غزل

ښکاري چې به وځي ستا کيسه زما له خياله پريوتله ټوله تلوسه زما له خياله   ته مې زړه ته راغلې خو جذبې مې ويښې نشولې بيرته راستنه شوله لمبه زما له خياله   ﻻر د شفق رنګي تغزل يې را نه ورکه کړه تاوه لکه مار شوه فلسفه زما له خياله   اوس پکې مسکۍ سترګې د ښکلي صنم نشته دي جوړه ده اوس لويه هديره زما له خياله   ته هم را نه هير شوې ځان مې هير جهان مې هير شولو هيره شوله ټوله زمانه زما له خياله