دومينيك ستراوس كان

دنړۍ په کچه یو شمېر سیاستوال او چارواکي  دجنسي بې لاریو او رسواییو له  کبله  دخلکو له سترګو غورځېدلي دي ځینې رسوایۍ خو داسې وي ،چې  ددندې او شخصیت  پر حساب تمامې شي ، خو که ځینې بیا پر خپلو څوکیو پاتې شي نو له اخلاقي پلوه د درناوي وړ نه بلل کیږي . ځکه درسنیو پر مټ دهوس کېسې تر ډېره رسیږي او دتاریخ برخه  ګرځي . دنړیوال وجهي صندوق مشر او په فرانسه کې پخوانی  کمونست پلوه  وزیر سټراوس  کان  نه انګیرله ،چې  په هوټل کې پرېوې کارګرې  دجنسي تیري هڅه به ېې  ټول سیاسي ژوند تر پوښتنې لاندې راولي  .
ټولو دا انګیرله ،چې همدا سټراوس به  دفرانسې دولسمشرۍ په ټاکنو کې دنیکولا سارکوزي  ځایناستې وي  .
دلته به غوره وي ،چې دروهي ویبپاڼې  محترمو لوستونکو ته  په  لویدیز کې دمخورو سیاستوالو دجنسي بې لاریو او رسواییو شالید وړاندې کړو د سټراوس  کېسه  دخپل ډول ځانګړې نه ده له دې وړاندې  له جون کینډي ، بیل کلنټن ، بیرلسکوني نیولې  ډېر سیاستوال  دخپلو جنسي اړیکو قرباني شوې دي ځینو خو ېې سمدلاسه  خپلې دندې له لاسه  ورکړې دي  او هغه چې پاتې دي دخپلوولسونو اونړیوالو له  سترګو پرېوتې دي . 
دایټالیې  لومړی  وزیر بیرلسکوني  څو ځلې دقاضي پر وړاندې ودرول شوې دی او دا ثابته شوې ده ،چې نوموړی  جنسي  دوسیې لري  ، خو اوس هم دایټالیې دلومړي وزیر  په توګه پاتې دی .
په متحده ایالاتو کې هم یو شمېر ولسمشران  په نامشروعه جنسي اړیکو او له خپلو مېرمنو سره په خیانت  تورن شوې دي ،چې مشهور هغه ېې جون کینډي او بیل کلنټن دي . کینډي دمارلین مورنو  په نوم  له ېوې نجلۍ سره  دجنسي اړیکو پر درلودلو تورن شوې  او ترڅنګ ېې یوه بله  هم ده ،چې له مافیا او کنیډي دواړو  سره ېې  تودې اړیکې درلودې  .
دبېل کلنټن کېسه بیا دپیړۍ هغه ده نوموړي  په 1998 ز کې دسپینې ماڼۍ له یوې  مامورې  سره جنسي اړیکې درلودې  کله ،چې رسوا شو نو انکار ېې وکړ بیا وروسته  اړ شو ، چې له خپل ملته  د درواغو بښنه وغواړي . کلنټن ومنله ،چې له مونیکا سره دجنسي اړیکو له  کبله  زما ملاتړ او محبوبیت  ډېر راکم شوې دی بیل کلنټن  دوه ځل  لپاره دامریکا ولسمشر  و .
که دا لړۍ  ورپسې وغځوو اوږدیږي  اوس به راشو دنړیوال  وجهي صندوق  مشر ډومینیک سټراوس  ته ،چې څرنګه ېې په یوه شېبه کې هر څه له لاسه  ورکړل او دوه ورځې کیږي  ،چې په ګرده نړۍ کې  دخبرو دسر ټکی دي .
برتانوۍ ټایمز ورځپاڼه  کاږي : د ډومینیک رسوايي  دنړیوال  مالي سیستم لپاره  ټکان ورکونکې هغه ده او کېدای شي په فرانسه کې دسیاسي تګلورو دبدلون  لامل هم وګرځي .
دومینیک  د1949 ز داپریل پر 25  نېټه  دپلازمینې پاریس  په نويي سور سین  پرمختللې  سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي ، کورنۍ ېې له  اره یهودۍ  ده ، خو نوموړي  خپل ټول عمر دالمغرب  په سویلي ښار اغادیر کې تېر کړې دی . د1960 ز دمشهورې  زلزلې له کبله ېې کورنۍ له اغادیر څخه  ووتله  .
