دپکتيا
پوهنتون د دواړو پوهنځيو (کرنې او ښوونې او
روزنې ) استادانو په درسي اعتصاب او تحريم
لاس پورې کړى ، لامل يې دوى ته د خپلو حقه
حقونه نه ورکول په گوته کړي دي ، د بېلگې
په توگه : د کور لپاره ځمکه ده ،چې په اړه
يې دهېواد د ولسمشر صريح فرمان دى او پکې ويل شوي دي ، چې د هېواد د ټولو پوهنتونونو
استادانو ته دې د کورجوړولو لپاره ځمکه ورکړل
شي. او دا فرمان په ټولو پوهنتون لرونکوولايتونو کې لکه: کابل،کندهار،هرات،خوست او نورو... کې پلى شوى هم
دى،خو د پکتيا ولايت مقام اړوند چارواکي د پکتيا پوهنتون استادان له تېرو شاوخوا اته
نهو کالونو را په دې خوا په يوه او بله بهانه تېر باسي، په دې تېرو اتو کالونو کې
د پوهنتون له استادانو سره ددې ولايت دريو والي صاحبانو د ځمکې د ورکولو امر
او ژمنه کړې ،خولا تر اوسه هم ، يوه استاد
ته د کور لپاره ځمکه نه ده ورکول شوې.
درى ځلې له ملي او
د پکتيا له سيمييز راډيو تلويزيون څخه اعلان
شوى ،چې د پکتيا پوهنتون استادانو ته نمرې ورکړل شوې، خو دا خبره لاتر اوسه په خپل ځاى پاتې ده او نه ده پلې شوې.

د پکتيا پوهنتون د استادانو د استوگنې
مارکېټ
تېرکال هم د
پوهنتون استادانو د پوهنتون د رياست اوولايتي
شورا په گډون د ولايت مقام څخه غوښتنه وکړه ،چې امنيتي ستونزو ته په کتو، استادان
په ډېرو ناگوارو او ناسمو شرايطو کې د بازار په مارکيټونو کې ژوند کوي،چې حتى د ژوند لومړني شرايط لکه: اوبه،برېښنا، تشناب او سالم چاپېريال نه لري ،بايد
چې د کورونو لپاره ځمکه ورکړل شي نو په مقابل
کې د ولايت مرستيال وويل: چې ارومرو به په ٢٠ ورځو کې استادانو ته
نمرې ورکوم،او که يې ورنکړم خپله به استعفا کوم، خو دادى څوارلس مياشتې
تېرېږي چې تر اوسه هم استادان لا په هماغسې له گڼې گوڼې ،شورماشوراو ماشيني غراوهار ډکو مارکېټونو
کې ژوند کوي.
د استادانو معاش ته په کتلو ،د مارکيټونو د خونو
د کرايې جگوالى بله ستونزه ده چې استادان ورسره لاس او گرېوان دي، د يو استادمياشتنى
معاش سوچه ١٦٧٠٠ افغانۍ دى؛ دوه، درى زره افغانۍ د اتاق کرايه ورکوي ، درى، څلور زره دده د ځاني لگښت ، يوڅه نورلگښتونه ،چې
ورسره حساب کړې په مياشت کې يوه استاد ته ايله
اته ،نهه زره افغانۍ پاتې کېږي.

په گردېز ښارد پکتيا پوهنتون د استادانو
مارکيټ
د پکتيا پوهنتون د استادانو مارکيټ
چې په لاندني پوړ کې يې دموټرو ميستريان او پزره پلورنځي دي. ( د څرخي پله زندان دى که د پکتيا
پوهنتون داستادانود اوسېدو ځاى؟!)
د پکتيا پوهنتون
د استادانو اتاقونه چې په څومره ناوړه او
تنگ حال کې ژوند کوي

د پکتيا پوهنتون د استادانو د اوسېدو
د مارکېټ تشناب سيستم
په داسې حال کې چې
له همد غو استادانو څخه هر يو يې تر څلورو ،پينځو مضمونونو او په اوونۍ کې حتى تر ١٨
،٢٠ ساعتونو پورې درس ورکوي، چې درسي مکلفيت يې له هغه څه خورا ډېر دى چې د لوړو زده کړو وزارت قانون ،د اکاډميکو
مسووليتونو د څپرکي په څلورويشتمه او
پينځه ويشتمه ماده کې راغلي دي چې:
١_ يک عضو کادر
علمي تحت هيچ گونه شرايط درعين سمستر مکلف به تدريس بيشتر از سه مضمون در دوره لسانس
ويا دو مضمون در دوره هاى بالايى شده نميتواند.
