زه ساقی او می خانی سره اشنا یم
ځکه اوس د ټول غمونو بی پروا یم
نصیحت په ما د هیڅ چا اثر نکړی
زه په خپله په نیشو کی غټ پیشوا یم
سم او بد هسی چې ما دي پیژندلي
په خپل عقل د زاهده زه دانا یم
رنګینی د میخانی سره عادت یم
په مستی کی د ساقی د زړه دنیا یم
د رندانو او مستانو په حساب کی
حساب شوی یم نه اوس بلکه پخوا یم
چې ساقی د میخانی سره می راز شو
زه تر نورو هوښیارانو مستثنی یم
افغانی چې په نیشو کی څه لیدلی
په خمار کی په هغه لیدو سلا یم
-------------------------------------------
وروستي