سلفاکير مايارديت كير

نن د2001 ز  کال د جوﻻی مياشتې په لومړۍ نېټه، سويلي سوډان د يوه نوي او خپلواک هېواد په توګه د نړۍ په نقشه کې و پنځول شو. دغه هېواد په سويلي سوډان کې د يوې ټولپوښتنې په پايله کې رامنځته شو خو مخکې تر دې، د شمال او سويل تر منځ  څو لسيزې جګړې روانې وې او په نښتو کې شاو خوا دو ميليونه خلک ووژل شول.
پخوانی سوډان يو ډېر لوې او پراخ هېواد و او تقريبا دونيم ميليونه کيلومتره مربع مساحت يې درلود، رسمي ژبه يې عربي او انګريزي او پلازمېنه يې ((خرطوم)) ده او زياتره اوسيدونکي يې مسلمانان دي.  د سويلي سوډان لپاره ((جوبا)) پلازمېنه ټاکل شوې، زياتره اوسيدونکي يې مسيحيان او د قبيلوي عقايد خاوندان دي.
د شمال او لويديځ تر منځ جګړه له 1955 ز کال نه پيل او تر2005 ز پورې يې تر هغې دوام درلود تر څو چې د سولې تړون ﻻسليک شو. شمالي سوډان لومړنی هېواد دی، چې سويلي سوډان په رسميت پېژنې خو دا څرګنده نه ده، چې د تيلو او نورو زيرمو پر سر به بيا جګړې رامنځته شي کنه.  
اوس په نړۍ کې چېرې چې جګړې دي، هلته يا تيل دي او يا مسلمانان او يا دواړه او دا د نړۍ د زبرځواکنو په ځانګړې توګه امريکا او  د متحدينو پاليسي ده، چې د خپل سلف انګريز له هغې پاليسۍ نه کار اخلي، چې وايي : بېل يې کړه او ايل يې کړه.
د نړۍ تر سياسي يو قطبي کيدو وروسته (د شوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته)، ملګرو ملتونو خپل اهميت له دې امله زيانمن کړی، چې داسې انګيرل کيږي، چې اوس يوازې د امريکا ډول ته ناڅي او ټولې پرېکړې د دغو هېواد د ګټو سره سمې تر سره کيږي. د جمعې په ورځ د ملګرو متلونو امنيت شورا پرېکړه وکړه،چې سويلي سوډان ته7000 سوله ساتي ځواکونه واستوي.
د سويلي سوډان د هېواد د رامنځته کيدل او د دغه هېواد د لومړي ولسمشر په توګه  د سلفاکير مايارديت كير ټاکل کيدل موږ دې ته اړ باسي، چې د سوډان او د نوموړي د شاليد په هکله هم لږ نور مالومات وړاندې کړو:
واشنګټن پوسټ د تېر کال په وروستیو کې په خپلې یوې سرلیکنې وکښل : ددې شونتیا شته ،چې 2011 ز کال به په افریقا کې له ځان سره یو ډول نوي خبرونه ولري ، چې دا به دولسمشر اوباما دحکومت ډیپلوماتېکه بریا وګڼل شي او اټکل دی ،چې راتلونکې اوونۍ دسوډان په سویل کې له درې ملیونو زیات وګړي دبېلتون غوښتنې په ټولپوښتنه کې ونډه واخلي او دیو نوي حکومت دپنځیدو پریکړه به وکړي . 
دا خو دواشنګټن پوست له لارې دامریکا دحکومت دریځ او وړاندوینه وه خو لږ وروسته  د پخواني واحد سوډان دولسمشر عمر البشیر مرستیال سلفاکیر دا تاریخي  ورځ وبلله او د راېې اچونې پر مهال ېې وویل : دا ثابته شوه ،چې دهغو وګړو او جنګیالیووینه ،چې په جګړه کې تویه شوه ده خپل رنګ وساته . خبره يوازې دسوډان نه وه بلکې په سيمه کې د امريکا نورې موخې هم وې.
د سلفاکير مايارديت كير ژوندليک:
دسوډان دازادۍ دولسي غورځنګ مشر سلفا کیر ماریادیټ په 1951 ز کې په بحر الغزال ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي او دسوډان له مشهورې قبیلې الدینکا سره تړاو لري دسلفا کیر سلف جون کرنک هم دهمدې قبیلې و سلفاکیر دولسي غورځنګ دبنسټګرو له ډلې هغه وروستی غړی دی ،چې تردې دمه ژوندی دی له دې وړاندې ددې غورځنګ بنسټګر یا مړه شوي یا وژل شوې دي نوموړی دهمدې غورځنګ نظامي مسوول و ، خو جون کرنک دپیاوړي شخصیت له کبله په سیاسي او ډیپلوماتیک ډګر کې دومره ونه ځلید . 
سلفاکیر وړاندې له دې ،چې دکرنک له ملیشو سره یو ځای شي دسوډان په ملي اردو کې سرتیری و وروسته بیا په 1986 ز کې په ولسي غورځنګ کې دسوډان دازادولو په لښکر کې دمرستیال په توګه وټاکل شو ، وروسته بیا په 1997 ز کې دجون کرنک مرستیال او ورته وخت کې په بحر الغزال کې دوسله والو ملیشو عمومي قومندان دنده هم ورترغاړې شوه . 
