
سعودي عربستان
او ایران دسیالۍ ښه مخینه لري ، خو د منځنې ختیځ لاریونونه ددې ګواښنه کوي چې
سیالي او رقابت به پر ترینګلتیا او د سیمی
پر ویش بدله شي.
ډېري په دي اند دی چې په خلیج کې د نظامي ټکر جدي شونتیا
شته، چېرته چې د نړي یو پر پنځه برخه تیلو لیږد را لیږد له دی لاري کیږي.
له دري میاشتو
راهیسي عربی نړي په لاریونو پر سر رااخستې ده . داد عربانو سپرلي بللي شي، بیرته د فاراګیو – 1968ز سپرلي ته د خلکو پام ور ګرځوي
که دا لاریونونه د چکسلواکیا له لاریونونو
سره چه 40کاله پخوا تر
سره شوی وی پرتله کړونو د هغه وخت
لاریونونه ورته هیڅ ښکاري. د دومره زیاتی
پاملرنی سره سره چه دمنځنی ختیځ لاریونونو ته کیږی بیا هم دی لاریونونو د ډیموکراسی په راوستلو کی د پام وړ
موثریت نه دی ښودلی. موږ د سیمی ددوو جیوپولیټک
او لویو ځواکونو یعنی ایران او
سعودی عربستان تر منځ داړیکو د خرابوالی یو صعودی ګراف وینو.
د منځنی ختیځ دا
سړه جګړه دجاسوسي لومو په ایښودلو، د ناکره او بی لاري کونکو معلوماتو په ورکولو، په جعلی توګه دخلکو ته د
واک په ورکولو سره خپل اوج ته رسیږی
د سعودي یو چارواکی وایې: (سوړ جنګ یو حقیقت دي ) ایران په دې هڅه کې دي
چې سېمه کې خپل نفوذ پراخه کړي، د تیرو څو میاشتو ناکراري موږ دي ته نه پریږدي چې ارام کیښنواو د پیښو سپیناوی ونکړو.
د مارچ په
څوارلسمه سعودي حکومت خپلي شوبلي او پوځیان
د بحرین خوا ته وخوځول. د بحرین واکمنه کورنۍ له سعودیانو سره نږدي اړیکې لری، له دوی یې د
مرستي غوښتنه وکړه ،چې دلاریون دپراخیدو مخه ونیسي .
ایران
فعال عسکر: 523000
جنګې شوبلې: 1,612
جنګې الوتکي: 336
سېمه ییز ملګري: سوریه، حزب الله ، حماس
ایران ډېر زر
خپل ډول و ډنګوه. د ایران د پارلمان غړی روح الله حسینین له خپل حکومته غوښتی چې پوځ
ته د تیارسي امر وکړي، د پریس تلویزون په وینا ( زه په دې باوري یم چې ایران باید
پدي دوه زړې نه شی چې خپل نظامی ځواکونه
تیار کړی، ځکه چې سعودي وار له مخه خپل
سرتیري بحرین ته استولي دي )
په حقیقت کی د
خلیج د وروستیو کړکیچینو لومړي قربانی دوی ځوانی ډیموکراسي وي چه یویی دیمن سرحدی
هیواد او دوهم یی هم د بحرین هیواد دی.
په سېمه کې د نفوذ لپاره هڅې چې د سعودي او ایران تر منځ رواني دی ( پارس
خلیج- عربی خلیج)، د امریکا او مهمو عربو
ملګرو ترمنځ اړیکې ترینګلی کړي دي، چې له امله یې د تیلو
نرخونه درې چنده پورته ختلي دي. دې هڅو د امریکا او په عربی نړۍ کې د مشهورو
دیموکراسي غوښتونکو خوځښتنو پر اړیکو هم سېوري غوړولي دی .
سعودی
عربستان
فعال عسکر: 234,000
جنګي شوبلې: 565
جنګي الوتکې: 349
سېمه ییز
ملګري: خلیجی هېوادونه، مصر، سنی لبنان، د الفتح ګوند.
