ډاکتر ايمن الظواهري

یو امریکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي دي ،چې دایمن الظواهري ګانده به له ستونزو او کړاوه ډکه وي دا دالقاعدې لخوا دبن لادن دځایناستي  دټاکنې په اړه دامریکایانو لومړنی پیچلې غبرګون و. رښتیا هم دالقاعدې صعودي اونزولي  ګراف ته وګورو ډیری کسان يې اوس هم پر شتون شک کوي او وايي که چیرې وي هم نو دا لوبه امریکایانو دخپلو ګټو دپاللو په موخه جوړه کړې ده .
له افغانستانه ، چې کله روسان ووتل نو دازادۍ جنګیالي ،چې پاکستان ته دلویدیزو هېوادو پر ویزو راوستول شوي وو، ډیر ژر پر ترهګرو واوښتل دا بیله کېسه ده ،چې څرنګه افغانستان دنورو په لمبو کې لولپه شو اوس ،چې القاعدې  دخپل ځایناسي خبره غوڅه کړه او ایمن الظواهري يې دخپل مشر په توګه وټاکه  . په څرګنده خو بن لادن او الظواهري مۍ او وریجي وې خو خپلمنڅي اختلافات يي له شنونکو پټ نه و ښه بېلګه په منځني ختیځ کې دستونزو په اړه د دواړو د دریځ اختلاف درواخلئ .
ډاکتر ایمن الظواهري دسترګو  ډاکتر دی  په مصر کې يې د جماعة الجهاد الاسلامي په نوم ډله رامنځته کړې وه د انور السادات له ترور وروسته ونیول شو پر شپږ کاله بند محکوم شو ، چې کله له زندانه راووت  دکار لپاره سعودي ته ولاړ  داسلامي ډلو کارپوهانو الظواهري ته دبن لادن دښي مټ  په سترګه کتل او ډیری خو لا وايي ،چې دسپټمبر دیولسم پېښې د ده نوښت و . دنوموړي نوم له بن لادن سره غاړه غړۍ و او نوم يې دهغو 22 کسانو په نوملړ کې و ،چې په 2001 ز کې اعلان کړې او هڅه ېې کوله ، چې ژوندي ېې ونیسي .
راپورونه وايي  الظواهري دوروستي ځل لپاره دافغانستان په سویل ختیځ خوست کې لیدل شوی دی  خو له دې وروسته ېې  څرک ورک شوې دی .
ځینې سرچینې وايي ددې شونتیا شته ،چې بن لادن  شمالي افریقا ته تښتیدلې وي ، خو خپله امریکايي چارواکي وايي نه نوموړې اوس هم ډیورنډ کرښې ته څیرمه دپاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې پټ دی . ځینې راپورونه داسې هم شته ، چې الظواهري په روسیه کې هم شپږ میاشتې زندان تېر کړی دی او پردې تور زنداني شوې و ،چې په چیچن کې يي روسانو ته سردردي پیدا کړې وه ، خو چې څرنګه خوشي شو، پردې نو موږ نه پوهیږو .
دسپټمبر له پېښووروسته دحرکة الجهاد الاسلامي مشر ډاکتر ایمن الظواهري دهر چا دژبې پر سر شو او دا ګوته ورته ونیول شوه ، چې دا خو ټول دهمدې دپلان او نوښت  دی ،چې له امریکایانو يې په رڼا ورځ لور او لودن ورک کړ
له 1985 ز راوروسته الظواهري له بن لادن سره یو ځای کار پیل کړ او په افغانستان کې يي دجنګیالیو روزنې ته پښه ټینګه کړه ان چې خبره دا شوه له همدې بیچاره هېواده يي نوره  نړۍ هم ګواښله هماغه و ،چې امریکا دالقاعدي دڅپنۍ په موخه  دې سیمې ته خپل سرتیري رامارش کړل .
راځې په لاندې کرښو کې به دالقاعدې دنوي مشر په اړه څه ولولو امریکا خو په لسو کلنو کې له بن لادنه ځان بیغمه کړل اوس به وګورو ،چې دا څومره وخت ونیسي .
