اروا ښادګل پاچا الفت ته

اروا ښاد پاچا الفت ته

ستا دالفت ډیوه په لاس وه اوس تیاری يریوتی
ځکه وطن کی د دردونو افسانی پریوتی

د هغه یو افغان په نوم چه تا وحدت ته بلل
اوس ی په کلی او بانډو کی دغم شپی پریوتی

د پاک احساس او د وروری خبری کمی ښکاری
ځکه په سمه او میرو کی ادیری پریوتی

د وطن دښتی او ابادی یا ویجاړ ځایونه
په هر قدم کی د ژوندیو جمجمی پریوتی

څومره وحشت او بربریت شو په بی وزلو خلکو
په ادیرو کی په زرهاوو  جنازی پریوتی

څوک به یی راټول کړی دا بی زوره زوروره خلک
چه د نیکونو افتخار جګی شملی پریوتی

راځی ای ورنو افغانی الفت ارمان لپاره
چه سره یو شو ګنی خدایګو معجزی پریوتی


سمیع الدین افغانی