افغانستان ... له پښتنو سره دامريکايانو ټکر

افغانستان ... له پښتنو سره دامريکايانو ټکر

ليک : اسامة عرابي
ژباړه : هوسۍ
دافغان ملي اردو دجوړښت پر مهال دامريکايانو سوچ ته تر اوسه دا خبره نه ده ورپريوتې دی ،چې دهېواد غوڅ اکثريت ېې خپله هغه نه بولي او دبيا جوړونې بهير ته ېې دشک په سترګه ګوري په افغانستان کې پښتانه 55% دي ، خو په اردو کې ېې ونډه له تاجکو کمه ده تاجک ، چې دهېواد دلږه کيو په برخه کې اوسمهال له هزاره لږه کيو هم کم دي په اردو کې ېې ونډه 41 % ده .
داوباما اداره په افغانستان کې له سياسي او نظامي ستونزو سره لاس ګريوان ده دکرزي په حکومت کې تاجکان دپښتنو په پرتله غوښنه برخه لري او پښتانه مشران ديادولو کوم رول نه لري په نظامي برخه کې بيا ستونزه له دې هم داندېښنې وړ ده افغان ملي اردو تر ډېره له تاجکو رغيدلې ده د وسله والو ځواکونو 41% تاجکان جوړوي او دپوځ دلوړې کچې مشران ېې هم تاجکان دي .
دافغانستان وضعيت له عراق سره توپير لري امريکايان وتوانيدل ،چې په عراق کې يو ډول پرتله رامنځته کړي په سياسي او نظامي جوړښت کې دسني او شيعه ترمنځ انډول رامنځته کړ ، خو په افغانستان کې ېې بيا داسې ونه کړ له 2001 ز ، چې امريکايانو پر افغانستان بريد وکړ دسياسي او نظامي جوړښت په برخه کې دافغانانو ترمنځ انډول ونه شو ساتلى .
اوسمهال دپښتنو او تاجکو ترمنځ ترينګلې اړيکې په پوځ او حکومت کې دناانډولۍ له کبله نه دي ، بلکې ددې ناانډولۍ ار لامل پر افغانستان دامريکايانو د بريداويرغل له کبله دى ځکه هغه مهال امريکايانو په لوى لاس غوښتل ،چې د تاجکو په ګټه يو نوی سياسي حالت رامنځته کړي ځکه ، چې شمال ټلواله له تاجکو رغيدلې ده او د طالبانو پر وړاندې ماته شوې وه دا جګړه دشلمې پيړۍ په نوويمونو کلونو کې هم روانه وه او د طالبانو پر بريا پای ته ورسيده .
کله ،چې په 2001 ز کې امريکايانو پر افغانستان بريد وکړ دا مهال ېې دشمالي ټلوالې په کالبوت کې دپاېښت ساه ورپو کړه او په کابل کې ېې دخپلو سياسي او نظامي پروژو لپاره ترې د سپرلۍ کار واخست او په پلازمينه کې ېې داسې حکومت رامنځته کړ ،چې ساری ېې ډېر کم تر سترګو کيږي .
اوسمهال د طالبانو او کرزي دحکومت ،چې د تاجکو له ملاتړه برخمن دی جګړه دهماغې پخوانۍ قومي جګړې يوه برخه ده ، چې دامريکايي سرتېرو په شتون کې روانه ده او غواړي ،چې جګړه دخپلو تاجکو ملګرو او شمالي ټلوالې په ګټه پای ته ورسوي .
اوس ليدل کيږي ،چې امريکايي سرتيري دپښتنو ار ټاټوبي کندهار او هلمند ته استول کيږي او موخه ېې هم داده ،چې په دغو سيمو کې د طالبانو واکمني کاواکه او دافغان حکومت هغه پياوړې کاندي دامريکا نوې تګلار داده ،چې په ملي اردو کې دپښتنو ونډه زياته کړ ې وي او دپښتنو ځوانان ېې راخپل کړي وي لوړ معاشونه او امتيازات ورته ټاکي ، خو سړى ،چې وضعيت ته ګوري دامريکا دا تګلار د ددوو لاملونو له مخې نه شي کاميابيدلى .
لومړي : دددې دواړو قومونو ترمنځ کورنۍ جګړه خپلې رېښې او لاملونه لري .
دوېم : د طالبانو دا نوښت ،چې دامريکايانو دهڅونې مخنيوي ېې کړې وي خپلو جنګياليو ته ېې لوړ معاشونه او امتيازات موندلي دي اوس داسې ښکاري ،چې په دغو دوو ولايتونو کې دمال او پېسو خبره دومره نه ده ،چې د واک انډول يې کاواکه کړى وي ،بلکې دا د طالبانو له وسه پوره ده ، چې دامريکايي ځواکونو پر وړاندې خپل جنګي تکتيک بدل کړي په دې اړه په افغانستان کې دپخواني شوروي اتحاد دځواکونو مشر جنرال رودايوف ،چې له افغانانو سره لس کاله وجنګيده او په 1989 ز کې وتلو ته اړ شو پردې سربېره ېې خپل 15000 سرتيري له لاسه ورکړل له ( فاننشل ټايمز ) سره په مرکه کې وايي : ( په افغانستان کې هر ډول نوې تګلار له ماتې سره مخ ده کومه پايله نه لري ، پوره لس کاله جګړه داسې وه لکه تشه کړۍ موږ به ، چې کومې سيمې ته ورغللو افغان جنګياليو به هغه پرېښوده او بلې ته به ولاړل موږ به ، چې بيا دا سيمه پرېښوده هغوي به دلته بېرته را ورسيدل )
دا دباراک اوباما دنوې ستراتيژۍ په اړه دروسيې جنرال ارزونه ده ،چې هسې تشه خبره ېې نشو ګڼلې دا خپل ارزښت لري ځکه نوموړې يو مهال په افغانستان کې دڅلويښتم لښکر مشر و ، چې له 120زرو زيات سرتيري ېې په واک کې وو او ددې هېواد په اړه پر ډېر څه خبر دی .