دایمن الظواهري زوکړه :
ایمن الظواهري په 1951 ز کې دپلازمینې القاهرې په حي المعادي کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي. هغه مهال په دې کلي کې بډایه او بانفوذه وګړي اوسیدل پلار يې دخپل وخت مشهور ډاکتر محمد الظواهري دی نېکه يې دالازهر مشهور شیخ محمد الظواهري دی دمور له اړخه يې نېکه مشهور سیاستوال او لیکوال عبدالوهاب عزام دی ، چې ورور يې عبدالرحمن عزام دعرب لیګ لومړنی عمومي منشي دی .ماما يې عزام امین نومیږي په اروپا کې داسلامي ټولنې په نوم  دیوې موسسې مشر دی بل ماما يې محفوظ عزام دی او په مصر کې دکارګر ګوند مرستیال دی .
ایمن الظواهري په دیني چاپیریال کې راستر شوې دی او له کوچنیتوبه يې له مسجد سره لېوالتیا درلوده او په مسجد کې به يي دمشهور دیني عالم سلاکار مصطفی کامل ویناوو ته غوږ نیوه  ، له لوست سره ېې مینه وه  هماغه مهال به هم ګوښې ګرځیده دومره ډیر ملګري يې نه درلودل سره له دې ،چې ایمن الظواهري په 1979 ز کې دخپل واده ترتیبات په کانټیننټل هوټل کې نیولې وو، خو ټول پروګرام دده په خوښه له اسلامي اصولو سره سم ترسره شوې و .
ایمن الظواهري په 1978 ز کې پوهنتون ته لار وموندله او دالقاهرې پوهنتون څخه يې په جراحۍ کې ماستري تر لاسه کړه  وروسته يې بیا دطب په برخه کې نورې زده کړې په پاکستان کې ترسره کړې .دشلمې پیړې په اویایموکلونو کې يې دالجماعة الاسلامیة په رامنڅته کولو کې ونډه درلوده او دهمدې ډلې تر چتر لاندې دجماعة الجهاد په نوم بلې ډلې هم کار کاوه هغه مهال دده فکري ملګري مشهور فارمیسست امین الدمیري ، امام عبدالعزیز ، نبیل البرعي ، انجنیر محمد عبدالرحیم الشرقاوي ، خالد مدحت الفقي ، خالد عبدالسمیع ، محمد الظواهري او په پوڅ کې  ضابط عصام القمري و .

الجماعة الاسلامیة
د1981 /10 / 23 مه نېټه  دوخت حکومت ایمن الظواهري ونیوه وروسته بیا څرګنده شوه ، چې نوموړی  دیو پټ سري تنظیم مشر دی ،چې په 1968 زکې جوړ شوې و او پر مشرۍ سربېره يې نوموړی  دفکري او کلتوري برخې مسوول هم دی ایمن الظواهري دسید قطب له فکر څخه اغیزمن و او دخپل خوځښت لپاره يې  هم د سيد قطب له فکر ګټه پورته کوله  د1981 ز تر پایه حرکة الجهاد او جماعة الجهاد یوه ډله وه .
ایمن الظواهري ،چې له هماغه کوچنیتوبه يې  هر څه دقیق ارزول نوخپل حرکت يې هم پر څو ډلو ویشلې و ،چې که چیرې یوه ډله زیان ګوري یا زندان ته لیږدول کیږي ،چې نور هغه يې خوندي وي . دایمن الظواهري د تنظیم ځینې ډلې په دې توګه وې :
الجماعة الاسلامیة الطلابیة  دمصر په صعید ولایت کې وه او مشري يې کرم زهدي ته ورتر غاړې وه اسامه حافظ ، صلاح هاشم ، طلعت فواد قاسم يې نږدې ملګري وو، بله ډله دانجینر محمد عبدالسلام فرج وه نوموړې دانورالسادات له ترور وروسته اعدام شو دا هغه ډله وه ،چې دالسادات دترور چاره ورسپارل شوې وه مشهور ملګري يې عبود ، طارق الزمر ، حسین عباس ، یحیی  ، مجدي غریب او عطاء‎ رحیل و دريېمه ډله ېې دمحمد الرحال په مشرۍ وه نوموړې داردن هېواد و .
