دحسنونو سوداګر

د حسنونو سودا ګریم شرابي حسن په څو دی
چې معیاریی خال اوخط وی کتابی حسن به څودی

چې خوشحال یې هسې ستایي افتخار پرې شاعران کا
د ترکانو د خوبانو ګلابي حسن په څو دی

چې د سترګو  په ښکلایې ټول عالم په مسیدو دی
د قفقاز دهسکو پیغلو عنابي حسن په څو دی

چې عالم ورته سلا کا ښاپیرۍ ورته حیرانې
دسلاویانو په وطن کی ارزاني حسن په څو دی

نورستان په سر درو کی د هلمند رود شاو خوا ته
د کندهار کلو بانډو کې نوراني حسن په څو دی

د ښکلا او د حسنونو په بازار کې هسې ګرځم
چې بازار یې هسې خوږدی افغاني حسن په څودی
------------------------------------------------
سمیع الدین  افغانی