اوباما په افغانستان کې يو سل يولس زره سرتيري لري ،چې دا له روسيي هغو ډير کم دي په لنډه توګه ددې ستراتيژۍ پر وړاندې ډېر خنډونه شته ،چې دا ستراتيژي ، چې بريالې هغه راووځي د افغان پوځ دروزنې ، ښې حکومتدارۍ ستونزه خو لا هغه خبرې دي ، چې په دې برخه کې پرې دپام وړ کار نه دی شوى .
داوباما دستراتيژۍ دويم بنسټ هم دومره دباور وړ نه دی اوسمهال امريکا دا سوچ کوي ،چې دپاکستان پوځ او حکومت کولاى شي ،چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دپرتو قبايلي سيمو په اوږدو کې طالبان راګير او له منځه يوسي په لومړي سر کې خو دا سوچ داسې ښکاري ،چې کار پرې پيل شوى دی پاکستاني پوځ په سوات او وزيرستان کې دجنګياليو پر وړاندې خونړۍ جګړې پيل کړې دي ، خو دپاکستان دپوځ پاخه او باخبره شنونکي ،چې دبلوچستان په نظامي اډو کې دندې لري دامريکا ددې سوچ په اړه سر له اوسه شکمن دي .
ځکه په پاکستان کې دطالبانو خوځښت يوه پياوړې او منسجمه ډله نه ده ،چې يو سياسي او نظامي مرکز دې ولري ، بلکې دا څو مختلفې ډلې دي ، چې دهر چا پښه او ځيل ورکې له ورايه جوت دی او هره يوه ځانته جلا غوښتنې او لار لري نن ورځ په پاکستان کې درې ډلې دي ،چې ځانته دطالبانو نوم اخلي ، خو پوځ بيا ديوې پر ضد په سويلي وزيرستان کې پر جګړه بوخت دی دا دمحسود قبيله ده،چې له پوځ سره ېې دسوات په دره کې جګړه وکړه همدا ډله په پاکستان کې دهرې ورځې دچاودنې مسووليت پر غاړه اخلي
دويمه ډله دملا نذير ده ،چې دمرکزي حکومت پلوي کوي او دمحسود قبيلې د طالبانو کړنې او تګلار نه خوښوي درېيمه ډله په شمالي وزيرستان کې دحافظ ګل بهادر ده ،چې په سويل کې دروانو جګړو او نښتو په اړه هيڅ نه وايي ځکه ،چې نوموړې نه له پوځ او نه له حکومت سره کار لري .
په افغانستان کې دامريکايانو رښتينې جګړه له ملا محمد عمر او سراج الدين حقاني سره ده امريکايي څارګر داسې انګيري ،چې دا دواړه دپاکستان په کوېټه کې تري تم دي . خپله ملا عمر هڅه کړې ده ،چې دمحسود قبيلې له طالبانو څخه خپله ليکه جلا کاندي او له دې کار څخه ېې موخه داده ،چې دپاکستان ملاتړ او باور دواړه تر لاسه کړي د افغانستان دطالبانو وياند يوسف احمدي وايي : موږ په افغانستان دنيواک ( استعمار ) پر ضد جنګيږو ، موږ په نورو هېوادو کې هيڅ سياسي موخې نه لرو ، امريکايي ځواکونو زموږ پر هېواد تيرى کړى دی او زموږ جګړه دهمدوی پر ضد ده اوس ،چې په پاکستان کې څه روان دي دا دپاکستان کورنۍ موضوع ده او موږ پورې کوم تړاو نه لري .
په پای کې له هندسره دښمني هغه څه دي ،چې دافغانستان او پاکستان طالبان ېې په اړه ګډه ستراتيژي رامنځته کولای شي له هندوستان سره دپاکستانيانو دښمني او شخړه اوس دنظامي ګروهې يوه برخه ده ځکه اسلام اباد له نوي ډيلي سره درې جګړې کړې دي او پوځ خو هندوستان دخپل ملي امنيت لپاره ستر ګواښ ګڼي پردې سربېره دپاکستان نظامي چارواکي له هندوستان سره دحامد کرزي دحکومت دومره نږدې اړيکو ته دشک په سترګه ګوري همدا لامل دی ،چې ځينې امريکايي چارواکي پر پاکستان تور لګوي ،چې له ملا محمد عمر او سراج الدين حقاني سره پاکستان خواخوږي لري او له وسله والو سره ېې مرستې کوي .
که له پښتنو سره دامريکايانو دټکر خبره راغونډه کړو نو په افغانستان کې دپخواني شوروي جنرال مايوروف خبره دباراک اوباما دنوې ستراتيژۍ په اړه دکاڼې کرښه ده ( افغانستان ته دنورو سرتېرو دلېږد ساده مانا داده ،چې نوره وژنه او ډېره ، دا مهال به امريکايان او برتانويان پوښتي ،چې زموږ بچيان ولې هلته مري ؟؟ نظامي چارواکي به ځواب ورکړي ،چې دحامد کرزي واکمني وژغورل شي ، خو زما له انده دا ځواب به هغوي ته دمنلو نه وي .