ډېري خلک اندیښنه لری، که وضعیت په
همدې ډول دوام ومومي ، خبره د ګواښ تر
پولو پوري رسیدلی شی.دوی په خلیج کې د رښتني جنګ شونتیا ویني، چېرته چې د نړۍ یو
پر پنځه برخه تیل د سعودی او ایران له لاري برابریږي. ددې دوه هیوادونو تر منځ مخ
په زیاتیدونکې ترینګلتیا ښایی د امریکا لپاره دا
ستونزمنه کړي چې له پلان سره سم سږ کال له عراقه په اسانه پښي سپکی کړي .
هغه څه چې ډېر ویرونکې دي هغه دا دي چې د اوسنۍ ترنګلتیا له امله به په سېمه کې د
اتوم د خپراوی ناورین رامنځ ته شي.
ایران له
پخوا اتومي پرګرام پیل کړې، او پدې ټینګار
کوي چې له اتومی پروګرامه یې موخه د برښنا
تولید دي، خو امریکا او سعودی عربستان پدې
باوري دي چې د ایران موخه د اتومي وسلو جوړول دي. په اوسني امنیتي کنفراس کې، شهزاده ترکی الفیصل،
پخوانی د استخباراتو مشر او امریکا او
برطانی ته سفیر، په ډاګه ددې وړاندیز وکړ، که چېری ایران خپلو اتومي پرګرامونو ته وده ورکوي، سعودي ښایې
ځان اړ وګڼی تر څو خپل اتومي پروګرام
راپیل کړي .
اوسمهال کې
سعودی عربستان د امریکا پر اتومي وسلو او
توغندیو ضد چتر باندی ډاډه دې، کوم چې د
پارس د خلیج په سېمه باندي غوړیدلی دي. دفاعي سیستم په دی موخه په سېمه کې لګول
شوې دی ، چې د ایران د بلاستیکي توغندیو مخه ونیسی، ځکه ،چې د اتومی کوپړیو د لېږد وړتیا لري.
سعودیان له
ایرانیانو سره دزړه له تله کېنه او رخه لري ، خو دا به په سختۍ سره ومني ،چې ایران
دې پر هغه ځای برید وکړي ،چېرې ،چې پیغمبر زیږېدلې دی او مذهبی سېمه یې ده. ایرانی
مشران وایې مونږ د اتومی وسلو کارول رد کړي دی.
هر څومره چه دي لویو او له هیلو ډکو لاریونو د سیمی د سترو ځواکونو تر منځ د جګړی ګواښ ډ ېر کړي، په هماغه کچه د سیمی د هیوادونو تاریخی شالید له کړکېچه ډک دي. منځنی ختیځ چه په ګوندی اختلافاتو او ژورو
سیالیو کې نوم لري هر ګړۍ ددې ویره شته چه ټولی لاسته راوړنی بیرته په اوبو لاهو
شی.
د سعودي او ایران ترمنځ له پخوا نه بدبینی شتون لري.
سعودی عربستان سني مسلمان له توکمه عرب دی، ایران شیعی اسلامي جمهوریت دي له توکمه
پاریسان پکې میشت دي. د سني او شیعه تر منځ د لومړی ځل لپاره اختلافات په کال
632د حضرت محمد صلی
الله علیه وسلم له وفاته وروسته د وا ک پر سر را پیدا شول. سنیان تر اوسه پوري دوي
یوه کفري ډله ګڼي. له ډېر پخوا نه په
منځني ختیځ کې دوي د زمکي او زیرمو په سر
یو له بل سره ښکر په ښکر دي.
نن سبا، جیوپولیټک هم
مهم رول لوبوي. دواړو خواوي ځانته ډلي ټپلي لري. ایران، سوریه او نور عرب
جنګي ډلي لکه حزب الله ، حماس تر خپل نفوذ
لاندي راوستي دي . د سعودی په خوا کې سنی مشران - خلیج ټولواکان -مصر ، مراکش، فلسطینی خواووی لکه الفتح له سعودي سره لېوالتیا لري او د فلسطین ترڅنګ د اسرائیلو دولت زغمي. ایران او ډلې ېې په سېمه
کې دهرې ورځې په تېرېدو مخ په غوړېدو دي ،
په زغرده له لویدیځ او اسرائیلو سره مخالفت
کوي.