٢_ موسسه ميتواند
در صورت ضرورت براي تدريس مضامين اضافي کادرهاي جديد يا قراردادى واجد شرايط و اهليت تدريس را الى اکمال کادرهاي مورد نياز ديپارتمنت استخدام
نمايد.
نو دا چې د
پوهنتون استادانوله پورتنيو اصولوڅخه دوه ،درې چنده زيات مسووليت پرځان منلى ؛ددې
څرگندونه کوي چې د هېواد له نوي ځوان او په پوهه سنبالېدونکي کول سره بې کچې مينه
لري.
په دې ټولو سربېره د خپلو،خپلو ډيپارټمنټونو اداري
او د حاضري چارو جوړونه ،ترتيب ،او تنظيم هم ور پر غاړه دى په داسې حال کې چې دا
يې هېڅ په مسووليت کې هم نه راځي .
استادان چې اتاق ته راځي د ډوډۍ بندوبست کوي، د اوبو
سطلونه يې نيولي وي له سلهاوو متره لرې څخه اوبه راوړي، نو بايد او ارومرو دې د يو
حقه او سالم حق اود هېواد د ولسمشر د فرمان له مخې ډېر ژر کورونه ورکړل شي، او د کورونو
له اړخه دې د استادانودا ستونزه حل شي.
دويمه موضوع ،چې
ډېره اړينه ده هغه د پوهنتون په اداره کې د نه روڼ والي او نه شفافيت مسئله ده. د پوهنتون اړوند چارې ټولې د يو ،دوو کسانو له خوا په انحصار کې ساتل شوې دي ،په داسې حال کې چې د
دوى په کارونو کې هېڅ روڼوالى موجود نه دى او نه هم استادان پرې خبرېږي. حتى د
محصلينو د فراغت په غونډه کې چې د همدې استادانو د لاس ثمره ده، او دوى ټولنې ته
وړاندې کړي نه خبرېږي او نه ورته په غونډه
کې ځاى ورکول کېږي روښانه بېلگه يې تېره ورځ د محصلينو فراغت غونډه وه،چې نه ورته
يو استادبلل شوى و، او نه ورته په غونډه کې ځاى و، خو مشرانو او چارواکو د وياړ
لونگۍ په پکتيا کې د PRTد مسوول په سر ورلکه کړه.
دلته چې
د باندنيو هېوادونو بورسونه راځي په شاوخوا
نوي سلنه بورسونه يې استادان په داسې وخت
کې خبرېږي چې د تگ او اړونده چارو د اجراکولو وخت يې تېر وي،حتى داسې هم کېږي چې د
بورس وخت څو مياشتې مخکې پاى ته رسېدلى وي او بيا استادانو ته را رسېدلى وي. په دې
کې د لوړو زده کړو وزارت پکتيا پوهنتون ته لکه څنگه چې ښايي توجه نه کوي ، په تېره
هغه بورسونه را لېږي چې شرايط يې سخت او ستونزمن وي ، مثلا د مکسيکو بورس پکتيا ته
را ليږي چې اسپانوي ژبه ورته اړينه ده، موږ فکر کوو،چې په ټول افغانستان کې به د گوتو په شمېرکسان هم
په اسپانوي ژبه نه پوهېږي، چې دا ټول د پکتيا پوهنتون د مشرتابه په کمزوري او نه
پاملرنې دلالت کوي.
موږ د هر پوهنځي
لپاره په تشکيل کې اداري کارمندان
لرو، خو لا تر اوسه هم د پوهنتون په اوسنيو
دواړو پوهنځيو کې د تدريسي مدير په گډون يو اداري مامور هم وجود نه لري، حتى تر دې
چې استادانو ته هغه اسناد نه دي ورښکاره شوي، چې پوه شي چې پوهنتون څومره اجيران او
اداري کارمندان لري او نه هم د چارو د پرمخ بيولو لپاره اداري مامورين ور پېژندل
شوي. موږ په دواړو پوهنځيو او لسو ډيپارټمنټونو دوه خانه سامان لرواو بس ؛ نور نو
د پوهنتون استاد هم اجير دى هم تدريسي مدير او هم د پوهنځي د اتاقونو پاکونکى.
