د الويښ آرمان

دلسو كالونو وروسته داستاد محمد صديق روهي جنازه په خوست كې د ده په پلارنى هديره كې خاوروته وسپارل شوه. كانديد اكاډيمسن سر محقق محمد صديق روهي په 1313 كى كال د خوست د اسمعيلو په حيدر خيلو كې زيږيدلى دى. د پلارنوم يې محمد حسين يو نالوستې بزګرو خود روښانه فكر څښتن و. هغه وخت خلكو په ښونځيو كې زامن نه شاملول خو حسين خپل درې واړه زامن په ښونخي كې داخل كړل. ده به هر وخت ويل چې د نيالګي كښينول كه خيروي يوه ورخ به ميوه ونيسي، خو د درې واړو زامنو څخه يې يوازې محمد صديق روهي د ښوونځي له زده كړې نه وروسته د كابل په دارالمعلمين كې خېلې زده كړې سرته ورسولې او په 1332 كال كې د محمود طرزي په ليسه كې د ښونكي په توګه مقرر شو. په 1334 كال د كابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي كې شامل او په 1337 كال كې له پوهنځى څخه فارغ او د كابل په دارالمعلمين كې استاد شو. په 1338 كال كې يې د پښتو ټولنې مسلكي غړى په توګه دنده تر لاسه كړه، په 1346 كال كې يې د بيروت له مشهور امريكايې پوهنتون څخه د ښونې او روزنې په څانګه كې د ماستري ديپلوم واخيست. د تحصيل نه وروسته خپل هيواد ته راستون شو او د پښتو ټولنې د مرستيالة دنده وروسپارل شوه 1352 كال كې دوري په مياشت كې د پښتو د ټولنې در رئيس په توګه وټاكل شو چې دغې دندې ته يې د 1357 كال تر لومړیو ورځو پورې دوام وكړ. كله چې د افغانستان د علومو اكاډيمي د قانون له مخې د اكاډيميسن او كانديد اكاډيميسن علمي رتبې وركول كيدې استاد روهي چې د سر محقق علمي رتبه يې ډېره پخوا اخيستى وه، او په لسګونو علمي اثار او په سلګونو مقالې يې په مختلفو مجلو او ورځپاڼو خپرې شوې وې په ټولو علمي كړ يو كې يې د علمي او سياسي شخصيت په توګه خپل خان تثبيت كړې و او يوه پيژندل شوې علمي څيره وه، له دې امله د كانديد اكاډيمسين علمي رتبه وركړ شوه. كانديد اكاډيميسن محمد صديق روهي د 1369 ل كال دلړم د مياشتې په (25) نيټه د هيواد د روڼ اّندو او فرهنګيانو د هيلو تمثيلو ونكي علمي او فرهنګي مركز «د خوشال د فرهنګې ټولنې» بنسټ كيښود او په خپله استاد روهي ددې ټولنې د فرهنګيانو له خوا دريس په توګه ومنل شو د ژوند ترورو ستيو شيبو پورې ددې ټولنې دريس په توګه پاتې شو. كانديد اكاډيميسن محمد صديق روهي دلسګونو ځانګړو اثارو او په سلګونو مقالو د ليكلو پرته يې په يو شمېر ملي او بين المللي كنفرانسونو او سيمينارونو كې هم ګډون كړى دى او په دې اړونديې علمي مقالې ليكلي دي. د استاد روهي علمي، ادبي، ژبني او سياسي ټولو اثارو باندې غږيدل، خبره ډېره اوږديږي د بېلګي په توګه يوازې دره د څو اثارو لنډه يا دونه كوم: 1_ د استاد روهى «دڅيړنى لارښود» كتاب چې په دې اثر كې د علمي تحقيق اوريسرچ اصول او تكنيكونه بيان شوى دي، د ځوانو څيړونكو د څيړنې له پاره ډير