له لسیزو دواړه
خواووي په پیچلی لوبه – پارولو را پارولو ـ کې سره ښکیل دي. دواړه خواوي غوره ګني چې خپل سیاسي لاسپوڅی په پټه توګه
وکاروي او ملیشي ځواکمنې کړي، لکه دوی چې د 1980-1970کلونو ترمنځ په
لبنان کې دمشهوري کورنۍ جګړی پر مهال څه
وکړل، ایران د حزب الله ملاتړ وکړ او
سعودي د سنیانو تر شا ولاړ و.
نتمرینونه او مانورونه
د
جګړي له میدان ډېر وړاندې تللي دي. دوه کاله وړاندي سعودي د ایران په هغو هڅو پوه
شو چې غوښتل یې شعیه مفکوره په مراکش کې
خپره کړي او په همدې موخه یې د افریقا مسجدونه هم کارولي وو. سعودی ځرو دغه معلومات
د مراکش پاچا حسن الثاني ته ورسول، مراکش احتجاجا خپلي دیپلوماتکې اړیکې له ایران سره پري کړي.
ډېر لري
اندونیزیا ، د نړۍ ګڼ میشته مسلمان هیواد کې سعودی ولیدل چې ایراني
ملایانوخوځښت پیل کړې دې، او په پراخه کچه
ېې مذهبي پروګرامونه او پروژې پیل کړې دي .
د 1979ز کې د ایران
اوښتون ( انقلاب) یوه ستره پېښه وه ، چې تر اوسه
د دواړو قومونو په ارواوو کې غزوني کوي.شعیه مذهبو لېوالتیا او د پاړس
تاریخي ځان غوښتني یې سره و اغګل او اوس د
لویدیځ پر وړاندې احساسات پیاوړي کوي.
د ایران مذهبي
رژیم هڅه وکړه اوښتون په ټول منځني ختیځ کې
غزونې وکړي ؛ سعودی عربستان او ملګري یې په ویره کې شول چې ښایې په خپله هڅه کې
بریالي شي. د سعودي جنوبی ولایت د پراخه لاریونو او حکومت ضد چلوټو شاهد و، ددې
ولایت ډېری وګړي شیعه عرب دي. په بحرین کې هم غوڅ اکثریت شعیه ګان دي،
ایران د 1970زکلونو په څیر د بحرین د ملکیت دعوه کوي .
په تونس کې د تیرۍ جنورۍ لاریونونو لدې سره هېڅ تړاو نه درلود. لاریونونه هله پیل
شول کله چې یو پلورونکې لدي امله ځانته
اور واچوه کله چې سېمه ییز پولیس لدې امله ورټه چې د ښاروالی اصول یې نه و رعایت
کړي. د هغه محرومیت ډېري انګازي خپري کړي، د ولس مشر زین العابدین
بن علي پروړاندي یې په تونس کې پراخه لاریونونه را وپارول. زین العابدین هله
عربي نړۍ هکه پکه پریښوده،کله چې دي وتښتیده، ځکه چې پوځ یې د لاریونکونکو له ځپلو
نه په شا شو.
په تونس کې تلویزونی انځورنو او یوټوب ټوله عربي نړۍ لاریونونو ته وهڅوله، د یوي اونۍ
په ترڅ کې ملیونونه خلک د مصر لارو کوڅو ته را ووتل او حسنی مبارک ولاړ،او خپل
پخواني ملګري امریکا ترې خپله لار جلا کړه . د اوباما حکومت دې دیموکراتیکو غوښتنو او حرکتونو ته ډیره وغوړېده او په لومړي سر کې ېې د ځینو نیوکو سربېره ېې په ښه نوم یاد کړل .
د ایران لوی مشر ایات الله علي خامني اوسني سېمه ییز
لاریونونه د
ایران د 1979ز د اوښتون سره پرتله کړل. په ریاض کې سعودي مقاماتو هر څه د اندیښني سره مشاهده کول.
دوي د اوباما د ادارې د هغه خیانت له امله
چې له حسنی مبارک سره یې وکړ، غوسه کړل ، سعودیان وایې ، اوباما له حسني
مبارک د خپل اوږد مهال ملګري نه وغوښتل چې
د لاریونکونکو غوښتني ومنه او له ګدۍ کوز شه.
