
غږ يې تر کلي راغئ
د ژڼيو زړونه رپي
سپينې يې وتښتيدې
چټ اندامونه رپي
په سره ميدان يې
سره دښمن ته پرېښول
د خپل شهيد لاشونه
تورې ترې پاتې شولې
پګړۍ يې ورغړيدې
ميندو په چيغو کې الله يادوو
پېغلو ځوانانو ته تانې کولې
په دغه ړنګ کلي کې
په وينو رنګ کلي کې
يوه ښايسته ناوکۍ
وې د ښايست له بار يې څانګې کږې
لا په نکريزو يې ول سپين لاسونه
وينه يې وخوټيده
سالو يې سر نه تاؤ کړ
پېزوان يې تاخ کېښود
د پښتون زړه نه يې ناره وايسته
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه