بلبل په خوله کې ترانې راوړې
د سوي زړۀ يې څو کيسې راوړې
پتنګ دی سر دسرو ګلونو پر سر
ورله يې د شمعې نه ګيلې راوړې
زما دا زړۀ په خپله پټه خوله کې
د ستا ديدن ته څه بها نې راوړې
زموږ د مستو پيغلو مستو سترګو
ستا انتظار ته اوښکې درندی راوړې
په چابه وي خوشالي اوڅوک ميلې جوړوي
چا د بل چا ميلو ته تشې کا سې راوړې
((پښتونه )) څوک به اتڼې او سيلونه کوي
د خوار مقبل کورته يی سرې جنازې راوړې
اديسه (دڅنار تر سيوری لاندی )
وروستي