مصري مشران یوه
غښتلی مورچه ده. ریاض وایې، دا یواځني
سني دیوال دې چې د ایران د نفوذ په مخ کې
ولاړ دي. یوه برخه ددې دیوال وار له مخه په 2003ز کې ولویده کله چې امریکا عراق اشغال کړ او صدام حسین
یې وپرزوه. د مبارک له لاسه ورکول پدې مانا دي چې سعودی اوس په سېمه کې ځان یوازي وروستي پیاوړي سني هیواد
ګڼي.
سعودي هله نور ورخطا شو، کله چې لاریونونه ددوی پولو سره
نږدي را وټوکېدل. په یمن کې چې ددوی سویل ته پروت دي،
زرګونه ځوان لاریونکونکی په ناببره توګه په لارو او کوڅو کې ډله ډله شول، لسګونه زره نور په ګاونډیو
ښارنو کې را ووتل او د هغه رژیم د بدلون
غوښتنه یې کوله ، چې د ولس مشر عبدالله صالح او د هغه د کورنۍ په مشرۍ د 23 کلو لپاره په دې هېواد کې واکمن و .
دلاریون ډېر برخوال بحرینی شیعه ګان دي .دوی دسیاسي او اقتصادي محرومیتونو له کبله
ګیله من و او دخپلو محرومیتونو اوږد لیست یې ځان سره لره. ځیني سنیان یې هم د لاریون برخو ال و او په
حکومت کې یې د ډېر واک غوښتنه یې کوله ځکه
، چې دال خلیفه کورنۍ له اتلسمې پیړۍ راهسې په دې هېواد کې واکمنه دي .
لاریون والو نټه
کوله، چې ګویا ددوي موخي ګوندي لاسته را وړنو
سره تړاو لري. شنونکو د امریکا په ګډون
داسی نښی نښاني ونه لیدلي، مګر په کور کې ټوکیدلی خوځښت له سیمه ییزو ستونزو ځنی را پیدا شوي دي. له بحرینه د کتني پر
مهال د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټ له حکومته هیله وکړه چې
ځانګړي سیاسي او ټولنیز اصلاحات رامنځته کړي.
سعودی عربستان د یمن دخلکو لاریونونه له نږدي څارلي، ددوي پولو ته نږدي را پورته شوي ناکراري د
ایراني لاسوهنو یوه بیلګه ښکاري. کال
وړاندي دوي په دې ډاډه شوه چې ایران هغه اورپکی چې د یمن شمال کې دېره دي او دحوثیانو په نوم یادیږي او ایران ورځنې وغوښتل ،چې دستونزو درامنځته
کولو لپاره لاس په کار شي . یو څو بهرنیوڅارونکو هم د ایران او
حوثیانو تر منځ کلکی اړیکې په ګوته کړي.
د سعودی عربستان عسکر
د مارچ په څوارلسمه له هغه سرکه وا وختل کوم چې بحرین ته غځیدلی دي، ځکه
چې بحرین کې حاکمی کورنۍ د لاریونو په مقابل کې له دوي د مرستي غوښتنه
کړي وه.
په بحرین کې ډېر
شیعه ګان په ښکاره له ایران سره کلتوري او
مذهبی اړیکی پالي، سعودي په پیل کې دا ډېره ساده او اسانه ګڼله، خو ددوي په غوږونو کې ګونګسی هله په حقیقت بدل شول
کله چې بحریني لاریون والودخپلو غوښتنو چت ( سقف ) ډېر لوړ کړ، او په پراخه کچه ېې د سیاسي او
اقتصادي اصلاحاتو تر څنګ یې د مشروطه پاچاهي
غوښتنه یې هم کوله آن چې د ال خلیفه د
کورنۍ دګوښه کېدو غوښتنه ېې کوله .
سعودیانو دا
انګیرله ،چې ایران به له فلسطین له لاس اخستې
دې ځکه ایران په سیمه کې دمهم
لوبغاړي او دنفوذ په لټه کې دی ، خو ریاض
ګټه او بری دهغه سني ځواکونو لپاره غواړي ،چې دوی ېې مشري وکړي .