په 1998 ز کې داسې اوازې خپرې شوې ،چې سلفاکیر له خپل سلف سره وران شوې دی او پلان لري ،چې دکودتا له لارې نوموړی ونیسي او بیا ېې زندان ته ولیږدوي دولسي غورځنګ دمشرتابه ترمنځ سلفاکیر په سخت دریځۍ مشهور دی او له مرکزي حکومته ېې دجلاوالي پریکړه لا ډېره پخوا کړې وه ځکه دنوموړی له انده دسویل جلا کېدل وړ حل دی . نږدې وه ،چې د دواړو مشرانو ترمنځ اختلاف ،چې په 2004 ز ولسي غورځنګ په دوو برخو وویشي ځکه سلفاکیر دخپل سلف جون کرنک له چلنده خوښ نه و هره پریکړه به ېې په یوازې ځان تر سره کوله یو ځل خو دا اوازه هم خپره شوه ،چې جون کرنک غواړي خپل مرستیال سلفاکیر له دندې ګوښه کړي ، خو دسویل مېشتو مشرانو ترمنځ دسلفاکیر ملاتړ اومحبوبیت ېې پر وړاندې خنډ و . 
سلفاکیر لا ماشوم ،چې په 1955 ز کې په سویلي سوډان کې دانګریزي ښکیلاک پرضد خلک راوپاریدل هماغه و ،چې په 1956 ز کې سوډان ازادي تر لاسه کړه سلفاکیر دستونزواو بوختیاوو له کبله دسوډان او په ځانګړې توګه دسویل په اړه کومه کره ستراتیژي او ژور فکر نه درلود په دې برخه کې ېې د جوزیف اودوهو او ولیام دینک کتاب ( دسویلي سوډان ستونزه ) ښه تمځای و له دې کتابه ېې ډېر څه زده کړې دي . دې کتاب په سوډان کې ستونزه داسې رالنډه کړې ده : اسلام ، عربان او اقتصادي کنترول او نور بې برخې کول دي په بله مانا ددې ژورې او ارتې ستونزې لامل همدا درې شیان دي . 
سلفاکیر په نظامي استخباراتو کې هم کار کړې دی په 1983 ز کې دسوډان دازادۍ دولسي غورځنګ غړی شو همدلته ېې ضبط او نظم وځلید ان تردې ،چې دجون کرنک پام ېې ځانته راواړوه ځکه خو ېې څو مهمې دندې وروسپارلې وړاندې له دې ،چې په پوهنتون کې استاد شي د( الجیش الشعبي ) ملیشو یرغمل کړ او په 1993 ز کې ېې راخوشی کړ له موسیقۍ سره مینه لري ، نوموړی دخپل نظامي مزاج له مخې سپینه خبره کوي . 
ولسي غورځنګ دا ډول اوازې ردولې خو دسلف اوخلف ترمنځ اختلاف به کله ناکله دومره بربنډ شو ،چې نور نه پټېده .په 2005 ز کې دمشاکوس تړون له لاسلیک وروسته ،چې ولسي غورځنګ پلازمینې الخرطوم ته راغی اودحکومت یوه برخه شوه دا مهال نو سلفاکیر دسویلي سوډان دحکومت مرستیال ولسمشر وټاکل شو پریکړه شوې وه ،چې نوموړی به شپږ کاله دانتقالیې دورې په توګه دا دنده ولري وروسته به بیا دشمال او سویل په اړه ټولپوښتنه کیږي ،چې سره یو ځای وي او که جلا شي . سلفاکیر له خپل سلف سره په چلند کې ورته نه درلود کرنک که څه هم په پوځ کې دنده ترسره کړې وه ، ټوکي و ، حاضر ځوابه و ، خو سلفاکیر بیا داسې نه پر ژوند او چلند ېې دعسکرو کلتور غالب و
جون کرنک د2005 ز داګسټ پر 11 دالوتکې په یوه پېښه کې له منځه ولاړ دا مهال نو سلفاکیر دسوډان دولسمشر عمر البشیر دمرستیال په توګه لوړه وکړه او دایتلافي حکومت ، د پانګې او واک ویش ، شپږ کاله وروسته ېې دټولپوښتنې پریکړه ېې ومنله . شنونکي وايي : دجون کرنک په پرتله سلفاکیر دارام شخصیت څښتن دی اودا ورسره مرسته کولای شي ،چې په سویل کې ډېر پلویان راخپل کړي . 
دجون کرنک برعکس سلفاکیر ډېر وخت په سویل کې تېر کړې دی او کله ناکله به په رسمي توګه پلازمینې الخرطوم ته سر راښکاره کاوه ځکه ، خو له ولسمشر عمر البشیر او مرستیال ولسمشر سر ه اړېکې دومره خوندورې نه وې . 
سلفاکیر دوه مېرمنې لري او شپږ بچیان پنځه ېې لوڼې او یو ېې زوی دی مشره لور ېې 24 کلنه ده او پاتې بچیان ېې پر زده کړه بوخت دي . 
که چیرې په سویلي سوډان کې وګړي په ټولپوښتنه کې دبېلتون خبره ومني نو دا نوی هېواد به له ډېرو ستونزو سره لاس وګریوان وي دبېلګې په توګه په لومړي پړاو کې به %80 نالوستي هېوادوال ورته په میراث کې پاتې شي پردې سربېره دسړکونو ، روغتونونونشت او کورنی تاوتریخوالي به ېې ډېرې چارې ټکنې کړي .