زه دمستانو او رندانو جمع ته
چې کله ځمه بیرته نه راځمه
زه د بد مسته میخورانو جمع ته
چې کله ځمه بیرته نه راځمه
د چټو پیغلو ښاپیریو ښار کې
د چا نظرته چې ورځمه بیرته نه راځمه
یم د رندانو میخورانو جمع کې
نو میکدی ته چې ورځمه بیرته نه راځمه
د مینانو دهوس دنیا او۰۰۰۰
لوی سمندرته چې ورځمه بیرته نه راځمه
مالی دې ښاد وي بڼ ګلزاره مدام
د ګلو سیل ته چې ورځمه بیرته نه راځمه
افغانی پوه کړه دا ساقی په رمز کې
چې یی پیالو ته کله ځمه بیرته نه راځمه
وروستي