سټراټېجيكه ژورتيا


     د هندوستان دا عادت پاتې شوى چې د خپل لوي درستېز له خولې څخه امنيتي او پوځي چارو پورې اړوند هغه خبرې كوي چې سياسي مشران يې په عام ډول كول نه غواړي. په دې وروستيو كې د جنرال ديپك كپور ويناوې په همدې لړ كې شوې دي. خو د دې برعكس د پاكستان لوي درستېز ډير لږ پېښيږي  چې داسې وكړي. دا هم ويل كيږي چې په ماضي كې د جمهوري هندوستان كړو وړو له ناجمهوري پاكستان څخه توپير درلود چې په پاكستان كې سياسي او پوځي مشرتابه يو كس پاتې شوى دى خو په اوسنيو شرايطو كې دا تله بدله شوې ده. د نن جمهوري پاكستان لوي درستېز مطبوعاتو سره خپل نظر ډېر لږ شريكوي. خو بل لورې ته د هندوستان لوي درستيز يو په بل پسې دمهمو موضوعګانو په اړه د نه باور بيانونو لړۍ توده ساتلې ده.
     د ۲۰۱۰ ز کال په جنوري کې د بيلجيم په پلازمېنه برسلز كې د ناټو غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو يوه غونډه جوړه شوې وه چې دې غونډې ته يې د پاكستان لوي درستيز هم وربللي و. دا هيڅكله هم نه دي شوي چې د ناټو غړيو هېوادونو په داسې يوه مهمه غونډه كې د پاكستان لوي درستېز ته هم بلنه وركړل شوې وي.د ناټو غړيو هېوادونو پوځونه له يوې مودې راهيسې په افغانستان كې ښكيل دي .  ورځ په ورځ د دوي د پوځيانو د ځاني تلفاتو د ډيريدو له امله له افغانستان څخه يې د وتلو نخښې نښانې له لېرې ترسترګو كيږي.
     پاكستان چې د دې ستونزې يو مهم لوبغاړى دى لوى درستيز يې بروکسل ته د دې لپاره ورغوښتل شوى چې  د دې لوبغاړي ليدټكي معلوم كړاي شي. د ناټو غړيو هېوادونو په فكر او عمل كې دا ډول نرمښت  كه څه هم عام نه دى خو كه دايې مجبوري هم شي نو دا غربي هيوادونه تر ډيره بريده له خپل دريځ څخه په شا كيدا ته تياريږي. د دوى  قواعد ، ضوابط ، اصول او  دودونه  هغه ډول نه دي لكه په ختيځو هېوادونو كې چې عام دي او منل كيږي.
      په بروکسل كې تر غونډې وروسته هيواد ته په رارسيدو مطبوعاتي غونډې ته يې ټولې هغه خبرې وكړې چې له يوې مودې راهيسې يې تمه كيدله چې په دې سيمه كې په عمومي او په افغانستان او پاكستان كې يې په ځانګړي ډول د حالاتو د ښه كيدا هيله ورپورې تړل كيږي. دپاكستان لوي درستيز د ګڼو اړوندو او مهمو موضوعګانو په اړه خبرې كړې دي خو په داسې يوې موضوع يې رڼا اچولې ده چې د پاكستان د بهرنۍ او  دفاعي ( پوځي) كړنلارې بنسټ جوړوي .يعنې هغه يو ځل بيا هغه خبره تكرار كړې ده چې    “ پاكستان د افغانستان ستراټېجكې ژورتيا ته اړتيا لري د هغه كنټرولو ته نه “ .
   د پاکستان مشهورو چاپي مطبوعاتو لوستونكيو ته د ( سټراټېجكې ژورتيا) په اړه شايد ډير معلومات نه وي نو له همدې امله وړ ده چې دا لږ تشريح شي.
