د زړه دنيا

نن چې اشنا زما  تر خوا راځي
بیا مې زړګي ته مشغولا راځي

چې مخامخ  ورته  کتلی  نه شم
زه  ترې شرمیږمه حیا  راځی

زړګیه  پټه  مینه  مینه  شولې
داسی  ښکاریږی  بیوفا  راځي

د زړه زخمونه  به  ټکور شی  زما
سترګو ته ښکلی تماشا راځي

اوس دخوښۍ اوخوشحالۍ ورځې دي
چې د شب قدر شپه په ما راځي

چه یی تسل دخوږ زړګی پرې وشي
د افغانی  د زړه  دنیا  راځي