منثور شعر او منظوم نثر
دادبي اصطلاحاتو مسأله

کله چې ما د راحت زاخېلي د ( سين چپې چپې ، اباسين چپې چپې ) لنډه کيسه ولوستله د هغې له شاعرانه ښايست څخه دومره زيات متأثر شوم ، چې له اکثرو شعرونو څخه مې دومره خوند نه دی اخېستی .
په دې وخت کې مې د لوی استاد خبره په زړه کې وګرځېده ، د پښتو د مفکر او نقاد شاعر ګل پاچا الفت د نثر په باب يې کړې وه . لوی استاد ويلي و، چې د الفت له شعر څخه يې د ده نثر زيات خوښيږي .
له دغې يادونې څخه د لوی استاد مقصد داو ، چې د الفت نثر هم د ده د شعر په شان ارزښت لري . دا خبره د راحت زاخېلي ، الفت ، حبيبي ، شپون ، تږي او نورو شاعرانو په باب هم کولای شو ، چې د هغوی هنري نثزونه ډېر ځله د هغوی له شعرونو نه زيات خوندور دي . زه په خپله د شپون له طناز نثر ( يعنې له طنزه ډک نثر ) څخه د هغه د شعر په نسبت زيات خوند اخلم ، که څه هم دهغه ځيني شعرونه د ډېرو ښو شاعرانو له شعرونو سره په لومړي کتار کې دريږي . د منشي احمد جان د ( آدم درخانۍ ) نثر په خپله ښکلا کې د درخانۍ له ښايست نه کم نه دی .
د ( روه ) په سيمه کې ډېر نثر ليکونکي شته ، چې د هغوی د ليکنو خواږه او پاسته الفاظ ، مينځلي ژبه ، لطيف خيال ، هنري تصوير ، او کيسه ييز سبک زړه وړونکی شاعرانه رنګ لري .
اوس پوښتنه داده ، چې دغسې خوندور او ښکلي نثرونه ، چې د هنر په تله کې له اکثرو شعرونو څخه زيات وزن لري ، مګر موزون نه دي ، په څه نامه ياد کړو ؟ زما په پوهه دلته د سېسټم مسأله رامنځته کيږی .
ادبي اصطلاحات هم تر يوې اندازې د بديعي ادب په شان د انفرادي ذوق تابع پاتې شوي دي . داسې کسان شته ، چې په شعر کې يې حکمت او فلسفي مفکورې خوښيږي ، ځيني په شعر کې له پند او وعظ څخه خوند اخلي ، څوک حماسه خوښوي ، او ځينی هم مينه ، تصوير او داسې نور .
که موږ بديعي ادب د هنر توک بولو ، نو بيا هلته د يوه اثر هنري ارزښت د معيار په توګه ټاکل کيږی . په دې صورت کې د سرمحقق زلمي هېوادمل دا خبره اعتبار لري ، چې وايي : « يو منظوم اثر چې شعريت ونه لري په ادبياتو کې د مطالعې ځای نه لري . »
دلته د سېسټم موضوع مطرح ده ، په دې ډول : بديعي ادب ( چې له اخلاقي ادب سره توپير لري ) د هنر له ډولونو څخه يو ډول دی . په دې اساس يوازې هغه ژبنی اثر چې هنري ارزښت ولري ، ادبي ګڼل کيږي . د همدې معيار له مخې ، موږ ځينو نثرونو ته چې هنري ارزښت لري لېکن د آزاد شعر په اندازه آهنګ نه لري ( منثور شعر ) ويلای شو . په همدې ترتيب ، هغه نظمونه چې وزن او قافيه لري ، مګر شعريت نه لري د ( منظوم نثر ) په نامه يادولی شو .
ځينی کسان وايي : « لا مناقشه فی الاصطلاحات » ، دا خبره خو په ساينس کې هېڅ جواز نه لري ، په ادبياتو او ټولنيزو پوهنو کې هم د اصطلاحاتو يووالی مطلوب کار ګڼل کيږي او لازمه ده ، چې د سېسټم په چوکاټ کې دغه کار سرته ورسيږي . که چېرې په ټولنيزو پوهنو او ادبياتو کې يوه اصطلاح په خاص مفهوم په کار وي نو بايد ، چې څېړونکی د څېړنې له پيل کولو خخه د مخه خپله اصطلاح په دقيق ډول تعريف او تحديد کړي . يو ځلي چې اصطلاح تعريف شوه بايد د څېړنې تر پايه په هماغه مفهوم استعمال شي او په دې توګه بايد د مغالطې او سفسطې مخه ونيوله شي .