ایران د حزب
الله د مشر هغه خبري د خپلو رسنیو لاري په بحرین کې خپري کړې ،چې بحرین مېشتي شیعه
ګان ېې لاریون ته رابلل . د بحرین رسمي مقامات وایې: ایران ډېر وړاندي لاړه، د اپوزیسون سر سخته غړو ته یې پیسی حتی وسلي هم
برابري کړي. د لاریون مشران له ایران سره هر رنګه علمیاتي او سیاسي اړیکی په کلکه ردوي، په بحرین
کې بهرني دیپلوماتان وایې دوی تر اوسه په دي هکله لږ لاسوندونه لیدلي دي.
د مارچ 14مه د تغیر یوه پرېکنده نقطه وه. د بحرین په غوښتنه سعودي خپلي شوبلي او
نظامی موټري د داوړو هیوادونو تر منځ پولو کې ځاي پر ځاي کړې . دوی د خلیج دهمکارۍ د ټولنۍ په نمایندګی دلته راغلل ، چې د خلیجی هیوادنو
ځني جوړ او سنیان یې مشري کوي، خو سعودي عربستان پکې سرخیل دي. سعودي په ډاګه
اعلان کړه چې ددوی 1000 سر تیري یې بحرین ته
لیږدول شوې دي .
که چېري ایران
او سعودي عربستان ځان په دي اړ بولي چې فرصت او ګواښ ته لاس رسي ولري، ځني څیړونکي،
ډیپلوماټان، د دیموکراسي مدافعین انځور ډېر پیچلي وینی. دوی وایی چه په سېمه کی
ددی ناکراریو زیاتوالی یوبل علت لری او هغه له ډیموکراسی څخه ډاردی .
ډېر پخوا
لاریون عرب مشران له واکه ګوښه کړل. ایران هم د لارو او کوڅو له لاریونوالو سره د
دوه کلنو نه ډېره جګړه وکړه. پدې و توانیده چې تر خپلي ولکی لاندې یې را ولي،
ددوی غوښتني چې په دولت کې دې ډېر استازي ولري او یا د رژیم چورلټ بدلیدل په کلکه
رد او آن کله خو یې د هغوي په وړاندي له ځواکه هم کار اخسته د ایران د زرغون اوښتون مخالف خوځښت د ځان په ګټه
پیل کړې و، د یو کال نه په ډېره موده کې یې څو درانه لاریونونه پیل کړې وو
.
سعودی عربستان خپل شیعه وګړي له نږدی څاري، هغه چې د تیلو بډایه جنوبی ولایت کې میشت دي او په نیغه یې د بحرین د اوبو سره نښلوي. سره لدې
چې وړه خو پیاوړې او فعاله ټولنه، د عربانو د را پاریدلو سره سره سعودي عربستان د پراخه لاریونونو مخه ونیوله ،
لامل یې په مشرتابه د باور، ده هغه شهرت او سولي لپاره د پاچا هڅي دي. اګر که په
جنوبي ولایت کې په کمه کچه لاریونونه او د
امنیت کسانو سره لاس او ګریوان کېدل و.
سیمه ییزې ستونزې په داسې وخت کې را پورته شوي چې سعودی عربستان
په کور دننه څو ستونزي لري. پاچا عبد الله، ویل کیږي د 86کالو دي، د ملا
د درد له امله په داسې وخت په نیویارک کې
په روغتون ور ننوت چې کله عربی نړي کې لاریونونو سر را پورته کړل. دعبدالعزیز زوی سلطان دعمر له پلوه له پاچا سره ډېر توپیر نه لري ،
سر له اوسه دومره کمزوري دې نه شي کولاي
چې پاچا شي. نوبت د شهزاده نایف د عبدالعزیز زوي چې شاخوا د 76کالو دي.
د مارچ له 14مې سړې جګړي په سېمه کې زور اخستې . کويټ د ایران څو ډیپلوماټان لدې امله وشړل او دا ېې رسوا کړه چې ددوي جاسوسی جال د امریکا نظامی اساساتو ته د جدي ګواښ په لټه
کې و. سعودی عربستان او ایران یو بل ته په مورچو کې سره ناست، په خلیج کې یو بل ته
ګواښنه کوي. سعودي اوس تازه د
60بیلونو امریکایی ډالرو په قیمت د وسلو د پیریدولو خبري
اتري له امریکا سره کړې دي. ( د امریکا په
تاریخ کې غټه سوداګري)، سعودیان وایې ددې کال په وروستیو کې به د نظامي ځواکونو او
پولیسو کچه لوړه کړي.
