مسک عينک کرکټ لوبډلې د احمدشاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ وګټلو

 کابل ، ٢٧ ثور ۱۳۹۰

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور ښار کې د احمد شاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ پاى لوبه د مسک عينک لوبډلې ګټلو سره ددې سياليو  اتلولي خپله کړه.
دغه درې ورځنۍ سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتيا لوړولو او تجربو زياتولو په موخه د پاکستان په پېښور ښار کې په لاره اچول شوې چې ،پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هېواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عينک، سپين غر او بند امير) لوبډلو ګډون کړي وو .


ددې سياليو وروستۍ يا پاى لوبه دمس  عينک او بند امير لوبډلو ترمنځ ترمنځ درې ورځې مخکې پيل شوې وه او نن پاى ته ورسېده.
د پاى لوبې پچه يا ټاس د مس عينک لوبډلې وګټله او لومړى يې د بالنګ يا توپ اچولو پرېکړه وکړه.
 د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز)کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، ددوى له روري حامد تر ټولو زياتې٥١ منډې جوړې کړې.
د مس عينک لوبډلې له لوري محمد نواز ‌څلور او عزت الله د بند امير درې لوبغاړي وسوځول.
د مس عينک لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز) کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦١ منډې جوړې کړې او دغه راز يې پر بند امير ٨٩ منډې زياتې کړې.
د مس عينک له لوري د لوبډلې مشر محمد نبي ٩٠ او عزت الله ٥٦ منډې جوړې کړې.
د بند امير لوبډلې پخپل دويم وار ( اننګز) د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٢ منډې جوړې کړې، حميد ٨٠ او نواب ٦٩ منډې جوړې کړې.
دغه راز ددې لوبې د ګټلو لپاره د بند امير لوبډلې د مس عينک لوبډلې ته د ٢٠٧ منډو هدف وټاکه، چې د مس عينک لوبډلې د اوه لوبغاړو په سوځېدو  دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.


د مس عينک لوبډلې لوبغاړى محمد نبي چې په دې پاى لوبه کې يې ١١٥ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي يې هم وسوځول د پاى لوبې غوره لوبغاړى وګرځول شو.
د دې ټورنامنټ په پاى کې د کرکټ بورډ د غړي دولت احمدزي لخوا د مس عينک لوبډلې کپتان نوروز منګل ته د اتلولۍ جام  او نورو لوبغاړو ته يې مډالونه ورکړل.
د سپين غر لوبډلې لوبغاړى شهزاد محمدي چې په دې سياليو کې يې تر ټولو زياتې ٤٧٤ منډې جوړې کړې وې، د ټورنامنټ غوره توپ وهونکى ( بيټسمين)، د بند امير لوبډلې لوبغاړى او توپ اچوونکى عزت الله چې  په دې سياليو کې يې ٢٧ لوبغاړي وسوځول غوره توپ اچوونکى ( بالر) اعلان شو.
دغه راز شېر خان ښه ويکټ ساتونکى او نور علي ښه فيلډر اعلان شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش وويل چې په دې ټورنامنټ کې دوى ډېر ښه لوبغاړي لاسته راوړل. هغه زياته کړه ، هغه زلمي لوبغاړي چې په دې لوبه کې يې ډېره تجربه نه لرله، وکولى شول چې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره يو ځاى لوبېدو سره د هغوى له تجربو څخه ګټه پورته کړي او ډېر شيان زده کړي.
نسيم الله د انش د خيبر پښتونخوا ايالت دکرکټ د مسوولينو او د پېښور ښار له امنيتي مسوولينو مننه وکړه، چې ددې سياليو په ترسره کولو او دلوبغاړو دامنيت په ټينګولو کې يې بشپړ اقدامات کړي وو.
پاى.
 
 
About us: The Afghanistan Cricket Board is the governing body for the game of cricket in Afghanistan and an Asssciate Member of the Asian Cricket Council and Affiliate Member of the International Cricket Council.
Media Department:
Contact: Dr. Kamal Sadat.
E-mail: acb.media@afghancricket.af
Tel:  +93(0)799-13-50-50
         +93(0)778-13-50-50
         +93(0(700-14-50-50
         +93(0)706-11-46-94