دلته د ادب او پوهنې پوښتنه هم راولاړيږي . که په ساده ژبه ووايو ادب هنر دی مګر ادبپوهنه علم دی . ځينی کسان دغه موضوع په دې ډول بيانوي :
ادبيات دوې څانګې لري : يوې ته تخليقي ادب وايي او بلې ته تحقيقي ادب . په منطقي لحاظ يعنې د سېسټم له مخې ، دغه تصنيف اصولي نه دی ، ځکه په ( تحقيقي ادب ) کې ( ادب ) اصلي کلمه ده او ( تحقيقي ) يې توصيف دی . په داسې حال کې چې ( تحقيقي ادب ) اصلاً علم دی ( يا په واقعيت کې د علم کېدلو لپاره يو کوښښ دی ) نو ( ادب ) ورته نه شو ويلای . اوسنی تمايل دا دی ، چې ( تحقيقي ادب ) پر ځای د ( ادبپوهنې ، ادب پېژندنې ، ادبي څېړنې ) اصطلاحات استعمال شي .
ويل کیږي ، چې ادبپوهنه درې عمده څانګې لري : ادبي تيوري ، ادبي تاريخ ، ادبي نقد ( کره کتنه ) . د دې تر څنګ د ادبي مکتبونو ( ادبي مېتودونو ) سبک پېژندنې مسألې هم په ځانګړې توګه څېړل کيږي .
ادبي تيوري د ادب د منشأ ، ماهيت ، انکشافي يون ، ارزښت او غايې ( هدف ) په باره کې هر اړخيزه څېړنه کوي . ادبي تيوري ساينس نه دی ، بلکې د ليکوال له فلسفي دريځ او نړۍ ليد ( جهانبيني ) څخه رااقتباس کيږي . څرنګه چې د اکثرو ليکوالو فلسفي دريځونه يو تر بله توپير لري ، نو په ادبي تيوري کې د نظرياتو يووالی نه ليدل کيږی ، په داسې حال کې چې په ساينس کې د پوهانو تر منځ عمومي موافقه اساسي شرط ګڼل کيږی .
ادبي تاريخ له له ادبي تذکرې سره توپير لري . په ادبي تاريخ کې ليکونکی د ټاکلي معيار پر بنست د يوې ادبي حوزې ټولنيز ، اقتصادي ، کلتوري او سياسي عوامل چې پر ادبي جريان يې اغېزه درلودلې وي ، د خپل تاثير په تناسب شرح کوي او بيا د ادبي نهضت يا جريان ټېپيک يا ممتاز استازي معرفي کوي او استثنايي حالات او اشخاص هم له نظره نه غورځوي .
ادبي کره کتنه د يوه ادبي اثر پر هنري ارزښت باندې بې طرفانه بحث کوي ، ښه او بد اړخونه يې څېړي او زيار باسي په دې وسيله په لوستونکي کې اېستيتیک ذوق راويښ کړي او د ښکلي او بدرنګ د تميز معيارونه ورته بيان کړي . ادبي کره کتنه په بېرته پاتې ټولنو کې معمولاً ښه نتيجه نه ورکوي ، ځکه په داسې ټولنو کې يو سړی يا سپين چرګ دی يا تور چرګ دی ، برګ چرګان پکې نشته . ( ويل کيږي ، چې د يوه سياسي ګوند د يوه فراکسيون مشر ، څو ځلې سپين چرګ شو او په څو ځلي تور چرګ شو همدومره کافي وه چې د مقابل فراکسيون مشر اعلان وکړي : پلانی له نن ورځې وروسته سپين چرګ شو ، نه يې پخوا توره بڼکه درلوده اونه يې اوس لري . )
که ادبپوهنه ( يا علم ته ورته يو شی ) وي ، نو په علم کې شخصي حب او بغض ځای نه لري .په مجموع کې د ادبپوهنې او په خاص ډول د کره کتنې لانجې له دې څخه راولاړيږي ، چې ادبي آثار معمولاً د سم او ناسم ( صحيح او غلط ) په تله نه تلل کيږی ( ځکه دا د ساينس تله ده ) بلکې دوی د انفرادي ذوق په معيار ارزيابي کيږی او لاتراوسه د ډاډ وړ او منل شوې تله نه ده جوړه شوې .
ښايي دا به لويه بدبختي وي که ساينس د هنر قلمرو تر خپل کنټرول لاندې راولي او هنري معيارونه خپل ځای علمي معيارونو ته خوشې کړي . هنري تخيل انسان ته موقع ورکوي چې له وچ ، ترخه او ساړه ژوند څخه د څو شېبو لپاره ځان ګوښه کړي او د هنر په نړۍ کې مشغول پاتې شي .