ګل آغاشېرزى بيادکندهارد والي په توګه ټاکل کېږي.

په ننګرهارکې دننه يوشمېرولايتي چارواکو روهي وېبپاڼې ته دنوم نه خپراوي په شرط ويلي چې د ولسمشرسلاکاروزير اوننګرهاروالي ګل آغاشېرزي ولسمشرسره هوکړې ته رسېدلى چې خپل پلرني ولايت کندهارته به دوالي په توګه دندې ته ځي. داهوکړه په هغې پسې شوې چې کندهارکې دولسمشرکرزي کشرورور او دولايتي شورا رېس احمدولي کرزى څه موده وړاندې خپل يوه ساتونکي وواژه. ولي کرزى چې په سيمه کې يوله مهموحکومتي کسانو اودسيمې له کنترولونکوحسابيده،وژنه يې په نړيواله کچه رسنيو او شنونکوپه سوېل کې افغان حکومت ته ملاماتى ګوزارګڼلى. اوس وېل کېږي چې دهغه تشه ولسمشرکرزى پرګل آغاشېرزي چې دکندهاريوله مطرحواو اغېزناکوشخصيتونوګڼل کېږي،ډکوي. شېرزى پخوا دمجاهدينو په واکمنۍ اوهمداشان دولسمشرکرزي دواکمنۍ لومړيو کې دکندهاردوالي په توګه کارکړى اويوله مهمو واليانوحسابيږي. کندهارته دهغه درسمي ورتګ ګونګوسې پرداسې مهال دي چې په ننګرهارکې هم له وروستيو راهيسې دهغه پرضدديوشمېرکړيو اوپه ځانګړې توګه دوژل شوي والي حاجي قديرکورنۍ چې پردې ولايت خپله واکمني غواړي،مخالفتونه زيات شوي او ان ولسمشرکرزي نه يې دګوښه کېدو غوښتنې کړي. خوشېرزى چې بهرنيانو اوپه ځانګړي ډول امريکاسره دزياتو نېږدې اړيکولرونکى بلل کېږي،ولسمشريې په ولسي او ولايتي شوراګانوکې دګوښه کېدو په اړه دننګرهار داستازو غوښتنه نه وه منلې. وېل کېږي دشېرزي هم نورننګرهارکې زړه تنګ و،خو دضدله مخې يې دنده پرې نه ښوده. د ننګرهار دراتلونکي والي په توګه ګونګوسې دي چې دلاندې کسانو: دپوهنې وزارت مرستيال صديق پتمن،دپکتياوالي جمعه خان همدرد،دننګرهار دولايتي شورا غړى حاجي نصرت ارسلا(چې دننګرهاردپخواني والي حاجي دين محمدزوى  اودبل وژل شوي والي حاجي قديروراره  دى)له منځه ښايي يوتن وټاکل شي.