
تقدس دې په ليمو کې، د څلورو کتابونو
عشق مې ستاله مخه زده کړ،نه له نوروکتابونو
طالبانو مې د سترګو،بوراګانو غوندې لوستې
د غنچو اودګلونو، په سمسورو کتابونو
شپه او ورځ دې يادومه،باب دمخ او باب د څڼو
څه په سپينو کتابونو ، څه په تورو کتابونو
دسپوږمۍپيغلې کوډګرې دوصال تاويز يې راکړ
چې يې پټ را نه ساتلی،ستا د ستورو کتابونو
ما د خيال په چاودو شونډو،د بوسې سندرې لوستې
ستا د ګرمو ګرمو شونډو د ټکورو کتابونو
ملايان به دې کافر کړي،منصوري غزلې وايې
لږ خو ﻻس واخله کاروانه،له سرزورو کتابونو