دا ټولې ډلې ټپلې په 1979 ز کې دعبدالسلام فرج په مشرۍ سره یوځای شوې د دویم ځل لپاره په 1980 ز کې دالشیخ عمر عبدالرحمن په مشرۍ سره یو ځای شوې دي . الظواهري دخپل پېر دنورو ځوانانو په څیر د1967 ز له ماتې څخه اغیزمن شو په دې جګړه کې مصر داسراییلو پر وړاندې له ماتې سره مخ شوې و نوموړی د (فرسان تحت رایة النبي ) کتاب کې کاږي :
په 1966 ز کې دسید قطب اعدام دهغه خوځښت لپاره یوه پیلامه شوه ، چې دجهاد له لارې يې داسلامي خلافت رامنځته کول غوښتل پردې سربیره الظواهري له ډاکتر صلاح سریة څخه هم اغیزمن شوې و  نوموړی دفلسطین و او په 1974 ز کې  په مصر کې دکودتا په تور اعدام شو دا رښتیا هم یوه انقلابي هڅه وه دوی غوښتل ،چې دزور له لارې حکومت ونیسي ، خو دمصر استخبارات پرې خبر شو او شنډه يې کړه .الظواهري ته نږدې ملګری یحیی هاشم و نوموړي څو ځلې هڅه کړې وه ،چې په مصر کې دسیاسي نظام پر ضد چریکي جګړه پیل کړي خو دا هر څه دهاشم پر ترور پای ته ورسیدل . بل ملګری يې عصام القمري و نوموړی له حربي پوهنتون څخه فارغ شوې و داسې ښکاري ،چې دواړو پریکړه کړې وه دانقلاب له لارې په مصر کې اسلامي حکومت ته لار هواره کړي . په الجماعة الاسلامیة  کې بل سړی امام عبدالعزیر نومیږي  او په 1992 ز کې  مشري هم ورترغاړې شوې وه نوموړی د (العمدة فی اعداد القوة ) کتاب لیکوال هم دی ، خو په نویمونو کلونو کې يي له الظواهري سره اختلاف راپیدا شو او تنظیم يي پرېښود .  
خپله په الجماعة الاسلامیة کې دا بحثونه تاوده شول ،چې ایا دعمر عبدالرحمن ولایت او مشري وړ ده او کنه الظواهري او القمري  له دې کار سره خپل مخالفت څرګند کړ او رفاعي طه ،چې یووخت يې له افغانستانه ددې خوځښت مشري هم کړې وه دعمر عبدالرحمن پلوي خبره دېته ورسیده ،چې رفاعي په 1997 ز کې استعفا ته اړ شو .

افغانستان ته تګ :
کله ، چې الظواهري په مصر کې له زندانه خلاص شو سمدلاسه يې د دندې موندنې په موخه سعودي عربستان ته مخه کړه او هلته يې د ډاکتر په توګه دنده ترلاسه کړه ، خو الظواهري په سعودي عربستان کې ډیر تم نه شو او دپاکستان له لارې  افغانستان ته د تګ پریکړه وکړه دیادونې ده نوموړی یو ځل په 1980ز کې پاکستان ته راغلې و.
کله ، چې الظواهري په افغانستان کې ځای پر ځای شو همدلته يې دخپلو مرستیالانو په مرسته دحرکة الجهاد دبیا رغونې چارې پیل او نوي تشکیل يې ورته جوړ کړ  همدا مهال د الظواهري نور ملګري هم افغانستان ته رامات شول ځکه په افغانستان کې هغه مهال د هر ډول روزنې او پلان جوړونې لپاره زمنیه وار له مخې چمتو وه .
په 1993 ز کې بن لادن او الظواهري  دواړه له افغانستانه ووتل او سوډان ته يې مخه کړه او یو شمېر ملګري يې یمن ته ولاړل دا مهال الظواهري هڅه وکړه ،چې خپل یو شمېر ملګري دنظامي عملیاتو په موخه مصر ته ورننباسي .