سټراټيجكه ژورتيا يوه پوځي اصطلاح ده چې  نن سبا د بهرنۍ كړنلارې په لړ كې هم كارول كيږي. د پاكستان د درستيزوالۍ لخوا چې په دې نږدي وخت كې كوم پوځي انګليسي اردو سيند چاپ شوى دى،  په هغه كې Strategic Depth)  ) يې په تزويراتي ګهرايي (سټراټېجيكه ژورتيا ) ژباړلى دى. له دې نه موخه هغه افقي سيمه ده چې د يوې بلې سيمې شاته واقع وي. د بېلګې په توګه كه د پاكستان او هندوستان د جغرافيې په اړه خبرې وكړو نو له واهګه څخه تر كلكتې پورې د زرګونو كيلومټرو پراخه سيمه د هندوستان افقي تړانګه ده. د دې پر وړاندې د پاكستان افقي تړانګه له واهګه څخه تر تورخم پورې كوچنۍ او تنګه سيمه ده. كه هندوستان پر پاكستان بريد كوي نو پاكستانى پوځ بايد په سيالګوټ،لاهور، سليمانكي او رحيم يارخان كې ټېنګه مقابله وكړي. كه د پاكستان دفاعي كرښه له دې سيمو څخه په كومه سيمه كې كمزروې كيږي او دښمن هغه ماتوي نو پاكستان به شاتګ ته زياته سيمه په واك كې ونه لري. او ډير ژر به افغان پوله راورسيږي او پاكستان به له ستونزمنو پريكړو سره مخامخ شي.هو! كه پاكستان له نوموړې افغان پولې څخه تير او د خوست ، پكتيا يا پكتيكا او نورو سميو له لارې لويديځ ته ورسيږي او هلته د خپل پوځ  تر منظمولو وروسته ځوابي بريد وكړي نو دښمن تېښتې ته اړ ويستلاي شي. د جګړو تاريخ له داسو بېلګو څخه ډك دى. كله چې جرمن نازي پوځ د ۱۹۴۱ ز كال د جون پر ۲۲ نېټه پر روس بريد وكړ نو په څلور پنځو مياشتو كې د ماسكو دروازو ته ورسيد. روس خپل پوځ د ماسكو شا سيمو ته پرشا كړ. سټالن خپل جنګي  صنعت هم دې شاسيمو ته لېږدولى و. د ماسكو شاته تر ولاډي واسټك بندر پورې  ټوله سيمه د روس سټراټيجيكه ژورتيا وه. تاريخ شاهد دى چې  روس په همدې ژورتيا كې د خپل پوځ روزنه وكړه او تر پوره او بشپړ  وسلوال كولو وروسته يې د ۱۹۴۲ ز كال په جون ، جولاي كې پر هټلر پوځ ځوابي بريد وكړ. په همدې سټراټېجكه سيمه كې  جكړې ته تيار شوى پوځ په پاى كې د  روس د بري لامل شو. او په دريو كلونو كې تر برلين پورې ورسيد. په برلين كې د هټلر  ترځمكتل قوماندې مركز پورې رسيدونكى او پرې ولكه ټينګوونكى پوځ هماغه د سټراټېجكې ژورتيا “ محصول  ”  و. سربيره پر دې نورې بېلګې هم وړاندې كيداى شي خو د دې ليكنې لمن تنګه ده. له همدې امله پر همدې يوې بېلګې بسنه كوم. كه څه هم د روس سټراټېجكه ژورتيا د ده په خپله خاوره كې وه ، خو افغانستان او پاكستان د دوه خپلواكو هېوادونو په توګه په ستونزمن حالت كې د  يو بل لپاره  د يوه وجود دوه زړونه ولې نه شي كيداى؟
اوس راځو د پاكستان پر لور........  لكه چې بره يادونه وشوه د پاكستان افقي ژورتيا ډيره كمه ده. د ده عمودي ژورتيا په شمال كې له هنزه څخه پيليږي  او په جنوب كې  تر ګوادر او كراچۍ پورې رسيږي چې له افقي ژورتيا څخه درې برابره زياته ده. ليكن كه زموږ شمالي دښمن  زموږ شمالي دفاعي كرښې ماتې هم كړي نو تر جنوب پورې د رسيدو په لار كې به له ډيرو ستونزو سره مخامخ شي. او پاكستان ته به “وخت”  په لاس ورشي. له پوځي ليدټكي دا “وخت“  او  “واټن“ ډېر مهم توكي دي. خو په شمال كې خو زموږ كوم دښمن نشته. د چين پر ملګرتيا نه يوازې ډاډمن ياستو بلكې زر ځله پرې وياړ هم كوو!
