
دملي کرښې ١٥ مه ګڼه
پوهنيار نبي حبيبي
پاکستان ملامت ندى. پاکستان ته دا يرغلګره سياست د دوى د انګريز نيکونونه په ميراث پاتې دى. که افغانان د ددې اوسنيو حملو په عمق پوه نشي نو افغانان به هميش د افغانستان اوسني حکومت پدې ملامتوي چې ملي اردو ولې عکس العمل ونښود، کرزي ولي د غچ اخيستو امر ونکړ!. پنجابيان ښه پوهيږي چې مونږ څومره له خپلې خاورې سره مينه لرو او د همدې ميني په وجه پدې خاوره وينه ورکوو. مګر پنجاب لکه د وږي سپي چې په خپل او پردي خولې لګوي. او دې ته مو هڅوي چې تاريخ ته مراجعه وکړو.
د کال ۱۸۸۷ وروسته چې افغانستان د روسيې سره د سرحد په ټاکلو موافق شو نو انګريزانو کوټه، اټک او راولپنډۍ د جنګي استحکاماتو له پلوه ددرنو اډو په شکل عيار کړل او دوخت جنرال رابرټس د ديرش زرو عسکرو په زور يوسفزو نه نيولې تر چتراله خپل تابع کړل.
په کال ۱۸۹۳ کې انګريز د خپل نظامې ټول قوت سره د افغانستان په لور حرکت او امير ته يې ياداښت وليږه چې جنرال رابرټس د يوې وړې فرقې سره جلال اباد کې قبول کړي. امير ته هم خبر ورغلى وو چې انګريز د وړې فرقې سره نه بلکې د خپل ټول قوت سره د جلال اباد په لور نيت کړى. عبدالرحمن خان چې دا حالت وليده د مشرقي خلکو ته يې د انګريز په ضد د جهاد او تيارسۍ اعلان وکړ. انګريز چې د افغانستان او د مشرقي خلکو تيارسۍ وليده نو خپلې پښې يې زر ترزره راټولې کړې او مور ټيمور ډيورنډ د ۱۵ کسانو سره کابل ته راورسيده.
انګريز پدې وخت کې امير عبدالرحمان خان تر وهلو په ځغلولو ستړى کړى وو اوښه يې و دې ته اماده کړ چې د افغانستان د بدن ټوټې ور څخه په سياسي توګه غوڅې کړي او په عين حال کې امير يې دومره بې هوشه کړى و چې د غوڅلو په آن امير سترګې هم ونه شوې رپلوي نو د ډيورند معاهده چې د بين الدول حقوقو له نظره معاهده هم ورته ويلي نشي د ده په نماينده عبداللطيف قادياني په وسيله لاسليک شوه. او انګريز پدې کامياب شو چې يو ډبل بفر يا حايل سيمې په توګه د روسيې په مقابل کې مينځ ته راولي. مګر سره له دې چې عبدالرحمن خان له خپل بدنه د خپلې غوښې جلا کولو ته مجبور کړاى شو، بيا هم انګريز په لندن کې د افغانستان سفارت ته د پرانستلو اجازه ورنکړه.
رابه شو د پنجاب روانې پاليسي ته. دوى غواړي افغانان تروهلو په ځغلولو ستړي کړي. اوددې عقيدې په اساس فکر کوي چې د اشخاصو په ترور يا خاوره کې دننه د اورپکو روزنه او نورې سياسي او اقتصادي مداخلې او مکرونه به د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت ستړي اودې ته چمتو کړي چې يو ځل بيا ددوى د ډيورند خيالي کرښې ته د رسميت رنګ ورکړي.
د تاند د خبر مطابق پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ چې د جولاي د ۱۸ سره سمون خوري کابل ته د ولسمشر زرداري د سفر په درشل کې د کونړ ولايت پر شلطن درې د درنو وسلو بريدونه کړي دي او عادي بې ګناه خلک يې وژلي. لکه څرنګه چې پوهيږي دا حملې دڅو مياشتو راپدېخوا تر اوسه دوام لري. تر څو ددواړو پولو آخوا او ديخوا لر اوبر پښتانه په يوبل را جګ کړي اويوه اتوماتيکه کرښه مينځ ته راولي. د مشرف په دوران کې مشرف افغانستان په کرښه د سيم خاردار لګولو غوښتنه وکړه. خو پاکستان د افغانستان د پارلمان او د افغانانو په وسيله بې آبه شو.
