مارشال فهیم غواړي ،چې دنوي کابل بانک نوم بدل کړي

دافغانستان بانک یو مسوول چارواکي روهي ویبپاڼې ته  ویلې دي ،چې دافغان ولسمشر حامد کرزي  لومړی  مرستیال مارشال فهیم غواړي ، چې دنوي کابل بانک  نوم دې  کابل بانک نو شي .
دیادونې ده ،چې یوه ورځ کیږي دافغانستان په خصوصي تلویزونو کې دنوي کابل بانک  اعلانونه  هم خپاره شوې دي ، خو اوس  مارشال فهیم دافغانستان بانک  ته امر کړې دې ، چې دا باید کابل بانک نو شي .دسرچینې دمعلوماتو له مخې اوس دافغانستان بانک ،چې رېېس ېې د ټلوالې پخوانی غړی دی غواړي دمارشال دا غوښتنه پر ځای کړي

کابل بانک ،چې له یو کال راهسې له ستونزو سره مخ دی ان ،چې خبره ېې نړیواله  شوې ده څو ورځې وړاندې  دافغانستان دمالیې وزارت  تر کنترول لاندې راغی  او پخواني  ونډه لرونکې  نور په کې دهیڅ ډول لاسوهنې لاس  حق نه لري  او هغه کسان ،چې له کابل بانک ېې پور اخستې دی په یوه میاشت کې خپل پورونه  بېرته ورسپاري .