شته داسې څوک !!

ډاکتريوش يکي ساسائى (Doshiki Sasai) دجاپان هيواد يو سائنس پوه دى نوموړي دوه مياشتې وړاندې ټوله نړۍ ګوته په خوله کړه . چې په لابراتوار کې يې مصنوعي انساني سترګه جوړه کړه .
زموږ د بدن ټول غړي د  سټيم سيلز څخه جوړيږي . د مورپه خيټه کې چې کله زمونږ بنياد ايښودل  کيږي نوپه پيل کې  سټيم سيلز جوړيږي اوبيادغه سټيم سيلزپه قلاره قلاره زمونږ د بدن مختلف اندامونه جوړوي اوله زيږيدو وروسته زمونږ د ژوند ټول بوج همدغه اندامونه اوچتوي دا زمونږ د غمونو، خوشحاليو، قصدونو ، غرور ، دکاميابيواو ناکاميو وزن له اوچتولو روسته پدي کره يې زمکه زغلوي .
اوبيا يوه ورځ دغه اندامونه ناتوانه شي اوپه پايله کې موږ د اوبود يوې قطرې په څير په زمکه کې جذب شو . که چيرته موږ د خپل ژوندون پلټنه وکړو ډيرى وخت په انسانانوکې کموالي پاتي کيږي . په موږ کې د ځينو خلکو اوريدو ، ويلو ، څکي ، لمس او ليدو د صلاحيتونو نه بي برخې وي او په موږ کې نوي فيصده خلک په ژوندکې په نارغيواخته دي . دغه ناروغۍ زموږ د اندامونو فعاليت جذب ، موږ په خپل ورځني ژوندکې نيمګړي کړي . زړه مو کمزوري کړي د لري يانږدي ، ليدو عنصرموکم شي ويښته موبدل شي په پوستکي مولارې جوړې شي غوږونه مو اوازصحي نه مطلبوي هډوکي مو کم توانه  شي غاښونه مو وغورځيږي او موږ د تبرکلوز ، ذيابيطس ، بلډپريشراو سرطان په څير موذي ناروغيوښکارکيږو اوپه بي چاره ګۍ او بي بسۍ له دي فاني دنيا سترګې پټوو.
سائينس پوهان له پيړيو پيړيو څخه زموږ ددي مسائلو ، ناروغيو او کميو د حل په لټون کې دي پدي کمزوريوکې يو يې هم د نظرکم والي دى په موږ کې لږ خلک په مورزادي ډول ړانده وي او نور بيا د عمر په تيريدو سره خپل ديد له  لاسه ورکوي خوپدي نړۍ کې تراوسه د مورزادي ړوند يوعلاج هم نه ؤ
ولي چې د ديد لپاره پرده يې بصارت ( ريټينا) خورا مهمه  وي اودغه د ليدو پرده په مصنوعي ډول تراوسه پوري چانه شوه تيارولې .
مګر ډاکتر يوش يکي ساسائى دغه انساني خورا مهمه ستونزه  حل کړي هغه د سټيم سيلز په کومک سره يعني  ريټينا ( د پردي د رازيږ ولو ځاي ) جوړکړي چې دده په اند لدي وروسته به مورزادي ړوند هم ليدل وکړي شي دغه تکنالوژي دا مهال په اولنو مرحلوکې ده مګر اوس به د څوکلونو خبره وي چې د مريضانو سټيم سيلز نه په لابراتوارکې سترګه جوړه کړي او بيايې د انسان پرمخ ورولګوي اويايې هم د انجکشن ( ستن ) په واسطه د سترګې په داخلي برخه کې سټيم سيلز ور داخل کړاي شي او همدغه سيلز په څو مياشتوکې يوه نوي دليدو پرده راوټکوي چې په وينا يې پدي سره به ړانده هم د عام وګړو په څير ليدل وکړاي شي .
دا د ساينس واقعي کمال دى او ګرده نړۍ پدي کمال يوش يکي ساسائى ته مبارکي وړاندي کوي  لدي مخکي سائنس پوهانو مصنوعي وينه او څرمن جوړه کړي بلکي د ځيګر ، به ډوډو او د زړه پيوندکاري هم عامه شوي ده د کينسر(سرطان) او انفلونزا ناروغيو تاداوي هم موجوده ده او داسي آلي هم جوړي شوي چې د کڼو، ړندو سره په اوريدو او ليدوکې مرستي کوي .