دومینک  خپلې لوړې  زده کړې  دسیاسي علومو په انسټیټوټ کې  بشپړې کړې دي  او له همدې ځایه ېې  داقتصاد او سیاست  ډیپلوم تر لاسه کړ ې دی وروسته  ېې دسوداګرۍ او ادارې  په برخه کې  له بل انسټیټوټ څخه  بل سند هم تر لاسه  کړ ،چې وروسته بیا ددې جوګه شو، چې په سیاست  او اقتصاد کې دوکتوراه  تر لاسه  کړي .
په 1977 ز  دومینیک  دفرانسې په شمال ختیځ  ولایت لورین  کې  داقتصاد داستاد په توګه  دنده تر لاسه  کړه او تر 1980 ز پورې همدلته  و بیا پلازمینې پاریس ته ولیږدول شو او دلته ېې په نانتیز پوهنتون کې  استادي وموندله  څه موده وروسته  ېې بخت رابیدار شو او مشهور سیانس بو انسټیټوټ  ته ېې لار پیدا کړه او دلته ېې تدریس پیل کړ .
دتدریس ترڅنګ دومینیک دسیاست او څیړنو نړۍ ته مخه  کړه او دتېرې پیړۍ په اویایمو کلونو کې  دسیریس په نوم یو څیړنیز مرکز ته ولاړ دې مرکز دکمونېستي تربیې په اړه څیړنې او پلټنې کولې  په همدې مرکز کې له لیونیل جوسبان ،چې وروسته  بیا لومړی وزیر شو وپیژندل ،چې وروسته  بیا خواږه ملګري  هم شول .
ډومینیک تر ډېره له ډډه کوله ،چې کوم سیاسي منصب  تر لاسه  نه کړي  ټول پام ېې اکاډیمیکو چارو ته و کله ،چې په 1981 ز کې فرنسوا میټران  دفرانسې ولسمشر شو  ده بیا هم دکومې څوکۍ له منلو نټه وکړه ، خو دخپل ګوند په لیکو کې ېې فعالیت کاوه . وروسته  ېې بیا د( یهودیت او کمونیزم ) په نوم خپله  ډله او ټولنه  جوړه کړه  او په 1986 ز کې وتوانېده ،چې د لومړي ځل لپاره پرلمان ته لار ومومي  وروسته  بیا په 1988 ز کې  له فال دواز  حوزې  څخه  پارلمان  ته ولاړ  ،چې دا ځل د اقتصادي  کمیسون مشر هم شو .
په 1991 ز کې  دلومړي  ځل لپاره د صنعت او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر شو کله ،چې په 1993 ز کې  کمونستانو واک  له لاسه  ورکړ نوموړې  بیرته  راوګرځید او دصنعت او سوداګرۍ په برخه کې ېې ګوندي فعالیت بیا پیل کړ په 1995 ز کې ېې له مشهورې  فرانسوۍ  خبریالې  آن سینکلیر سره واده وکړ .
په 1997 ز کې  د ډومینیک ملګری لیونیل جوسبان  واک ته ورسید نوموړی  ېې دمالیې او اقتصاد د وزیر په توګه  غوره کړ او تر 1999 ز پورې  ېې دا مهم وزارت  سمبال کړ په 2002 ز کې  جاک شیراک  واکمنۍ ته  لار وموندله   او کمونستانو په پارلمان کې خپلې څوکۍ له لاسه  ورکړې  ، خو ډومینیک بیا هم پارلمان  ته لار وموندله  او داپوزیسیون  په سرخیلو کې شمېرل کېده . په فرانسه کې دولسمشرۍ  دوروستیو ټولټاکنو پر مهال  نږدې وه ، چې دسارکوزي  دسیال په توګه  رامنځته شي ،خو ګوند سیګول روایال غوره کړ  .
ډومینیک د 2007 ز  دجولای  پر 10 مه نېټه  دنړیوال وجهي صندوق  دمشر په توګه  غوره شو .