خو زموږ د افقي ژورتيا پر ختيځه او جنوب ختيځه پوله هندوستان ناست دى چې د پاكستان لومړى درجه دښمن دى.د هغه دښمني ازلي او بنسټيزه ده. پر هغه هيڅ اعتماد كيداي نه شي. نن حالت دا دى چې همدا هندوستان زموږ پر لويديځه پوله هم ناست دى. د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې پاكستان او هندوستان دواړه د اټومي ځواك څښتنان دي، له همدې امله كه د دوى تر منځ په نږدې يا لېرې راتلونكې كې جګړه كيږي نو لومړى خو به دوديزه جګړه كيږي نو په دې جګړه كې به د چټكو ځواكونو اهميت منل شوي وي. د هندوستان چټكې فرقې به په هر ځاى كې د پاكستان دفاعي كرښو د ماتولو او وړاندې تګ هڅه وكړي. دا چې د پاكستان سټراتېجكه ژورتيا ډېره لږه ده نو پاكستان به د اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورنه شي كړاى. همدا لامل دى چې موږ په خپله لويدځه پوله كې داسې سيمې ته اړتيا لرو چې كه زموږ خپله نه وي نو زموږ دښمنه هم نه وي. .... كله چې په ۱۹۸۰ لسيزه كې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وكړ نو د شوروي په ماشينونو او تخنيكي وسايلو سمبال ځواكونه په ډېره چټكۍ د افغانستان جنوب او لويديځ ته خوځيدلي وو. تر ۳ ميليونه زيات افغان مهاجرين پاكستان ته راغلي وو. بيا پاكستاني پوځ همدې افغانانو ته نظامي روزنه وركړه او د شوروي پر خلاف يې په افغان جهاد كې وكارول. په خيبرپښتونخوا كې د نظامي روزنې ګڼ كمپونه پرانستل شول. او په پاي كې شوروي شاتګ ته اړ شو. كه افغانستان ته د خيبر پښتونخوا سټراتيجكه ژورتيا په لاس ورغلې نه واي نو نن به په افغانستان كې سور پوځ و.
دا چې خيبرپـښتونخوا ولايت د افغانستان سيمه نه ده!!؟ په همدې ډول د افغانستان ختيځ ولايتونه  د پاكستان خاوره نه ده. خو  د دواړو هېوادونو ګټې او تقديرونه له يو بل سره تړلي دي. جنرال كياني په همدې لړ كې ويلي دي چې افغانستان زموږ سټراټيجيكه ژورتيا ده  خو موږ هغه نه كنټرولوو. د دې د ټول كنټرول واك له افغانستان سره دى. پاكستان د يوې شېبې لپاره هم دا فكر كړى نه دى چې پاكستان د افغانستان پر كومه سيمه ولكه ټينګول غواړي يا هغه د خپل ځان لپاره فتح شوی هېواد جوړول غواړي . ليكن پاكستان دا هم نه غواړي چې د هغه په سټراټيجيكه ژورتيا كې د هند اغيز او نفوذ زيات شي. امريكا له ډيرې مودې راهيسې له پاكستان څخه غواړي چې په وزيرستان كې د ژغورنې لار په څير نظامي عمليات وكړي او د دې لپاره د اړتيا وړ پوځ  له خپلو ختيځو پولو څخه  رابيل او وكاروي. د دې په غبرګون كې پاكستان په پاي كې دا اعلان وكړ چې موږ تر راتلونكي يو كال پورې د هيڅ ډول نظامي عملياتو اراده نه لرو. جنرال اشفاق پرويز كياني په دې مطبوعاتي غونډه کې دا هم وويل چې پر افغان پوله لا دمخه ۴۰۰۰۰ افسران او سرتيري ځاى پر ځاى شوي دي او پاكستان له دې څخه د زياتو سرتيرو  ځاى پر ځاى كول زغملاي نه شي. هغه خلك چې دا دليل وايي چې جنرال اشفاق كياني بايد داسې ونه وايي چې افغانستان زموږ سټراټيجكه ژورتياده او دا چې افغان حكومت په دې اړه ډېر زيات حساس دى او موږ بايد د دوى احساساتو ته پام وكړو. دوى شايد د پاكستان او هندوستان دښمني ، د دې دښمني ماضي او د ختيځ پاكستان د بيلتون اصل لامل هېر كړى وي. ريښتيا دا دي چې پاكستان افغانستان هېڅكله تر خپل لاس لاندې هېواد نه ګڼي او نه د هغه د خپلواكۍ،يووالي او ځمكنۍ بشپړتيا په اړه كوم غلط فكر او خيال لري. خو پاكستان د هندوستان له ناوړو پلانونو او ارادو څخه غافل نه دى!