زړګۍ له مينې ډک مې بې پيسو راوړی دی په څو يې رانه اخلې ما په څو راوړی دی ارزان مې دی درکړی اوس جانانه پيښيمان يم په ښار کې به در مړ شي ما له غرو راوړی دی ستا مينه کې بد نام يم د منصور قاتلان راغلل دا سر مې ځکه دار ته په اوږو راوړی دی دا څرنګه نغمې دي چې له خوبه ويښوي مې ستار ته لکه تار يې له کمڅو راوړی دی دا پيغلې غيرتي مو لکه ژڼي دي ،مغوله بری خو مې ميوند ته په ټپو راوړی دی داڅومره پر ماګران يې چې په زړه کې مې اوسيږې ستا ناز لکه رانجه مې پر ليمو راوړی دی فرهاد يمه شيرينې په تصوير پسې د ګرځم غيرت د عاشقۍ مې په تيشو راوړی دی
وروستي