د فضل الرحمن څمکني د شهادت له امله د افغان کلتوري ټولنو د جرګې پيغام

په خواشينۍ سره خبر شو، چې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی فضل الرحمن څمکنی پرون دتنظيمونود راتګ په لمانځغونډه کې د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې  په شهادت ورسېد . انا لله وانا اليه راجعون .
شهيد فضل الرحمن څمکنی د ولسي جرګې له هغو ګوتو شمېر استازو څخه و ، چې تل يې له ملي دريځ څخه خبرې کولې او د هېواد پر سياسي پېښو يې له ملي زاويې څخه قضاوت کاوه . شهيد څمکني همدا څو ورځې وړاندې په هغه بحث کې چې د راتلونکې سرشمېرنې په اړه د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خوا رابلل شوی و په ډېره مينه برخه واخېسته او په همدې اړه يې د يوسيمينا ر په جوړولو کې د مرستې ژمنه وکړه .
د افغان کلتوري ټولنو جرګه  د شهيد فضل الرحمن څمکني شهادت د ټول افغان ولس لپاره يوه درنه ضايعه ګڼي او له امله يې د ارواښاد کورنۍ او ټولو ملي کړيو ته د تسليت او خواخوږۍ  مراتب وړاندې کوی  .