مګرد ډاکتر يوش يکي ساسائى دغه کړنه دى په ټولوکې مخکښه وي اوچې څومره ستاينه يې وشي بيا هم کمه ده يوش يکي ساسائى چې کوم وخت دغه کمال کاوه په همدي وخت په پاکستان هيواد کې يو تن شبيراحمد هم يوکمال کړي چې د جهنګ ښار اوسيدونکى دى هغه د يوکال راهيسي په ړڼا کې د زم زم اوبه ګډوي او قران مجيد پري ليکي چې وزن يې پنځه منه دى چې نوموړي دغه نخسه څه موده وړاندي د سرګودې په جامع جومات مسجدالنور کې ايښي او خلک د قران کريم د ليدو په خاطر دلرو لرو ځايو څخه راځي او ليده يې کوي د جاپان يوش يکي ساسائى او پاکستاني شبيراحمد دواړو لاسته راوړني کړي خو متائسفانه د سرګودي او جهنګ ړانده مسلمانان د شبيراحمد ددغي کمال د ليدو څخه محرومه دي زمونږ نابنا مسلمانان به د ډاکتر يوش يکي ساسائى ددغي لاسته راوړنى د عام کيدو پوري انتظار کوي د يوش يکي ساسائى دليدو پرده تراوسه په نړيوال بازارکې ده . ددي ايجاد څه  به لمړى د امريکا ، اروپااو جاپان هيوادو ړانده ګټه پورته کوي اولدي وروسته به دغه تکنالوژي دويمي اوبيا دريمي نړۍ بازارو ته راځي  اوله  کوم ړوند سره شل چي ميليونه روپى وي هغه به سترګه لګوي اوپدي کې ښائي څوتنه ددي قران شريف ديدن هم وکړاي شي يوش يکي ساسائى او شبيراحمد يواځي دوه انسانان نه دي بلکي د فلسفې دوه نظريې دي دغه دوه نظريې اوفلسفې د پرمختګ او روسته والي ترمنځ هغه کرښه ده چې تر اوسه پورې موږ مسلمانانو د هغي د پوهيدو کوښښ نه دى کړى .
دشبيراحمد په څير زموږ يو مخلص مسلمان ورور د کفر او الحاد نه ډک زموږ پدي ژوند کې د قران عظيم الشان په ليکلو سره اويا په ورځ کې د زرو زرو رکعتونو نوافلو په ادا کولو اود جوماتونوپه جوړولواو د حج عمري په اداکولوسره دخپل ځان لپاره د جنتونو کړکۍ پرانيزي .
او يوش يکي ساسائى په څير خلک ړانده انسانانوته خپل ديدونه بيرته ورکوي اوياهم پدي کوښښ کې دى . دشبيراحمد له کړني يوازي  مسلمانان ګټه پورته کوي اود يوش يکي ساسائى د ايجاد څخه بودايان ، مسيحيان ، يهود ، هنود،  سيکان ، مسلمان او آن تردي چې لادين تري هم ګټه پورته کولي شي اوهغه مسلمانانوته دهغوي  ورکه شوي د خبروکولو لار، اوريدل او هم په تياروکې د ليدو عنصرورپه برخه کوي ..........................
زه تردي وخت پوري حيران يم چې علم که د مؤمن ميراث دى نوبيا هغه پوهه څه شوه آيا پدي علم کې ميډيکل سائنس ، فزيک ، کيميا ، بيالوژى ، ارثي انجينري ، کمپيوټرسائينس اور فلکيات(اجتماعيات) ګډون نه لري ؟.
