علي خامني

علي حسيني خامني تر روح الله خميني  وروسته، ((د ايران د اسلامي جمهوريت )) دوهم  مشر دی. لکه څنګه چې د خميني او خامني په نومونو کې ورته والی دی، همدا راز  وروستی د خپل سلف په پله باندې پل ږدی او د خميني سياست پر مخ بيايي.
د ايران د چارو کارپوهان د دغه هېواد مذهبي مشران له دې امله ډېر نړۍ ته ګواښمن بولي، چې دوی يوازې مذهبي چارې پر مخ نه بيايي بلکې د نړۍ په ټولو مسايلو کې يې ځانونه دخيل بولي او حتی د اټومي وسلې د جوړولو خيال يې له سره نه دی وتلی.
د ايران چارواکي له دې امله خطرناک بلل شوي، چې د دغه هېواد هژمونيستي او پراختيا غوښتنې موخو ته د رسيدو لپاره،د دغه هېواد چارواکي او مشران  له هرې  وسيلې نه کار اخلي. له عربي هېوادنو څخه نيولي تر افغانستان، تاجکستان او پاکستان پورې  په ټولو سيمو کې خپل نفوذ ته پراختيا ورکړې اوپه دغه هېوادونو کې دومخی سياست پر مخ بيايي.
له يوې خوا ايراني اخوندي حکومت د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې ، په سيمه کې خپل کلتوري يرغل پيل کړی . د \" سه کشور فارسي زبان \" تر شعار ﻻندې غواړي ، تلويزيون ، بانک ، سياسي غونډې او .... داسې نورې پروژې رامخته کړي او دا هر څه د دغو هېوادنو د نورو قومونو د ﻻندې کولو او تر کلتوري ښکيلاک ﻻندې راوستلو په قيمت .  که موږ د افغانستان ، ايران او تاجکستان اتنيکي جوړښت ته زير شو ، نو يو هېواد هم  خالص پارسي ژبی هېواد نه دی ، که معيار د اکثريت قوم پر بنسټ وي نو بيا افغانستان خو پښتو ژبی هېواد دی .
 ايران هڅه کوي ، له دوو ﻻرو څخه په افغانستان کې خپل نفوذ پياوړی کړي ، له ستمي ، خراساني او افغانستاني ډلو سره د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې او له شيعه ډلو سره  بيا د مذهب پر بنسټ  معاملې کوي .په دې وروستيو کلونو کې په وارو  په افغانستان کې هغې وسلې نيول شوي، چې د دوی لخوا طالبانو سره مرسته شوې.
بايد ووايو، چې ايران اوس له عربي هېوادنو څخه نيولې بيا تر منځنۍ اسيا او مرکزي اسيا پورې ، دخپلې  نفوذ ساحې په پراخولو کې ډېر بريالی دی. د افغانستان د جمهور رييس له دفتره نيولې بيا په پارلمان او حتی د احصاييې په دفتر کې دوی خپل خلک لري. د افغانستان ميډيا هم زياتره د نا مطلوبه او ملي ګټو ضد کسانو په ﻻس کې ده. حتی داسې تلويزيوني چينلونه چې لګښت يې د امريکا د سنا لخوا ورکول کيږي، خو زياتره کارکوونکي يې دوهم معاش له ايرانه اخلي. له دې امله دا شکونه تصادفي نه دي، چې ځينې خلک وايي، چې امريکا او ايران په سيمه کې ګډ کار کوي.په بهر کې ايراني مهاجر زياتره دا خبره کوي، چې امريکا له ايران سره ډېره مرسته وکړه او د دغه هېواد دوه دښمن حکومتونه يې ورته نسکور کړل، چې يو يې د صدام حسين حکومت او بل يې د طالبانو واکمني وه.
بايد وويل شي، چې ايران په سيمه کې د خپل نفوذ له امله دومره ټيغ ( مغرور ) شوی، چې په اوسنۍ عربي نړۍ کې بدلونونه ټول د ايران د اسلامي انقلاب څخه الهام اخستل ګڼي.
که څه هم ايران په  تونس، مصر او ځينو نورو هېوادنو کې پاڅونونو پلوي کوي، خو په خپل هېواد دننه  بيا خلکو ته د ﻻريونونو او غبرګون اجازه نه ورکوي او يو زيات شمېر مخالفين يې په جيلونو کې اچولي.
د ايران مذهبي مشران دومره واک لري، چې جمهور رييس يې هم مخنيوی نشي کولی.
په دې وروستيو کې  دعلي خامنيي او ولشمسر احمدي نژاد ترمنځ  اختلاف  نور پر جنجال بدليږي. خامنيي ولسمشر ته  څو ورځې وخت ورکړی دی ،چې داستخباراتو دوزير حیدر مصلحي داستعفا دمنلو له پریکړې تېر شي  او کنه بیادې خپله استعفا ورکړي .
ولسمشر ته  نږدې سرچینه حجة الاسلام مرتضی اقا تهراني  وايي :  له ولسمشر سره مې ليدنه درلوده  او هغه راته  له خامنيي سره دخپلو خبرو په اړه وویل : خامنيي په ډېر ټینګار راته وویل دوه چانسه لرې  یا به دحیدر مصلحي دګوښه کولو له پریکړې تېریږي  او کنه بیا استعفا ورکړه.
د ايران مذهبي مشران ، له دې امله نړۍ ته ډېر ګواښمن دي، چې مفکورې يې د لومړۍ پيړۍ او وسله يې د يوويشتمې پېړۍ  دي .
تر دې څرګندونو وروسته موږ دا اړينه بولو، چې د خامنيي د ژوند په هکله هم مالومات وړاندې کړو:
علي حسيني خامني (1939 ز) په ایران کې  داوښتون  مشر او له دیني  مشرانو څخه  ګڼل کیږي  پردې سربېره ېې  ایرانیان  د( مسلمانانو ولي الآمر ) بولي .