سیمي ته د دفاع د وزیر
رابرت ګیټس له سفر وروسته امریکا هم
ایران ته د عرب پاچاهانو په ځانګړي توګه
سعودی عربستان سره د اړیکو د
خرابولو په سر ګوتڅنډه وکړه ،. له پاچا عبدالله سره له لیدنی لږ وروسته رابرټ
ګیټس خبریالانو ته وویل کره شواهد تر
سترګو شوي چې ایران په بحرین کې لاس وهنه کوي. لدې وروسته امریکایې مقاماتو راپور
ورکړ چې ایرانی مشران د داسې لارو په هڅو کې دی چې وکولاي شي د بحرین او یمن
مخالفو ډلو ملاتړ وکړي. د امریکا استخباراتی سرچینو دغه راپور ددوي( ایرانی مقاماتو) خپل منځي اړیکو په
مټ چمتو کړي دي.
د سعودي رسمی
مقامات وایې اګر که اوسمهال زمونږ او واشنګټن
اړېکې ترینګلې شوې دي ، خو موږ نه غواړو خپلي دودیزي امنیتي هوکړي ورسره
پری کړو، چې له مخې یې موږ په نړیواله کچه د تیلو نرخونه ثابت ساتو او سپینه ماڼۍ
به د حاکمي شاهۍ کورنۍ ساتنه کوي. په سېمه
کې د دیموکراسي د ملاتړ په هکله امریکا خپلي پښې له بړستني ویستي دي، د دیموکراسۍ او اصلاحاتو په هکله یې د امریکا
حیثیت او باور ته زیان رسولي دي، خو د
ریاض سره د اړیکو په ټینګولی کې یې مرسته کړي ده.
په
خلیج کې د ترینګلیتا زیاتیدل
په منځني ختیځ کې د سنی – شیعه ویش او د سعودي او ایران تر منځ د سړې جګړې یو څو
ښکاره ټکو ته کتنه.
په بحرین کې د
عسکرو ګمارل، سعودي مقامات وایې د هغه څه پیل و، چې له مخي یې په نیغه د ایران د
هڅو مخه ډبول دي. سعودي ځواکونه د ګاونډيوپر ځمکه د تیلو د حساسو ځایونو ساتنه
کوي، د بحرین حکومت د لاریون والو پر ضد چانیړز عملیات پیل کړل، کله به عملیات په تاو تریخوالي واوښتل.
د هیواد د یواځني بی پري ورځپاڼي مسؤل مدیر یې هم وتل ته اړ کړ.
څه د پاڅه 400 لاریون وال پرته له کوم توره بندیان کړل، ډېرې یې د شپي له لوري د شیعه سیمو
نیولي وه. د بشر حقوقو د راپور پر بنسټ
څلورو بندیانو د توقیف خانو کې ژوند له لاسه ورکړ، دری یې د فوټبال د
لوبډلې غړي و، ټول شیعه وه. له 1000 ډېر لاریون ,وال څوک چې
دندې ته نه وه تللي او په دولتي کمپنیو کې یې کار کاوه له دندو ګوښه کړل شول.
په شیعه کلیو کې لکه سار، چېرته چې ۱۴ کلن هلک د پولیسو
په لاس ووژل شو او ۵۶کلن سړی د شپی له لوري تري تم شو ، خو ګهیځ مهال مړ وموندل
شو، لاریونونو په پاشلي توګه دوام پیداکړ.خو په تجارتي سمیو کې چېرته چې سني
مسلمانان واکمن دي لاریونونه پاي ته ورسیدل.
په یمن کې، سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د ټولني د چتر
لاندي کار کوي، د خبرو اترو له لاري د ولس
مشر علي عبدالله صالح د واک د لیږد واګې
یی په خپل لاس کې اخستي دي. دوه سعودي رسمی مقامات وایې. د یوه څه وخت لپاره مونږ
چپ وه، خو اوس ددې وخت را رسیدلي چې موږ باید دي پروسي ته ورننوځو.
وال سټریټ جورنال نه په مننه