بان کي مون

 حماد
د ملګري ملتونو موسسې   United Nationsبنسټ ، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په 1945ز کال کې کېښودل شو. د دغه موسسې د جوړيدو موخې د نړيوالې سولې او امنيت ټينګښت او د هېوادنو تر منځه د همکارۍ زياتيدل ښودل شوي.
د سړې جګړې پر مهال، چې په نړۍ کې د متضاد ځواکونو تر منځ نسبي تعادل موجود و، زبرځواکونو پر نورو د بريد لپاره په اسانۍ زړه نه ښه کولو ځکه، چې د ملګرو ملتونو لخوا ورباندې نه يوازې نيوکې کيدې، بلکې تعزيرات هم وضع کيدی شول. د شوروي لخوا پر افغانستان باندې د يرغل له امله و، چې د مسکو په المپيک لوبو کې يو زيات شمېر هېوادنو ګډون ونکړ.
د شوروي اتحاد او  وارسا تر پاشل کيدو او د نړۍ تر سياسي يو قطبي کيدو وروسته، ملګرو ملتونو خپل اهميت له دې امله زيانمن کړی، چې داسې انګيرل کيږي، چې اوس يوازې د امريکا ډول ته ناڅي او ټولې پرېکړې د دغو هېواد د ګټو سره سمې تر سره کيږي.
ملګري ملتونو درې بنسټيزې برخې لري، چې عمومي اسامبله، د امنيت شورا او  سکرټريت  دي. د زياتو کارپوهانو په اند د امنيت شورا اوس د امريکا او ناټو د ﻻس په يوه اله بدله شوې. ښه او تازه بېلګه يې پر ليبيا باندې د بريد لپاره د شين څراغ ورکول دي. که څه هم د معمر القذافي ډيکتاتوري حکومت به د ستاينې وړ نه وي، خو د امريکا په مشرۍد ناټو هېوادنو ته هم دا حق چا نه دی ورکړی، چې پر دوی باندې يرغل وکړي. که څه هم دامنيت شورا د 1973پرېکړې پر بنسټ، ناټو ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د ليبيا په اسمان کې د الوتنو لپاره ممنوعه ساحې رامنځته کړي خو ناټو غړي هېوادنه همدا اوس هر ورځ د ملکي خلکو پر وژنه لګيا دي او ملګري ملتونه په دې هکله هېڅ ډول نيوکې نه کوي او خاموش دي.
يوه بله بېلګه پر قباييلي سيمه وزيرستان باندې د امريکايي  بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي، چې له امله يې تر اوسه په زرګونو ملکي خلک وژل شوي. دغه بريدونو د نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده خو ملګري متلونه خاموش دي!
پر عراق باندې د امريکا او متحدينو لخوا يې بريدونه له دې امله وشول، چې صدام حسين ذروي وسله جووړي. په زرګونو عراقيان ووژل شول، ښارونه او کلي يې وران شول، هېواد يې د ترهګرو په ځاله بدل شو، خو د اټومي وسلو فابريکې او  د جوړيدو نښې نښانې چا پيدا نکړې. ملګري ملتونه بيا هم خاموشه دي!
موږ کولی شو، چې دا ډول زياتې بېلګې وړاندې کړو او دا په زبات ورسوو، چې ملګرو ملتونو خپل پخوانی موقف او اهميت له ﻻسه ورکړی او د بېرته تر ﻻسه کولو لپاره يې زياتې هلې ځلې په کار دي. د ملګرو متلونو لخوا دا ډول د مور او ميرې چلند، د بان کي مون دوهم ځل ټاکل کيدو په هکله هم شک رامنځته کوي، چې نوموړی به د اوسني زبرځواکونو د ګټو  د خوندي کولو لپاره وړ سړی بلل شوی وي.
