څو ورځې وړاندې د جوزجان په ولايت كې د ماين پاكى د موسسى څو تنه بى گناه كاركوونكي ووژل شول ، په لومړى سر كې خو داسې انگيرل كيده چې ګوندى دا كار طالبانو كړى ، خو اوس خبره څه ناڅه روښانه شوه هغه د طالبانو يو تن قومندان ملاصمد اخندزاده په پښتو انټرنتي پاڼو كې داسى ادعا لري (( د جوزجان ولايت په پيښه کې د 5 تنو ماين پاکونکو په وژلو كې طالبانو لاس نلري بلکه دا کار د جنرال عبدالرشيددوستم کسانو تر سره کړی دی ، دوي په دې بريد کې لاس نلري ځکه طالبانو د خپل حکومت پر مهال هم د ماين پاکۍ موسسو د کار مخه نه و نيولي او نه ېې هم اوس نيسي .
اوس نو خبره لكه د لمر په شانتى روښانه شوه چې جنرال دوستم د كرزى د حكومت د نسكورولو لپاره ملا وتړه ، ځكه جنرال دوستم شاو خوا يو مياشت مخكي كله چې اكبر باى د ترور په مسله كې دهغه كور امنيتي چارواكو محاصره كړى و ، بدمعاش دوستم ولس مشر كرزى ته ، د كابل امنيتي چارواكو ته او اكبر باى ته غيرى اخلاقي سپكي سپوري ويل ، او قسم يې وكړه چې كرزى ته به له دې وروسته خپل زور وښايم.
( پكه دا دى له بله سپكه ) اوس نو تاسې قضاوت وكړئ چې زمونږ د كرزى د حكومت فوځي ستر قومندان خپل پټ تروريستي كارونه شروع كړل ، نو گيله خو بيا له طالبانو ځكه په كار نه ده چې په ښكار د دولت ضد په وسله واله اپوزيسون كې واقع دي .
په شمالي ولايتونو كې ټولو ته چوته ده چې دوستم زيات شمير ټوپكوال لري او هر هغه كار چې زړه يې وغواړي هغه كوي ، او ښاغلي گوڼ ولس مشر ورته هك پك ګوري او هيڅ يې هم د لاسه نه كيږى .
په اخر كې كه د داسې اشخاصو پر وړاندې چې خپل تروريستي اعمالو سره زمونږ بي گناه هېوادوال وژنى او بيا هم د كرزى حكومت ورته په رڼو سترگو گوري ، فكر كوم چې حالات به ورځ په ورځ په خرابيدو شي ، او كيداى شي چې يو زيات شمير مظلوم او با احساسه هېوادوال د كرزى په حكومت كې د غلو ، ټوپكوالو او قاچاقبرانو د لاسه له افغانستان څخه كډى په شا كړي
وروستي