ګټوركتاب دي چې لومړى درجه مطبوعاتي جايزه يې وړې ده. 2_ «دپبښودنې مسالې» دا كتاب دژبې د تدريس له پاره علمى اصول او ميتودونه وړاندې كوي. 3_ «فولكورپيژندنه» دا كتاب د فولكلور او شفاهي ادبياتو د خورنو څيړونكو له پاره د فولكلور ثبتونې او څيړنې لپاره ښه لار ښود دى. د هر هغه چاله پاره چې د فولكلوري او شفاهي ادبياتو د څيړنې كاريې كاري دنده ده دا كتاب هميشه بايد د ده سره موجود وي او ګټه ورنه واخلي او د دې كتاب د لارښوونو د كټو اخيستونه په پرته د ده د څيړنې كار نيمګرى وي. او په پوره جرئت سره ويلى شو د استاد روهي ټول اثار چې د ده نه راپاتې دى تر اوسه پورې نور ليكوالان د داسي اثارو په ليكلونه دى بريالي شوي. استاد روهي ځانله د ليكنې سبك او اسلوب لرى د استاد د اثارو ژبه ډېره خوږه روانه او ساده ده چې لومړنى شاګرد هم د ده د اثارو نه پوره ګټه اخيستې شي. استاد روهي واقعاً علمي او فرهنګي شخصيت و يو علمي شخصيت په واقعيت كې بايد د لوړ و اخلاقو حوصلې، د نرمې او خوږې ژبې او لهجې خاوند او د ده په فطرت كې د لويى نښې بايد وليدل شي. روهي واقعاً د داسې اخلاقو څښتن و د ده په كركټر او فطرت كې قطعاً د تندې او ترخې خبرې څرك نه ليدل كيده د مقابل سړى ترخه بر خورد ته يې په خندا سره ځواب وركولو، د سترې حوصلې، زغم زړه سوانده او د كمين شخصيت خاوندو، د لويۍ نه مبرا وه د استاد په خبر و او مجلس كې بېسارې نرمښت موجود و چې هيڅوك د ده په مجلس نه مړيدل او فطرتاً د ده لهجه ډېره نرمه وه. استاد روهي كله كله په ليكنو كې «الويښ» تخلص كاوه. د الويښ د مانا او مفهوم سره ټول خلك اشنادى الويښ د پسرلى د سهارنرم او خوشبو يه شمال ته وايې كله چې د سړى پرمخ لګيږي د دې شمال نه ځانګړى لذت احساسوي او د سهار الويښ بوى سړى ته د ختن د اّهو مشك او عنبر وريادوي. استاد روهي د هيواد او خلكو سره ليونې مينه لرله كله چې په هيواد كې سخته نا امني راغله استاد روهي سره يو شمير باندنيو موسسو لكه (UNHCR) او د سفارتونو استازيو تماس ونيوه چې موږ دې په هيواد كې په پوره امتياز سره منو خوده و نه منله د هيواد او خلكو سره مينې ده ته اجاره نه ور كوله چې خپل هيواد پريږدې خو كله چې په هيواد باندې ډېر بد شرايط راغلل او د استاد ژوند د مرګ د ګواښ سره مخامخ شو چاره نه وه ليږد ته اړشو. استاد روهي له هيواد څخه بهر د خپل هيواد او خلكو په غم كې وچه د باندې كې يې هم يو ډېر ګټور او اغيزمن كتاب ليكلى دى «جنګ داخلي افغانستان چګونه پايان خواهد يافت». په پاى كې د استاد روهي د كورنۍ او نورو افغانانونه چى د لسوكالو وروسته يې د هيواد د نوميالى او وتلى شخصيت او ليكوال كانديد اكاډيميسن استاد روهي جنازه چې په المان كې په امانت ډول خاورې ته سپارل شوى وه ګران هيوادته راوليږدوله او دده سترارمان يې تر سره كړ، كور وداني ورته وايم.