غزل

شورمې دځان واوريدزمانې ستا په رباب کې سوی  اسويلی  ومه  ﻻهو  وم  په  سراب  کې ليک د زړه په  وينو وم او ستا د ياد  غزل  وم خوب ومه له سترګو نه لويدم په اضطراب کې نورومه  سرور  ومه  سندره  ومه  سازوم عشقه ستا له طوره وريدمه په شتاب کې رنګ ومه خمار ومه مستي ومه مستي وم سپينه ترانه ومه  په شرنګ او په شراب کې جنګ  ومه  جلال  ومه  تعريف  درڼا  هم  وم نقش  وم د پتنګ دوزرونو په کتاب کې سره غوندې څپه وم درنګونو جزيره وم خور لکه نګهت ومه په بزم د ګلاب کې