غزل
یولمــــــــس ته دنظــــــر مې ضـــرورت لرې کنه
په مړو ستـــرګو کې اوس هم شــــرارت لرې کنه
راوړي مې مچکـــــو ته کاسو پســې کاسې دي
په تنګه خوله کــــــې دومره ســــــخاوت لرې کنه
تســـــــپې خو درنه شیــــخه بریتور وشـــوکولې
اوس بل کـــوم یو معـــــــــــیار دعبادت لرې کـــنه
مونږ توی شو څاڅکې څاڅکې دباران غوندې اشنا
ته هــــم لا له ډک زړه نه شــــــــــکایت لرې کنه
وږمــه يې کړه را چوپ ، ورکـــړه اوږدو څڼو ته څنډ
څــــــــــــه دم دناروغانو دالفـــــــــت لرې کنـــه
په اوښکـــــو که دزړه دغــــم وینــځل شو ناروا
(حسنه) دشـــــــرابواجازت لرې کــــــــــــــــنه
ډاکترحسن -لندن
وروستي