هغه قرطاسيه چې
د کال په هر څلورمه برخه کې پوهنځيو او ډيپارټمنټونو ته ورکول کېږي ،ناسمه ،او ناوړه
ده، او په کال کې يو ځل وي په داسې حال کې چې پوهنتون اداري چارواکى بايد په هرو دريو مياشتو کې د ٥٠ زرو افغانيو په اندازه
قرطاسيه پوهنځيو ته وپېري . قرطاسيه ډېر وخت د کومې دولتي ادارې له خوا
مرسته وي ،خو په موږ د ربعې( د کال د څلورمې برخې) د قرطاسيې په توگه تېرېږي ،ډېرې وخت پکې مارکرونه
وچ او بې اړتيا څېزونه لکه بياتي گانې راغلې
وي. همدارنگه نور لکه چاى يې هم د ځوښولو نه وي چې په دې دوو کالونو کې يوازې يو
ځل د څانگې په سر دوه .دوه کيلو چاى راکول شوى چې کيفيت يې ډېر ټيټ دى او د همدې
ټيټوالي او خرابي له امله يې بيا استادانو غوښتنه هم نه ده کړې.
موږ د پوهنتون د
سامانونو په زېرمتون کې ډېر کمپيوټرونه لرو ،چې د موسساتو او خارجيانو له خوا
مرسته شوې په داسې حال کې چې د پوهنتون د دواړو اوسنيو
پوهنځيو کمپيوټرونه زاړه، خراب او
په ټيټه کچه دي ، خو دتدريسي چارو د پرمخ بيولواو د لکچر نوټ د برابرولو لپاره له ادارې څخه د
کمپيوټر غوښتل او لاس ته راوړل بېخي ناشونى دى.
د پوهنتون رياست:
استادان، د پوهنتون په اړوند هېڅ انکشافي،
او تخنيکي پلان کې نه خبروي او نه ورسره سلا او مشوره کوي په داسې حال کې چې د
لوړو زده کړو وزارت د قانون له مخې دا د استادانو حق دى چې د پوهنتون اداره دې له استادانو
سره هر وخت او په هره برخه کې مشوره وکړي .
د پوهنتون داوسنيو دواړو پوهنځيو د کمپيوټرونو د
روښانه کولو لپاره يوازې يو ٢٢ اس ځواکه ماشين لرو دا چې د هغه او د پوهنتون د
نورو وسايلو لپاره هر کال په زرگونه لېتره تېل اخيستل کېږي ، او چېرته مصرفيږي خبر
نه يوو،خو چې کله استادان په دې ټيټ ماډله کمپيوټرونو له تدريس څخه له وزگارېدو
وروسته کار کوي نو په جرنېتر کې هم کله تېل خلاص وي او کله خراب وي، چې په دې توگه
دې ورځې يوازې دوه يا دوه نيم ساعته چلانېږي.
د پوهنتون د
فوټوکاپي ماشينونه چې نوى خريداري شوي ، له دوکان څخه له را اېستلو وروسته خراب شوي اولا تر اوسه پورې خراب دي. او هماغسې خراب پراته
دي.او د جوړېدو هم نه دي (فکر کوو چې په کمپنۍ کې به خراب شوي وي.)
او زياتره استادان
خپلې چيپترې په بازار کې په پيسو چاپوي.
پرېنټرونه راکول
شوي دي ،خوبرېښنا د کوه کاف ښاپېرۍ ده ، چې کله برېښنا پيدا شي، بيا د پرېنټر رنگ
خلاص وي، حتى کله چې د پوهنتون ادارې ته د رنگ د خريداري په خاطر غوښتنپاڼه ورکوو،
تر يو کال پورې نه خريداري کېږي.
دهېواد د دولتي
کارمندانو معاشونو ته په کتو ،چې کمپيوټري شوي او د بانک له لارې اجرا کېږي يوازې دومره شوي چې د پکتيا پوهنتون د استادانو لپاره هم يو کال کېږي
چې د عزيزي بانک کارتونه جوړ شوي خو معاشونه لا هم په هماغه پخواني
سيستم يانې د تحويل دار له خوا اجرا کېږي.
معاش نه رسېږي ،کله ،کله خو يوه نيمه مياشت هم
استادانو ته معاش نه ورکول کېږي چې
ځينې وخت يې لامل د تحويل دار نه شتون، او يا نور لاملونه ښيي.
په همدې توگه
نور لاملونه هم شته چې د ادارې په نه روڼوالي او نه شفافيت او د استادانو په
ستونزو دلالت کوي ،خو که چېرې دم گړۍ د
پکتيا پوهنتون د استادانو دا غوښتنې هر څومره ژر پوره عملي او پلې نشي ؛ تر هغې به
خپل درسي اعتصاب او تحريم ته ادامه ورکوي.
دپکتيا پوهنتون استادان