نو اوس آي اس آي د هغو اشخاصو ترور ته مخه کړي چې افغان حکومت ورباندې زوريږي. مثال يې د ولسي جرگې غړو د سلاکار جان محمد خان او هاشم وطن وال وژل يو ښه مثال کڼل کېږي. د پنجاب دا پاليسي د پاکستان د جوړښته راپدېخوا تر اوسه پياده کېږي. په پښتونستان کې هغه کسانو چې د پښتون د يووالي غږونه کول يو يو په مختلفو طريقو ترور او په زرهاو قومي مشران يې په ښکاره ووژل.
حتا د طالبانو په وخت کې ملابورجان چې په طالبانو کې په اصطلاح يو پوه پښتون ګڼل کېده او د ډيورند مسلې ته يې نه ويلي وو، داسې ترور شو چې تراوسه طالبان فکر کوي هغه ګنۍ په خط اول کې شهيد شوى.
د اوسنيو تعرضونو مقابل کې پنجاب کلکه عقيده درلوده چې د افغانستان ملي اردو به ددوى حملو ته د امريکايي وسلو په ذريعه ځواب ورکړي او په نتيجه کې به يې د پښتونخوا پښتانه ژوبل، در په در او بالاخره په يوبل به يې راپاڅوي او ديوبل وينو ته به يې کېنوي. او په اوتوماتيګه توګه به يوه کرښه ژوندۍ کړي. مګر د افغانستان چارواکي هوښيار دي. او د پاکستان په مکرونو ښه پوهيږي. د پنجاب د حملو ځواب کې بايد په پنجاب حمله وشي نه په پختونخوا. حال داچې پاکستان په رسمي توګه د حملو څخه بې خبري ښايي. دوى د افغانانو احساساتو سره هميش لوبي کړي.
د افغانستان حکومت هم ښه پوهيږي چې د پاکېانو ځوابي حملې بايد د دوى نظامي هډې او پنجاب ژوبل کړي نه پختونخوا. لکه څرنګه چې دا کار ملي اردو يا د افغانستان حکومت ته پدې وخت کې نامناسبه او نا ممکنه ښکاري، نو نه غواړي د پختونخوا پښتانه لکه څرنګه چې د پنجاب ستراتيژستان غواړي چې د جوابي حملو په ذريعه، لر اوبر په يو بل راوپاوري. اوبلاخره د کرښې د راژوندي کولو خوبونه يې تعبير شي . کرزي حکومت ته ددې مسلې په اړه او ددوى عکس العمل اود پاکستان په مقابل کې اوسني سياسي ستراتيژي د ستايني وړاو ورته کريډت ورکړو.
او پدې اخيرې لسيزه کې افغانانو پاکستانيانو ته خپل پرتوګونه په سر ورتړلي او جهان ته يې دا سرګنډه کړه چې پاکستان څه غواړي. پاکستان خپل نوم دومره بدنام کړ چې اوس عادي پاکستانيان په خارج کې ځانونو ته هنديان وايي.
مګر قرآن وايي ومکروا ومکر الله والله خيرالماکرين (الايه). دوى هم پلان جوړوي او خداى جل جلاله هم. مګر بهترين او عاليترين پلانګزار الله ج دى او ددوى په هر مکر او پلان ښه اګاه دى. پښتانه هميش وايي چې هوښياره مرغۍ ددواړو پښو راګيريږي. او ګوږ بار تر منزله نه رسيږي. رحمان بابا وايې،
ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه – چې همدا غشي به ستا په لور ګزار شي. پښتنو بيدار اوسى او د افغان ضده پنجابي دسيسو کې ځانونه مه شريکوى.