په کابل او ګردېز کې د استاد روهي په نامه ځانګړي ( خصوصي ) ښوونځي پرانيستل شول

د جمعې په ورځ ( د کب 24 ) د پکتيا په مرکز ګردېز کې لومړنی ځانګړی ( خصوصي ) ښوونځی د استاد روهي په نامه پرانيستل شو . د پرانيستنې په مراسمو کې وتلي ليکوال او اديب استاد محمد آصف صميم ، پياوړي ليکوال او فرهنګيالي زرين انځور ، ليکوال او شاعر محمد حنيف حيران ، څېړونکي حميدالله محمد شاه اويو شمېر نورو فرهنګيانوګډون کړی و  . د استاد روهي ځانګړی ښوونځی ، چې د لېسې په کچه دی ، د استاد صميم او استاد انځور له خواد پټۍ په پرې کولو او د عايې په لوستلو سره پرانيستل شو . د يادونې وړ ده ، چې تر دې دمخه د کابل ښار په احمد شاه بابا مينه کې هم د لېسې په کچه د استاد روهي په نامه يو ځانګړی بېلګه يي ښوونځی د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ، چې  يو شمېر فرهنګيانو او د سيمې  اوسېدونکو او مشرانو ګډون په کې کړی وو ، پرانيستل شوی و .