د رسوایۍ  نوې کېسه  :
په نیویارک  کې ټایمز سکویر  ته څېرمه  د ( سوفیټال ) مشهور هوټل پروت دی  X ( کارګره ) کېسه کوي  د2011 دمی 13 مه نېټه وه دجمعې پر ورځ  له ماسپښین  وروسته  ستړې ستومانه  وم  دهوټل ادارې راته  سپارښتنه  وکړه ، چې دهوټل هغه برخه  پاکه  کړم ،چې دنړیوال وجهي صندوق مشر ډومینیک سټروس په کې دېره و لګیا وم ناڅاپه مې ډومینیک ولیده ،چې تشناب ته ننوت  دوه دقیقې به تېرې نه وې ،چې نوموړې  لوڅ لپړ راته  ولاړ  دی او هڅه  کوي ، چې ځان راپورې  وموښي  بیا ېې هڅه وکړه ، چې په زوره مې له ځان سره دخوب خونې ته روانه کړي  زور  مې وکړ ، چې ځان ورځنې خلاص کړم ، خو ونشوه چیغه مې کړه او په زوره مې  په سینه کې ټیل وهه  نور مې دېته ونه کتل ،چې  نوموړي  ته څه ورپېښ شول سېده ولاړم  دهوټل اداره مې خبره کړه ،چې کېسه داسې ده هغوي هم سمدلاسه  دنیویارک  پولیسو ته زنګ وواهه  لس  دقیقې وروسته  پولیس راورسیدل  او سیده هغې برخې ته ولاړ ، چې ډومینیک په کې  دېره و کوټه تشه پرته وه او نوموړي  پښې سپکې کړې  وې ان دومره ورخطا و ،چې خپل ګرځنده ټیلفون  و او اړین څیزونه ېې هم هیر کړي وو . دپولیسو ویاند براون  وايي : موږ سمدلاسه  دجون کینډي نړیوال  هوايي ډګر ته مخه کړه  او فرانسې ته روانه  الوتکه مو داسې مهال ولیده ،چې پرواز  ته نږدې وه امر مو وکړ ،چې  الوتکه  ودروې  ستونزه  رامنځته شوه  وروسته  ورپورته  شو او دنړیوال وجهي صندوق  مشر ډومینیک په VIP برخه کې ناست  دی  له الوتکې څخه دښکته امر ورته  شو نوموړي  کوم غبرګون ونه  ښود او له موږ سر ه راښکته شو دا لومړی  ځل نه دی ،چې پر ډومینیک دجنسي رسواييو او اړیکو تور لګیږي  په 2008 ز کې پرې تور ،چې له خپل واک ېې ناوړه ګټه پورته کړې ده او له خپلې یوې مامورې  سره  جنسي اړېکې ټینګې کړې دی    له پلټنو او څېړنووروسته  جوته شوه ،چې دا اړیکې د دواړو پر خوښه نیول شوې دي ، خو نوموړي  له خپلې مامورې  بښنه  وغوښتنه  .
ډومینیک  له 2007 ز  دنړیوال وجهي صندوق مشر دی او شنونکو او فرانسویانو دا انګیرله ، چې نوموړې  به  دسارکوزي  ځایناستې شي ، خو اوس ېې دې نوې ستونزې  ټول سیاسي ژوند له  ګواښ  سره مخ کړ  ډیری فرانسویان  ېې نه مني ،چې دومره مهم  سړی دې داسې یوه تېروتنه  کړې وي دنیویارک پولیسو ، چې نوموړې  زولنه  کړې و دده ګوندیان ېې راپارولي  دي او پر پولیسو ېې نیوکې کړې دی ،چې خبریالانو ته باید اجازه نه وه  ورکړ ل شوې ،چې دنوموړي  انځورونه  واخلي د ډومینیک سیاسي مخالفینو دنوموړي  دژوند  هره شېبه  څارله ان ، چې فرانس سوار  ورځپاڼې  پخوا کښلې و ،چې ډومینیک دبډایه خلکو په څیر ژوند کوي او  دېوې دریشۍ بیه ېې 35 زره  ډالره  ده  . ډومینیک په فرانسه  کې پر نوموړې  ورځپاڼې  عریضه  وکړه ،چې تر اوسه ېې دوسیه په محکمه کې ده 


د ډومینیک ددرغلۍ په اړه امریکايي  رسنیو کښلې دي : دنړیوال وجهي صندوق مشر  ، چې واشنګټن ته څېرمه  په داسې یو کور کې استوګن دی ،چې په 2007 ز کې ېې په  4 میلونه  امریکايي ډالرو رانیولې دی  دنوموړي خپله  میاشتنی معاش 37 زره ډالر دی  پردې سربېره ېې په پاریس کې یوه ماڼۍ رانیولې ده ،چې بیه ېې 6 میلونه  ډالره ده اوس داسې ښکاري ،چې دنوموړي  په ژوند کې دمړښت  په نوم څه نشته  ان خبره تردې راورسیده ، چې دهوټل پر یوې  بیوزله  کارګرې  ېې هم برید وکړ .
 
له 1946 ز  راوروسته  دنړیوال  وجهي صندوق  مشران  :

کېدای شي دانګلستان  پخوانی  لومړی  وزیر ګورډن براون  دنړیوال وجهي صندوق  دمشر په توګه وټاکل شي خو ډیویډ کامیرون ېې مخالفت  کوي .
دیادونې ده ،چې دنړیوال وجهي صندوق دمشر دکال 521 زره معاش لري .