بغير دروح نه عمل نفع نه ورکوی


دیو حکیم وینا ده چه څوک اووه (۷) عملونه د اوو(۷) څیزونو نه بغیرکوی هغه دخپل عمل نه نفع نه بیا مومی۰
۱—دا چې په ویره عمل کوي خو بچ کیږی نه یعنی داسی خو وایی چه زه دالله تعلی دعذاب نه ویریږم خو د ګناهونو نه نه بچ کیږی نو دده داوینا دهیڅ کار نه ده۰
۲—دا چه دطلب نه بغیر دامید عمل وکړی یعنی دا خوووایی چه زه  دالله تعلی نه دثواب امید ساتم خو هغه دنیکو اعمالو په ذریعه نه طلب کوی او نه یی حاصلوی نو دده دا وینا به هم فایده نه ورکوی ۰
۳—هغه چه بغیرقصده دنیکو اعمالو کولو نیت وکړی خو په عملی طور دهغی داختیارولو اراده هم ونکړی دا نیت به هم ده ته څه فایده نه ورکوی۰
۴—هغه چه دعملی کوشش نه بغیر دعاء کوی یعنی دا دعاء خو وکړی چه الله تعلی ده ته دنیکی توفیق ورکړی خو په عملی طور محنت او کوشش ونه کړی دا دعاء به هم ده ته څه نفع نه ور کوی ده له پکار دی چه څه عملی محنت وکړی لپاره ددی چه الله تعلی ده ته توفیق ورکړی۰
۵—هغه استغفار دی چه بغیر له پښیمانتیا نه وکړی شی یعنی استغفرالله خو وایی خو په خپلو ګناهونو پښیمانه نه وی داسی استغفاربه هم ده ته څه کار نه ورکوی۰
۶—داچه دباطن نه بی پروا وی اوپه ظاهر کی ولګی یعنی داعمالو دظاهری اصلاح کوی خو دهغی باطنی آداب او شرایط پوره نه کړی نو دا یواځی ظاهر به هم هیڅ په کار نه راځی ۰
۷—دا چه عمل خو پوره محنت او کوشش سره وکړی خو د اخلاص نه بغیر یعنی ددی نه مقصود د الله تعلی رضا نه وی نو دا اطاعت او نیکی هم د هیخ کار نه ده محض نفسانی دوهکه ده ۰
                       نور بیا