زوکړه او ژوند

علي حسيني خامني  په 1939 ز کې دایران په مشهد ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې.   پلار ېې  ( ایت الله  جواد خامنيي )  نومېده او په  1986 ز کې  مړشوی دی.  پلار ېې  په مشهد کې له سترو دینپوهانو څخه  شمېرل کېده نېکه ېې حسین  خامنيي نومیږي  له اره داذربایجان دی او په نجف کې استوګن و  نوموړی  دمور لخوا دمشهور ایراني فیلسوف  محمد باقر له  لمسیانو څخه دی  .

خامنيي  په ېوې دیني او ساده کورنۍ کې راستر شوی دی د څلورو کلو به و ،چې  له خپل مشر ورور سره جومات ته د دیني زده کړو په موخه ولاړ،  بیا ېې لومړنۍ زده کړې  په یوې دیني مدرسه کې بشپړې کړې  له دې وروسته  بیا د ( سلیمان خان ) او ( نواب ) دیني مدرسو ته ولاړ او هلته ېې  عربي اداب ، منطق ، فقه ، اصول فقه  او فلسفه ولوستل  او هغه مهال ېې په مشهد کې له مشهورو استادانو لکه هاشم قزویني ، جواد اقاتهراني ، احمد مدرس یزدي څخه دا زده دکړې ترلاسه کړې  .
 علي خامني به د16 کلو و،چې د زده کړو دا دوره ېې په بریالیتوب  بشپړه کړه بیا د لوړو زده کړو ( لویه دوره ) له  مشهور دینپوه  المیلاني څخه پیل کړه . دې پړاو ایله دوه کاله وخت ونیوه او علي خامنيي  په عراق کې دشیعه ګانو له انده سپیڅلو ځایونو ته ولاړ  او دا زمینه ېې تر لاسه کړه،چې هغه مهال په نجف کې له مشهورو دینپوهانو څخه زده کړې ترسره کړي  ، پلار ېې ترې په ټینګه غوښتنه وکړه ،چې بېرته ایران ته راستون شي .
علي خامني په 1958 ز کې بېرته قم ښار ته راستون شو او په فقه او اصول فقه کې ېې دلوړو زده کړو لپاره ددې ښار علمي حوزې ( مدرسې ) ته ورغی  او له  بروجردي ، خمیني ، اقا مرتضی الحائري او علامه طباطبائي  څخه ېې ډېر څه زده کړل  وروسته بیا ورته ایت الله محمد علي رفسنجاني داجتهاد کولو اجازه هم ورکړه . کله ،چې ېې خپلې دیني زده کړې ېې پای ته ورسولې  دسیاست نړۍ ته ېې مخه کړه او دشاه په مخالفت ېې لاس پورې کړ او له هغو لومړینوکسانو شمېرل کېږي ،چې په ایران کې ېې دشاه مخالفت پیل کړی و کله،چې دوخت حکومت دخمیني دنیولو او شړلو پریکړه وکړه  دا مهال ېې پلار ته دسترګو کومه ناروغي  ورپېښه شوه علي خامنيي دخپل پلار دمرستې په موخه له قم څخه مشهد ته ولاړ ، چې له خپل پلار سره دژوند په چارو کې مرستندویه شي .
