ولسمشرکرزي ته يوه مشوره

 
دملي کرښې ١٥ مه ګڼه
ښاغلی ولس مشر! تاپرون يوځلي بيا په يوه تشريفاتي محفل کې دجنرال ډيويډ پيتراييس په اوږه دغازي محمد اکبرخان لوړدولتي نښان وروټومبو! سره له دې چې تاته خو له همدغو تشريفاتي مراسمو ماسيوا نورڅه نه دې ترپاته ،مګر پوهيږي چې تادغازي دغه لوړ نښان دچاپه اوږه وروټومبو؟ ښاغلي ولس مشره! که هرڅودې نا آرامه حواس دهيواد امنيتي اوسياسي وضعې درګډوډکړي وي دومره سد خوبه دې په سرکې پاتې وي چې دغه لوړمډال دهغه مستحقو کسانوته دکومو کارنامود ترسره کولوپه بدل کې ورکول کيږي ؟ ستا دبرداشت له مخې پيټراييس په افغانستان کې کومه داسې کارنامه ترسره کړې وه چې له امله دې د دغه مډال وړوګاڼه ؟ له دې چې دهغه ترمشرۍ لاندې ځواکونود هلمند (نوزاد)،خوست غزني اودهيواد په بيلابيلو برخوکې ستادهيوادتنکي ماشومان اوبيوزله ښځې اوبوډاګان دبمونوپه لمبووسوځول؟ له دې چې دهغه ځواکونوپه لس ګونوځله ستادملي اردواوامنيتي کمپنيو ساتونکي بمبارکړل ؟ له دې چې دهغه ځواکونوپه افغانستان کې سوله اوامنيت تأمين کړل ؟ اوکه له دې چې تاپه دې وروستيوکې دجنرال دځواکونو دکړنو په وړاندې هغوئ ته يو غيرعمدي ګواښ کړي وه او اوس دي بيرته په همدغه مډال سره هغه جبيره کړ. ښاغلي ولسمشره ! پښتانه وايي چې که ړوندهم يې نو داپوري غرخوبه ويني ! که ته په خپل صاف زړه کې ستابهرنيودوستانواوملاتړوته هرڅومره مينه اودرناوی لري هغه په خپل ځای خبره ده، خوته داووايه چې دغازي محمد اکبرخان دعالي نښان اوماتي خوړلي جنرال پيټراييس دکړنو ترمنځ مناسبت څه دی ؟ هغه خوپه خپله خوله په افغانستان کې دخپل ماموريت په ناکامي اعتراف لري،که نورهيڅ نه وي ستادورور اونيږدې مشاور وژل کيدل خو دهغه ماموريت دناکامي ښکاره نښې دې. ښاغلي کرزي ! ستادواکمنۍ په دوره کې خو ستا دهمدغو دوستانو له لاسه دافغان ولس ټول ديني ،ملي او تاريخي اقدار سپک اوترپښولاندې شول ،ستابه په شخصي لحاظ دخپلو دوستانوپه اوږو دغه مډال نښلونه اساسي مجبوريت وي؛ ځکه هغوئ واقعاستا لپاره ډيرڅه وکړل ،خوزه درته ديوه افغان په توګه سرتورسراولمن نيسم چې خپل دغه نازولي په داسې څه تقديرکړه چې دهغه ملکيت يواځې په تاپوري اړه لري نه دافغان ولس په ملي او تاريخي مفاخرو پوري . جنرال پيټراييس ،رابرت ګيټس ډيويډريچارډ... غوندې څيروته د غازي محمداکبرخان رحمه الله عالي مډال ورکول دغازي دملي اواسلامي حيثيت توهين دی ؛ځکه نن چې مونږ دهغه په وياړلي نوم دغه لوړدولتي مډال لرو هغه دنوموړي غازي له خوا دمکناټن په څير ديرغلګرو متجاوزينو دوژلو له امله دی ، داچې ستا لخوا اوس بيرته ديرغلګرو دغازي قاتل په نوم هماغه يرغلګروته مډال ورکول کيږي دا هم د دې مډال بي احترامي اوهم په دغو جنرال خيلو ريخشند وهل دي. ښاغلي کرزي صيب ! د دې لپاره چې په راتلونکي کې دي هم دخپلو ملي مفاخرو حيثيت له سپکاوي ژغورلی وي اوهم دې دخپلو عزيزانو !!! قدرداني کړې وي زما دايوه مشوره ومنئ چې سرله نن نه له خپلې ګډوډې واکمنۍ نه په استفادې سره دخپلو درنو خواخوږيو هريوه بوش ،بلير اوبرلسکوني په نوم لوړ لوړ دولتي مډالونه منظور اودولس مشريزې ماڼې په تاخچوکې درسره تيارکيږده کله چې دهربهرني هيواد دبهرنيو ځواکونو مشرجنرال له افغانستانه وزي سمدستي بي تشريفاتويي ورپه غاړه کوه . دابي تشريفاتو مي ځکه وويل چې دافغانستان حالات خو تاته بهتر مالوم دي چې نن سبا بلکل له کچې وتلي. دنوي ماډرنيز دور د ايجاباتو له مخې دغه ماډرن ماډل مډالونه هغوئ ته دا زمونږ تر لرغونو هغو ښايي ډير ارزښت ولري ...  


شاهد غزنيوال