ارواښاد اسحاق ننګيال ته

چې خبر شومه په مرګ دځوان ننګیا ل
شوم غمګینه  زړه خفه شو بې مجا ل

داحساس تاثیر په قلب د هر شاعر وي
ستا وه ښکلی مرتبه د نازک خیا ل

د وطن ورانی هر چاته بې هیڅ نه وي
څوک په سره مرمۍ شهیدشي څوک په چال

دردونکې جنازه ډک له احساسه
خښوي د وطن ځوی دې بې مثا ل

تر ابده به وي ملاست په تفکر کي
دا زموږ د زړه همراز اسحاق ننګیا ل

ستا په مغز او تفکر کې اوس باقي دي
هغه شعر هغه نثر هغه خیا ل

پیرزو مشه داسې مرګ د چا دښمن ته
چې وطن یې ورته خوږ وي په هر حا ل

رب دې تاته جنتونه در نصیب کړي
مرتبه دې تل بلنده د کما ل

افغانی وطن تمام مرګی مرګی شو
بیا داغداره شو زړګی دې په ننګیا ل