نوموړی  په 1964 ز کې مشهد ته راستون شو  دلته ېې هم څه وخت وروسته  له ایت الله میلاني څخه زده کړې پیل کړې اوترڅنګ  ېې نورو شاګردانو ته دفقهې او اصول فقهې  درسونه ورکول  پردې سربېره ېې یو شمېر نورې غونډې او ناستې هم جوړولې  دا مهال په ایران کې دشاه پر ضد دناارامیو اوجنجالونو څپه مخ په خپریدو وه  او دهېواد مختلفو پاړکیو په ځانګړې توګه پوهنتوني ځوانانو په لاریون کې خپله ونډه اخسته  . ددې کورني اړدوړ پرمهال  په ګرد ایران کې دعلي خامنيي په اړه خپره شوه ،چې دنظام سخت مخالف دی  اودشهرت خبره تر ډېره لیرې ولاړه .
سیاسي ژوند او مبارزه
علي خامني  له شاه رضا پهلوي سره خپل مخالفت  په 1952 ز کې پیل کړ دا مهال ېې په هر ځای کې دشاه پر ضد اورنۍ ویناوې کولې او د(نواب  صفوي خوځښت ) له لارې  خپل مخالفت ته  دوام ورکړ .کله ،چې نواب صفوي ومړ  علي خامنيي ېې پر مړینه سخت خفه شو اوداسې ېې انګیرله،چې هر څه پای ته ورسیدل . دنواب صفوي له مړینې وروسته  خمیني هم دشاه پر ضدمبارزه کړه  دا مهال نو خميني ته تر ټولونږدې اوباوري کس  همدا علي خامنيي و . نوموړي  له خميني سره ،چې دانقلاب درهبر په توګه پيژندل شوی و دانقلاب  دفکري خط په برابرولو کې ډېره مرسته  کوله  او داوښتون ( انقلاب ) لپاره ېې تیوري  جوړوله  .
خامني پوره کال دنظام مخالف و او په دې ترڅ کې ېې زندان او کړاو دواړه ولیدل  او د 1383 هـ په محرم کې زندان ته ولاړ له  زندانه ، چې راخلاص شو خميني ورته سپارښتنه وکړه ،چې ایت الله المیلاني دده یو پیغام یوسي او دخراسان نور دینپوهان هم دمحرم  په میاشت کې دشاه پر ضد لاریون  ته راوپاروي .
کله،چې له دې دندې راوګرځيد خميني ورته بیا سپارښتنه وکړه،چې پیرچند ښار ته ولاړ شي او هلته دحکومت ضد چارو باندې لاس پورې کړي هماغه و،چې خامنيي دپیرچندپه مسجد کې ویناوې کولې  د1963 ز کې ېې په پیرچند کې خپل مقتدیان لاریون ته راوبلل  او دلومړي وزیر ټاټوبی ېې دلاریون له کبله  ناارامه کړ دا مهال  حکومت دخامنيي دنیولو امر وکړ ، پلویانو ېې دغبرګون په توګه دزندان مخ ته راټول شول حکومت اړ شو ،چې نوموړی  مشهد ته ولیږدوي  هلته ېې په نظامي زندان کې له لسوورځوتېرولو وروسته بېرته خوشی کړ .
