لر او بر پښتانه د پنجاب په لومه کې

 
دملي کرښې  ١٤مه ګڼه
ډاکترزرعلي معروف
پښتون، چې د اوږد تاریخ درلودونکی قوم دی اوتل یې د خپلو سرونو په بیه خپله ازادي او پښتني غرور ساتلی نن سبا د تاریخ له نازکو شیبو څخه تیریږي .
هرې خوا ته د پښتون قوم د تباهۍ او بربادۍ پلانونه جوړیږي څوک يې د القاعدې په نوم، څوک یې د طالب او څوک یې د قوم پاله په نوم ترورکوي د دې لوبې یو مهم لوبغاړۍ د پښتون قوم د تاریخي او ماتې خوړلى دښمن د انګریزانو ځای ناستی پنجاب دی. چې په شعوري توګه د انګریزانو اوږد مهاله پلانونه پلي کوي او د لر او بر پښتون د ژبې ، کلتور ، مذهب او قومي یووالي د له منځه وړلو لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي ،   پنجابي سیاستوال په ډېرې آسانۍ سره نن سبا د خپل پروني انګریزي بادار هغه پالیسي مخکې بیایي، چې قومونه تقسیم او حکومت پرې وکړه . د دې پالیسۍ په عملي کیدو سره یې د ستر پښتون قوم یوه لویه برخه تر خپلې ولکې لاندې ساتلې او د هغوی په ټولو طبیعي زیرمو باندې یې خپله خیټه اچولې او پښتانه یې د ځان لپاره خدمتګاران ګرځولي دي .تر ټولو بده خو دا ده چې نن د مذهب تر عنوان لاندې د لرپښتون ځوانان د بر پښتون وژلو ته روزي او په دې کړنې سره د پښتون قوم نسل وژنې ته ادامه ورکوي ، په کوم سره چې پنجاب کولی شي تر ډېره وخته د پښتون قوم شتمنۍ غصب او خپل ځان پرې بسیا کړي. په دې نني بحراني حالت کې چې د پښتون قوم د بقا او پنا خبره مطرح ده زموږ په لر او بر پښتون قوم کې سالمه رهبري نشته په داسې حال کې، چې نن سبا پښتانه دسالم سياست لپاره زړه سواند اوملي مشرتابه ته اړتيا لري ، پښتون باید په دې خبره ځان پوه کړي چې  همدوی دي، چې د نړۍ په دې حساسه جغرافیایي نقطه کې يې تل د سترو استعماري قدرتونو ګټې خنثی کړي او په میړانه یې د هغوی مقابله کړې اوپه خپلې آزادۍ برسېره یې د پنجابيانو په څېر  نور قومونه  هم د آزادۍ د نعمت څخه برخمن کړي دي خو دسياست په ډګرکې بيا هيڅ وخت نه دى توانېدلى، چې له حالاتو ګټه واخلي اودخپل تدريجي زوال مخه ونيسي. نن هم د تېر په څېر دغه ستر قوم  د پاکستان او ایران د ناروا کړنو اودسيسوښکارشوى. د دې میړني قوم د کمزوري کېدو او بې اتفاقۍ په خاطر پنجابي واکمن زموږ د قوم په نسل وژنه کې خورا غوښنه ونډه لري او د هرې ورځې په تېرېدو زموږ په سلګونو میندې بورې، بچیان یتیمان او ښځې کونډې کوي. له بلې خوا ایراني واکمن د پښتون قوم د کلتور او ژبې دله منځه وړلو لپاره د هیواد په دننه کې بېلابېلې ډلې تمويلوي. د دې پورتنیو ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید لر او بر پښتون د یووالي لاس ورکړي او د خیبر کرښې (ډیورن لاین) په له منځه وړلو سره خپل وجود په نړیواله کچه وساتي که نه د ورکېدو لور ته درومي .