هر څه چې دي وي به ، د ښو او بد قضاوت به هم نور لوستونکو ته پرېږدو خو د بان کي مون بيا ټاکل کيدل موږ دې اړ باسي، چې د ده د ژوند په هکله د خپلو لوستونکو سره مالوت شريک کړو:
بان کي مون Ban Ki-moon د ملګرو ملتونو اتم او اوسنی عمومي منشي دی او تر کوفي عنان  وروسته دغه مقام ته رسيدلی. نوموړی  د2007 ز کال د جنوري له لومړۍ نېټې راهيسې پر دغه څوکۍ ناست دی او دا دی اوس د دوهم ځل لپاره وټاکل شو.
مخکې له دې، چې بان د م م د عمومي منشي په توګه دنده تر ﻻسه کړي، دی يو پياوړی او کارپوه ديپلومات و او  د سويلي کوريا د بهرنيو چارو  او سوداګرۍ وزارتونو کې يې دندې درلودې.  بان د2004 ز کال له پيل څخه د 2006 ز کال د نومبر مياشتې پورې د سويلي کوريا د بهرنيو چارو وزير په توګه هم پاتې شوی.
د م م د منشي په توګه يې ځينې مهم کارونه تر سره کړي، چې يو يې د سوډان د درافور سيمې ته، د م م  د ځواکونو  ليږل دي. بان د سوډان جمهور رييس عمر البشير پر دې  قانع کړ، چې د م م ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې دغه سيمه کې سوله ټينګه کړي. بان همدا راز  د ګلوبال تودخې (نړيوالې تودخې ) د زياتيدلو د مخنيوي لپاره هم يو شمېر د پاملرنې وړ اقدامات کړي.
له دې ټولو سره سره، يو زيات شمېر کارپوهان په دې اند دي ، چې د بان د واک په مهال  ملګرو ملتونو هغه  رول له ﻻسه ورکړی، چې د سولې او  نړيوالو مسايلو کې به يې د يوه ضامن په توګه تر سره کولو.
ژوند ليک :
بان کې مون د 1944 ز کال دجون مياشتې په 13 مه نېټه، د سويلي کوريا په اېمسېونګ  Eumseong کلي کې. چې په شمالي چېنګ چونګ   North Chungcheongوﻻيت کې پروت دی، نړۍ ته سترګې پرانيستي دي. نوموړی په داسې مهال زېږيدلی، چې په کوريا کې د جاپان د واکمنۍ پای و.
د بان پلار سوداګر و او له يو مودې وروسته افلاس ته ورسيد او له همدې امله يې کورنۍ د ژوند سويه په ناڅاپي توګه راټيټه شوه. بان چې کله شپږ کلن و، کورنۍ يې د کوريا د جګړې له امله د هېواد  مختلفو سيمو ته په تېښته وو خو د جګړې تر پای وروسته يې کورنۍ خپل ټاټوبي ته ستنه شوه. ده به د هغه امريکايي پوځيانو يادونه کوله، چې د جګړې پر مهال يې ليدلي وو.
بان کې مون په منځني ښوونځي کې يو ډېر ځليدونکی زده کوونکی و او په ځانګړې توګه يې د انګريزي ژبې د زده کړې په مضمون کې ډېره وړتيا درلوده. د سيمې د خلکو د اوسيدونکو په وينا بان به هره ورځ لس کيلومتره واټن د دې لپاره وهلو، چې له امريکايي سلاکارانو سره، چې په يوه فابريکه کې يې کار کولو په انګريزي خبرې وکړي.
په 1962ز کال کې په ښوونځي کې د سياليو تر ګټلو وروسته ، بان د امريکا  سان فرانسيسکو ته وليږل شو او هلته د څو مياشتو لپاره پاتې شو. په همدې مهال يې د امريکا جمهور رييس جان کينډي سره يوه ليدنه هم وشوه. د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې يې ويلي و: (( زه غواړم يو ديپلومات شم !))
بان د سيول له ملي پوهنتون څخه يې په 1970ز کې بکلوريا تر ﻻسه کړه او وروسته يې د هارورډ په امريکايي پوهنتون کې زده کړې ته دوام ورکړ.
په2009 ز کال کې د مالتا له پوهنتون څخه افتخاري ډاکټري تر ﻻسه کړه. بان کي مون د کوريايي ژبو تر څنګ په انګريزي، فرانسوي او جاپاني ژبو هم خبرې کولی شي.