په 1963  ز کې خامنيي  پریکړه وکړه ،چې دخپلو یوشمېر شاګردانو په ملتیا دایران سویل ته ولاړ شي  نوموړي  له ځان  دحکومت ضد کړنو کړنلار درلوده ، زاهدان ېې تمځای و  همدلته ېې دشاه دنظام پر ضد ویناوې پیل کړې  او دشاه دحکومتدارۍ  چار دود ېې غانده هماغه و،چې  دزاهدان دپټوپولیسو(سافاک ) دصبرکاسه  ېې تر مورګو کړه او دده نیولو امر ېې وکړ نوموړی  دروژې  پر پنځلسمه ونیول شو او دهوا له لارې  پلازمینې تهران ته ولیږدول شو او دوه میاشتې ېې د( قزل کلا ) په زندان کې تېرې کړې .
په مشهد او تهران کې دحکومت مخالفینو دخامني د لیکچر غونډو ته مخه کړه. ده به دنظام مخالفینوته په تفسیر ، حدیث ،اسلامي فکر او فرهنګ  په اړه لیکچرونه ورکول  داځل  په پلازمینه کې دسافاک  لخوا څارل کیده  نوموړی  پوره یوکال ( 1966 ز ) له پولیسو څخه پټ ګرځیده هماغه ،چې یو کال وروسته ېې ونیوه
دخامني  سیاسي فعالیت اودلیکچر غونډې ددې لامل شوې ،چې  په 1970 ز کې ېې سافاک بیا ونیسي په 1969 ز کې په ایران کې دوسله وال خوځښت  نښې څرګندې شوې او ټولواک  دې پایلې ته ورسید ،چې دخامنيي په څیر شخصیتونه  له دې وسله وال خوځښت سره تړاو لري  هماغه و،چې نظام  او امنیتي ارګانونو په 1971 ز کې دپنځم ځل لپاره ونیوه اوزندان ته ېې واستوه .
کله،چې له زندانه راخوشی شو نوموړي بیا دتفسیر او عقېدې په اړه خپلوپلویانوته په پټه توګه لیکچرونه ورکول  او د( الامام الحسن او کرامت ) په مسجدونو کې ېې عامو خلکوته  تفسیر او حدیث بیانول ددې ترڅنګ په مشهد کې دمیرزا جعفر په مدرسه کې  هم ښوونه  پیل کړه .
د1974-1971 ز ترمنځ  دا مسجدونه او مدرسه دده دپلویانو او دنظام دمخالفینو پر ټولنځای بدل شول له همدې ځایه  دده شاګردانو نورو سیمواوښارونو ته  دخامنيي افکار لیږدول اوسوکه سوکه ېې  ددو ی له انده اسلامي انقلاب ( اوښتون ) ته لار هواروله .
خامني په 1974 زکې یو ځل بیا ونیول شو او دا ځل په انفرادي  بند محکوم شو او د1975 ز په مني کې له زندانه راخلاص شو او بېرته ېې خپل سیاسي فعالیت پیل کړ .
دټولواک له سقوط وروسته  خامنيي هڅه کوله ،چې دانقلاب موخې  تر لاسه کړي هماغه  و ،چې د (حزب جمهوري  اسلامي ) په نوم ېې سیاسي ګوند جوړ کړ  او هغه مهال ېې یو شمېر مشهور شخصیتونه  لکه بهشتي ، باهنر ، هاشمی رفسنجانی  او موسوی اردبیلی ېې دلارې ملګري وو . د1979 ز په مارچ کې  د دوی ګوند وتوانېده ،چې له مخالفو ګوندونوسره  پخه سیالي وکړي او دهغوو ملاتړ ېې وکړ،چې دانقلاب پلویان وو .

