې محكمې په ډول منځ ته راغله او ددرې ګونو قواوو وېش د اساسي قانون پربنسټ وشو. او هم، د مدني، جزايي او سوداګريزو قوانينو مجموعې جوړې شوې.
۴: ټولنيز او كلتوري اصلاحات او لاسته راوړنې-
لمړى، ښوونځي د ښځينه او نارينه وو لپاره جوړشول چې ښه بېلګه يې د لومړي ځل لپاره ښځينه ښوونځى د عصمت تر نامه لاندې ده چې په ۱۹۲۱ كال كې ګټې اخيستنې ته چمتوشو. اوهم، د تاريخ په اوږدو كې د لومړي ځل لپاره كوچيانوته ګرځنده ښوونځي جوړشول. په لومړي ځل نوى تعليمي نصاب هېوادوالو ته وروپېژندل شو چې حتا د افغان سيكانو مذهبي غوښتنوته د تعليمي نصاب په برخه كې پام وشو. د زده كوونكو د لېږد لړۍ بهرنيو هېوادونو ته پيل شوه په ځانكړې توګه تركيې او اروپايي هېوادونو ته. ددې ترڅنګ، د افغان وګړو ترمنځ هر ډول توپير منع شو، ټولو د قانون پروړاندې يوډول حقوق درلودل او هېڅ څوك د قانون څخه پورته نه وو. ترڅو داهڅې عملي ډګر وګوري، ۷۰۰ هزاره توکمه افغانان له مرييتوب څخه خلاص شول چې د مرييتوب ناوړه تاريخي دود د لومړي ځل لپاره مات شو. ددې پخواكې، نه يواځې په زور او په ماشومانو كار كول غيرې قانوني وګرځېدل بلکې يتيم ځايونه, روغتونونه او كلينيكونه د هېوادوالو د لا هوساېنې لپاره جوړ شول. علاوه پردې، رسنۍ د قانون په چوكاټ كې خپلواكې اعلان شوې نو همدا وجه وه چې ډېرو چاپي رسنيو په كار پيل وكړ لكه انيس، اماني افغان او داسې نورو اوهم لومړى راډيو يي سټېشن په ۱۹۲۵ كال كې جوړ شو. بله داچې د اړيكو په برخه كې هم ډېرې هڅې وشوې چې په پايله كې يې د ټېلېګراف، ټېلېفون، پوستي او د ملګي هوانوردى خدمات هېوادوالو ته وړاندې شول. بر سېره پردې، د وزيرانو شورا د اتل غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې رامنځ ته شوه او اصول، قواعد، لايحې ، اداري مقررات او د چارواكو مسوليتونه يې څرګند ګړل چې بيا تر سيوري لاندې يې ورځنۍ چارې پر مخ بيول كېدې. همدا رنګه ، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۱ كال كې د اداري ككړتيا پر وړاندې په رېښتينې توګه كمپاېن پيل شو چې پربنسټ يې ټول چارواكي اړ ول چې ولس ته په رڼه توګه حساب وركړي. او داسې نور ډېر اصلاحات منځ ته راغلل لكه فردي خپلواكي، د استوګنې خونديتوب ... بايد يادونه وشي چې د ملي موزيم بنسټ كېښودل شو او هم دملي هويت كارتونو د ثبت او د وېش لړۍ پيل شوه.
په زړورتوب او په وياړ بايد وويل شي چې اتل غازي امان الله خان د خپلواكۍ او د افغاني ټولنې د هر اړخيزه پرمختګ رېښتينى اتل سروال وه. ټولو افغانانوته پکار ده چې د وياړلي غازي امان الله خان د هيلو، نوښتونو، لاسته راوړنو ، زړورتيا او سرښندنو په اړه پوه شي او په پله يې پل كېږدي.
اخځونه
Saikal, Amin. Modern History of Afghanistan. 2005.
سيستانی, محمد اعظم. "اکاډميسين." اعليحضرت شاه امان الله غازي ٢٠٠٥.
غبار, مير غلام محمد. افغانستان در مسير تاریخ.
سيستانی, محمد اعظم. "اکاډميسين." وينا د عبدالوهاب سرتېر په وياړ٨ ۲۰۰
د لاندې ليكنې څخه هم ګټه پورته شوې:
نقش اعليحضرت شاه امان الله غازی در استرداد استقلال افغانستان و هسته گذاری دموکراسی در کشور، انجنير سخي ارزگانی