که چيرته دغه علم وي نو زمونږ د شبيراحمد نه ډاکتر يوش يکي ساسائى ولي نه جوړيږي د نړۍ  دوه نيم ميليارده مسلمانان د مسلمانانود ويلو اوريدو او ليدو قوتونو څخه محرومو خلکو لپاره ولي کار نه کوي . که چيرته مونږ په  زر کاله کې يوهم داسي ګلاس جوړ کړې وي چې په هغي کې تاوده لس ساعته تاوده او يخ لس ساعته يخ وي اويا هم موږ داسې يوه ږمنځ جوړه کړي واي چې انسان ته يوڅه ارام ورکړي اويامو يوه داسي څپلۍ جوړه کړي واي چې په اغوستلوسره يې په پښه باندي خولي نه راتلى  اويامو په انساني وجود سره په ګرميدو کومه بستره جوړه کړې واې نو موږ به نن په فخرسره د يوش يکي ساسائى په څير خلکو سره په اچتوسترګو کيناستو.
پوهه زموږ ميراث وو او  تراوسه پوري ده مګرپه خواشينۍ سره بايد وويل شي چې پوهه زموږ څخه زرکاله د مخه بيله  شوي او موږ دهغې کمى د پنځه پنځه منه قران مجيد په  ليکلوسره پوره کوو .
چې په هغي سره يواځي ښودل کوو او لوستلي يې هم نه شو .موږ به هميشه د اورنګزيب عالمګير صفتونه کول چه نوموړى هغه باد شاه ؤ چې پخپله يې په لاسونو خولۍ جوړولى ، د قران شريف ليک به يې کوه  .
هاي ارمان که اورنګزيب دخولۍ د اوبدلو پرځاي په هندوستان هيوادکې د آکسفورډ اويا کيمرج په کچه پوهنتون جوړ کړي واى . که هغوى په دغه زرو کلونوکې په هندوستان کې يو پل جوړ کړي واى ، اويايې پياوړي سمندري ځواک لرلي  نود مسلمانانو سلطنت به د زوال سره نه مخامخ کيده اونه به هم د فرنګيانو د تسلط لاندي راتله  نن به موږ په هر شېي کې اروپا او امريکا څخه په سوال نه مجبوريدو .
 موږ ټولو مسلمانانولره لدي ځاي څخه د مرګ بل کوم ځاي دي اويا کيداى شي .
دچين هيواد څخه هرکال د دوه بيليېنو (                             ) امريکايې ډالرو په ارزښت د مسلمانانو لپاره تسبيح او جانمازونه راځي اسرائيل ټول امت مسلمه باندې  مسواکونه خرڅوي . عطراو رانجه له اروپا ډبي بند راځي زموږ د کفن او احرام  ټوټه  په اروپايې ماشينونو جوړيږي اوددي ټول لازم کيميکل له هغو هيوادو راځي چې هغوي موږ غيردين ګڼو . اوکه چيرته شبيراحمد نومي يوهلک کوم قران کريم ليکلى هغه کاغذ هم  د پولينډ هيواد دى او مالک يې يهودى دى په کومه رڼا کې چې د زم زم مبارکې اوبه ګډي شوي هغه هم د سوئس نومي کمپنۍ دغه کارکړي چې مالکان يې يهوديان دي .
ددي حقائقو باوجود موږ خپل ځانونه ددي نړۍ غوره قوم ګڼو بلکي يو........................... اى دخداي جل جلاله بنده ګانو دعلم مقابله په علم سره وکړئ او سائنس ته  د سائنس په ميدان کې ماتي ورکړئ......  دخپل عزت  د ساتلولپاره  خپل مورال اوچت کړئ .
الله رب العزت قران کريم د عمل او عبادت لپاره راليږلى د ليدو او ښودنى لپاره نه چه چيرته بنده پدي عمل کول وغواړي نودهغي لپاره پنځوس ګرامه قران مجيد کافي دى اوکه چيرته عمل کول نه وي تاته بيا پنځوس ټنه قران مجيد هم مخي ته کيښودل شي نوهغه به تري د لږيدو سره سره خوله بل خواته کړى ولي چې عالم اسلام ته د يوش يکي ساسائى په څير عمل کوونکى سائنس پوه ته اړتيا ده که چيرته پدي دوه نيم ميليارده مسلمانانوکې يو هم د يوش يکي ساسائى په څير سړى پيداشي شته ، داسي څوک !!
 
ليک : ورځپاڼه ايکسپريس نيوز      10 Apr 2011
 
 
ژباړونکى . مسيح لله  (عصام)