خوب مې الوتللی دی په غېږه کې ټال راکړه ساړه دی لګيدلی خپل سرنه دې شال راکړه راته وکړه نن کيسې دقاف دلوړو غرونو رسوه مې تر ستورو ، ښاپيريو بال راکړه بيا به زه ماشومه شم ژړا او واويلا به کړم په موسکامې نازوه په تندي نوی خال راکړه کرښې دﻻسونو مې رارنګ کړه په نکريزو ګوندې تقديرمې شي بدل يونوی حال راکړه اوس خووچه لښته يم که تاومې کړې ماتېږمه شينکی بوټی مې دبڼ کړه دسره نال راکړه ځولۍ مې ده نيولې نن ستا دعاګانو ته تعبير مې د خوبونو شه يوښکلی فال راکړه جرمني ، 14.03.2008
وروستي