سيال

« هغه ډېره ښکلې او مينه ناکه پېغله وه ، له مينې هم زياته خوشاله . خو تر ټولو هغه ناوړه شېبې وې ، چې هغې انځورګر ولېد ، پرې مينه شوه او واده يې ورسره وکړ . ده هم په خپلو له جوشه ډکو احساساتو ، زيار او زحمت له وړاندې په خپل انځور کې ناوې جوړه کړې وه .
هغه ډېره ښکلې او مينه ناکه پېغله وه ، له مينې هم زياته خوشاله ، ځلېدونکې او موسکۍ څېره يې لکه د هوسۍ تنکی بچی . هرڅه ته يې په مينه کتل ، خو يو اځې له هغه انځور يې کرکه کوله ، چې ددې سيال و . »
د ادګار الن پو له کيسو څخه