سیاسي څوکۍ :

دانقلاب  دبریاپه  کلونو کې  او له دې وروسته  خامنيي دالاندې دندې  ترسره کړې دي .

1 -  د دفاع مرستیال وزیر ( 1979 ز )

2  دسپاه پاسداران  مسوول ( 1979 )

3- په تهران کې دجمعې  دورځې  امامت (1979ز).
4-  ددفاع په  لوی کمیسون کې دخميني استازی ( 1989ز )
5- په سیستان او بلوچستان ایالتونوکې دسیاسي ستونزو دحل لپاره دخميني استازی  (1979 ز )
6- په اسلامي شورا کې د تهران استازی  ( 1979 )
7 – کله،چې په 1980 ز کې له عراق  سره جګړه ونښته  خامنيي دخميني په اجازه  څوځلې سویلي جبهو ته ولاړ او دخپلوسرتېروپوښتنه به ېې کوله  .
9  -  د1981 ز داپریل پر 26 مه  خامنيي  په پلازمینه تهران کې  دابوذر په مسجد کې دترور له پېښې سره مخ شو او سمدلاسه ېې دقلبي ناروغیو روغتون ته ولیږدول شو اوښي لاس ېې کار پرېښود.
10 – کله،چې دایران  دویم ولسمشر رجايي  ومړ  انقلابیانو علي خامنيي  دولسمشرۍ لپاره کاندید کړ هماغه و،چې نوموړي په  ټاکنوکې ونډه واخېسته او له 17 میلونو رایو څخه ېې  16 میلونه راېې وګټلې  او په 1981 ز کې دایران  درېیم ولسمشر شو اوخميني  دولسمشر په توګه دده فرمان لاسلیک کړ .
علي خامنيي د دویم ځل لپاره بیا دایران دولسمشر په توګه وټاکل شو او له 1989- 1985 ز پورې  ولسمشر شو دنوموړي  دواړه دورې  له  خپل ارزښت څخه برخمنې وې او حساسې شمېرل شوې وې ځکه له عراق سره جګړه تېره شوې وه او نظام  له ډېرو ستونزوسره مخ و  له جګړې وروسته د بیا رغونې چارې پیل شوې وې پردې سربېره یو شمېر نورې  له ګواښه ډکې پېښې هم رامنځته شوې ،چې دانقلاب  دا پړاو ېې ډېر حساس کړی و خامنيي دخميني په سپارښتنه او امر  څو نورې دندې هم ترسره کړې دي .
10-  دانقلاب  دلوی کمیسون دفرهنګی چارو رېېس 1981
11-  دهېواد دستروتګلارو دکمیسون مشر 1987 ز
په ایران کې ولي فقیه  ( لارښود) صلاحیتونه ډېر دي  ،خو مشهور ېې داساسي قانون د 110 مادې له مخې په دې توګه دي :
1- دایران داسلامي جمهوریت لپاره  عامه تګلار جوړول .
2-  دوسله والو ځواکونو مشري .
3-  دجګړې اوسولې  اعلان .
4- دټاکنې او ګوښه کولو صلاحیت :
أ-  دخبره ګان مجلس  ټاکنه او  ګوښه کول
ب- په قضايي چاروکې  دلوی مسوول کس  ټاکنه او ګوښه کول .
ج- درادیو او تلویزون لوی  رېېس  ټاکنه او ګوښه کول .
د- دلوی درستیز ټاکنه اوګوښه کول .
هـ- دسپاه پاسداران دځواکونو دمشر ټاکنه او ګوښه کول .
و- دوسله والو او کورني امنیت  دمشرتابه  ټاکنه او ګوښه کول .
5-  د درې ګونو قواوو ترمنځ  داختلافاتو لیرې کول .
6-دولس لخوا دولسمشر له ټاکل کېدو وروسته  دولسمشر دلوړې اداء کولو فرمان لاسلیکول .
7- دمحکمې او پارلمان  له پریکړې وروسته  دولسمشر له واکه ګوښه کول .