کله ،چې په 1996 زکې طالبانو په کابل کې دچارو واګې ونیولې  یو شمېر عرب جنګیالیو او مشرانو يې بیا افغانستان ته رامخه کړه دا نو افغانستان ته د ددې عرب جنګیالیو دویم ځل راتګ و او دوی له  فکري ، تنظیمي او سیاسي  اړخه ډیر بدل شوي وو په افغانستان کې يې د نړیوال جهادي حرکت دجوړونې اعلان وکړ ، خو کره خبره داده ،چې له 1993 ز راوروسته حرکة الجهاد په مصر یو شمېر نظامي عملیات پیل کړي وو دبېلګې په توګه د کورنیو چارو دپخواني وزیر ډګروال حسن الالفي تروراو دپخواني  لومړي وزیر عاطف صدقي دترور هڅه  .
خپله الظواهري ددې ډول کړنو مخالف وځکه دده له انده يې ګټه نه وه او د اوږدمهال لپاره يي  دستراتیژیک فعالیت مخه نیوله  داسې ښکاري ، چې الظواهري دخپلو مرستیالانو دفشار په پایله کې ددې کار اجازه ورکړه او دجماعت اسلامي يې سره سیالي کوله .
دایمن الظواهري تیروتنې
دالقاعدې دچارو کارپوهان پردې باور دي ،چې الظواهري عاجز او غلی سړی دی ، خو له خپلو مخالفینو سره يې ټکر رامنځته شوې دی او ځینو تېروتنو يي الجماعة الاسلامیة له ستونزو سره مخ کړې ده او شمېر نورو هغو ددې نږدې ملاتړي اړ ویستلې چې ورځنې خپله لار جلا کړي .
دبېلګې په توګه په 1994 ز کې دهغه پنځلس  کلن ماشوم اعدامول ،چې د  الجماعة الاسلامیه په اړه ېې دمصر حکومت ته معلومات ورکړي و داعدام پر مهال دماشوم پلار او یو شمېر نور لوړي پوړي غړي حاضر ووپردې سربېره په پاکستان کې دالجماعة الاسلامیة دلوړپوړي غړي اعدام ځکه نوموړي دخپل بند او دپوښتنو او ګرویږنو پر مهال داسې معلومات ورکړي و ، چې پر مټ يې دمصر حکومت په مصر ددې سري (پټ ) غړی عصام عبدالمجید ونیوه دیادونې وړ ده ،چې الظواهري خپله د1984 -1981 ز کلونو پر مهال زنداني شوې او داسې معلومات يې افشا کړې و ،چې دالجماعة الاسلامیة له مخې ډیر مهم او سري هغه بلل کیدل او له حکومت سره ېې دا مرسته وکړه ،چې عصام القمري ونیسي او بیا يي اعدام کړي .
منتصر الزیات ،چې په مصر کې دالقاعدې  دچارو مشهور کارپوه دی وايي : په 1985 ز کې له مصر څخه سعودي عربستان بیا پاکستان او بیا افغانستان ته دالظواهري دتګ لامل هغه رواني فشار ، چې دده داعتراف له کبله يې یو شمېر ملګري اعدام شول او ضمیر به یې تل ځوروه خو ده به په وار وار دا ویل :زه سخت وهل شوې او دا معلومات دزور پر وسیله له ما څخه اخستل شوې دي . کله ، چې الظواهري دبن لادن پر مشرۍ دیهودو پر ضد دنړیوالې جبهې غړیتوب ومانه نو دخپلو ګوندي ملګرو له نیوکې سره مخ شو دا مهال نو نوموړې اړ شو ،چې الجماعة الاسلامیة پریږدي .
له موضوع سره په تړاو کې دغه لينکونه هم وګورئ:
 رسنۍ: ايمن الظواهری د القاعده نوی مشر ټاکل شوی
الظواهری : امريکا دې يو نوي 11د سپټمبر ته انتظار کوي
بلغاريا په 1995ز کال کې دوه ځله کولی شول الظواهري ونيسي.