د نښتر دوديزه مشاعره جوړه شوه

پرون جمعه د کب 24 مه د پکتيا په مرکز ګردېز کې دهېواد له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو شاعرانو ليکوالو ، فرهنګيانو او د شعر مينه والو په ګډون د نښتر دوديزه مشاعره جوړه شوه . تر مشاعرې يوه ورځ دمخه د پنجشنبې په ماښام له کابل ، ننګرهار ، کونړ ، لغمان ، کندهار ، زابل ، خوست ، لوګر ، وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو څخه د راغلو مېلمنو په ګډون د ګردېز په اصفهان هوټل کې د غزل ماښام په ترڅ کې شاعرانو خپل په زړه پورې شعرونه واورول او ورپسې د نعيم توري ښکلي غږ د ټنګ ټکور په ملتيا مجلس  ګرم کړ . د جمعې په ورځ مشاعره د سهار په نهو بجو دمولوي ګل مرجان له خوا د قران پاک د سپېڅلو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه او په پيل کې ډاکتر عبدالهادي حماس د پرانيستونکې وينا په ترڅ کې مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه . ورپسې  په لسګونو شاعرانو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه خپل ملي ، بزمي ، عشقي ، انتقادي  او مزاحيه شعرونه واورول ، چې له ډېر کلک هرکلي سره مخامخ شول .
د شعرونو په منځ کې له جرمني څخه فرهنګپاله شخصيت او د نښتر دوديزې مشاعرې مينه وال او ملاتړي  ښاغلي محمد امين بسمل د ټېلېفون له لارې خپل پيغام واوروه . تر شعرونو وروسته په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د جرګې مشرنامتو  ليکوال ، کره کتونکی او ژورنالېست محمد زرين انځور په اروپا کې د فرهنګيانو او کلتوري ټولنو په استازېتوب خبرې وکړې او د نښتر مشاعره يې د کلتوري ودې ا ويووالي په لار کې ارزښتمن ګام وباله .  ورپسې د پکتيا والي جمعه خان همدرد د خپلې وينا په ترڅ کې له مشاعرې څخه خپل تأثرات بيان کړل او دا ورځ يې په خپل ژوند کې يوه ډېره خوندوره ورځ وګڼله . همدرد همداراز په پکتيا کې د بيا رغاونې پر راتلونکو پروژو هم رڼا واچوله .
د مشاعرې په پای کې يوشمېر مډالونه ، ستاينليکونه او ډالۍ ووېشل شوې ، چې دهغې په ترڅ کې د ستر پوه استاد محمد صديق روهي مډال ځوان احسان الله درمل ته د ده د ژورو علمي او فرهنګي هڅو په وياړ ، د ستر ليکوال عبدالحی ګردېزي مډال ښاغلي اېمل مرجان ته د وېنډوز اېکس پي د پښتو کولو په وياړ ، د غازي ببرک خان ځدراڼ مډال پوهنمل محمد اسماعيل يون ته د ملي ارزښتونو په لار کې د بې درېغه سرښندنو په وياړ ، د ستر پوه استاد محمد صديق روهي په نامه بل مډال ښاغلي اسرار کريمزي ته د پښتو استوزګر ( مېسنجر ) جوړولو او د ژباړې پر ماشين د کار په وياړ او د ارواښاد ډاکتر محمد هاشم مصور مډال  ښاغلي عبدالاحمد محمد يار ته د افغاني فرهنګ په لار کې د لوړ همت او نه ستړي کېدونکي هوډ په وياړ ورکړل شول . همداراز په يو شمېر فرهنګيانو باندې د جمعه خان همدرد له خوا پنځوس لونګۍ او شپږ ډالۍ شوي ټيکري هم ووېشل شول .د مشاعرې غونډه د غرمې په يوه بجه پای ته ورسېده او پس له غرمې د محمد دين او زنګي خان تر منځ فې البديهه مشاعره او د نعيم توري په ښکلي غږ د ټنګ ټکور مجلس جوړ شو .