
څه موده وړاندې تهران ته په يوه اکاديميک سفر ولاړو. د تهران په هره کوڅه او ټرافيک لايټ ته په نزدې کيدوسره به يو څه ولاړوماشومانو موټروته په منډه ځان را ورساوو، په سوال اوپه عذر به يې کومک، چا به سوال، چابه سپيلني دودول او چابه د فال ورقې خرڅولې. اول خو مې هيڅکله دا ذهن ته را نغلل چې دوي به افغانان وي، ځکه چې دوي هزاره ګان هم نه ښکاريدل او دا د دوي روزمره کار ښکاريده. دوه هفتي پس مي نور ماشومان د تهران په نورو ځايو کي وليدل، د موټر شيشه مي راټييه کړه نو وا مې وريدل چې په پښتواو په قندهاري لهجه يو هغه بل ته وايي چي بل موټر ته ورشي او دا موټر ده ته پريږدي غږ کاوه. نو خداي شته ډير زهير شوم، خفه شوم، دامې هيڅکله د ذهنه تيرشوي نوو چې پښتانه ماشومان به په تهران کې خيراتونه او سپيلني دودوي. په هماغه آن کي مې ايراني ماشومان ليدل چې د مکتب بسونو کي سواره اوخپلو مکتبونو ته روانول. نو ځان سره مې فکر وکړ چې دا د پښتون حال دې؟ نو پدې ورځو کي د افغانستان حکومت يو څه مېډالونو هم ويشلي وو او د ميډالونو په ويش کي دبده مرغه کوم پښتون هم وجود ندرلود، او برسيره پردي يو څه ماشومان او ښځې هم د ايساف او هم د طالب ځانمرګي بريدو کې وژل شوي وو. او په تهران کې د افغانانو د اعدام غوغا هم ګډه وه.
دا ټولې پيښې روانې وې په ذهن مې بې دريغه فشار وو. على کل حال، د تهران د سعادت اباد په ښارګوټي کې يوڅه دوستانو دعوت راکړ- نو آدرس پسې ګرزيدلم. دوه درې دقيقې يو ځاى د يوې ناجوړې ودانۍ چې کار پکې روان وو نزدي ودريدلم نو د پښتو ټکي مې تر غوږو شول، پاس مې وکتل چې پنځه ځوانان ولاړ ول. ومې پوښتل افغانان يئ؟ يوه جواب راکړ او وويل هو! رنګونه تک تور او لمر وهلي ځانونه يې رامعرفي کړل چې د هلمند او قندهار ول. د آدرس مې ور څخه وپوښتل، خيردى اوسي لارښود يى راته وکړ او بيا مې ورته وويل دا کارونه خو په کابل کې هم ډير دي ولي هلته نه ځئ؟ هغه يو چې پکې مشر وو ويې خندل او ويې ويل باره دانو سوال دي چې ته يې کوى؟ نو زه هم پوه نشوم چې دده مطلب به څه وو. د خداي په اماني موسره وکړه او يوبل ته موسکا شو.
بله ورځ بازارته نورودوستانو سره ولاړو، يو لدوي څخه غوښتل چې د خپل ماشوم لپاره بايسکل راونيسي. ددو د بايسکل خريداري لګ وخت ونيوه. مازديګر وو، نو ما د دوکاندار څخه وپوښتل چې د اوداسه لپاره ځاي لري او کنه؟ نو هغه شاته دروازه را خلاصه کړه او راته وويل د حويلۍ آخر ته د اوداسه ځاى دى. دلته مې دوه ځوانان وليدل چې دوى د بايسکل دپُرزو په يو ځاي کولو بوخت او بايسکلونه يې توليدول. نوپه فارسي ومې پوښتل ايا افغانان ېي؟ رنګونه يې زيړ شول فکر يې وکړل چې ولا لکه چې ګيرشول؟ نو ما ورته وويل ورخطا کېږئ مه – هسي پوښتنه کوم، زه هم افغان يم، ماوويل! نو په ډيره ورخطايې يوه جواب راکړ او وويل وروره ولا چاته ويلاي نشو چې پښتانه يو کنه مشکلات راته جوړوي.
نن په افغانستان کې د سلوزرو زيات پاکستاني او ايرانيان په لوړو معاشونوخارجي او داخلي مؤسسوته کار کوي، او داسي په زړوره په کابل کې ګرزي لکه دوي چې کوربه وي او مونږ مېملمانه، مګر زمونږ ځوانان ددوي په ملکونو کى يا افغانان يوبل ته ځانونه هم نشي معرفي کولاى.
نو ما د ځان سره فکر کاوه چې دا تنکې ځوانان چې د سري غرمې لاندي په ايران کې خټګري، سوال، خيرات، سپيلني، او نور داسي سپک يا سخت کارونه ترسره کوي او د مکتبه محروم شوي داسى څوک يا مؤسسه نشته چې ددوى د حقوقو دفاع وکړي؟
په افغانستان کې په زرهاو مؤسسې بې ځايه پيسې مصرفوي! د افغانستان حکومت ددې توان نلري چې دبهر مېشتو افغانانو د حقوقودفاع خو څه کوې چې پدې ورځوکې ايران ددرې زرو افغانانو د اعدام حکم هم صادر کړى وو، او افغان حکومت چپه خوله ناست وو. او د کرزي ماڼۍ دايران حکومت نه ريالونه او تومن، نه بلکې پونډونو بارکړي وو، د ايران ددې ناوړه حکم په مقابل کې افغان حکومت کوم خاص عکس العمل هم ونه ښود. د افغانستان سفارت په ټولو حقايقو خبراو خپلې سترګې يې پټې او خولې يې تړلې چې نه بادا ددوى چوکۍ په باد لاړه شي. خير دابه هم ومنو چې څوک معاش درکوي په هغه اعتراض هم نشې کولاى.
ايا حکومت داهم نشي کولاى چې ددې لس زرو مؤسسو څخه يوې مؤسسې ته د هيرشوو افغانانو د مشکلاتو په باب معلومات او دې ته يې اړکړي چې په بهرکې مېشتو ځوانانو ته کارونه او ددرس زمينه سازي، او ددوى د حقوقو ددفاع لپاره يو څو مدافع وکيلان ونيسي؟ د خفګان ځاى دادى ،چې دې مسئلې ته څوک مسئله هم نه وايي او نه دوى ته کومه سياسي يا دنياوي ګټه لري. د افغانستان هر ديپلومات، سياستمدار، تاجر، مولوي، ملا، شتمن، د افغانستان خاوره او افغانان يې د خپلو شخصي ګټونه داسې قربان کړل لکه د پاکستان د حلالۍ ګاومېښې به چې په هره کوڅه کې را چپه وې، څوک به يې غوښو او څوک به يې پوستکو ته چمتو ولاړ ول. پښتنو خداى ته وګورى رازى چې ځانونه جوړ کړو والله ټول ګرم يو. خداى ج هم والله که درکې تغير راولي ترڅويې چې موږ پخپله داتغير عملي نکړو.