دغه درېيمه لار:

 د ملي کرښې په تېره ګڼه کې د ودان افغانستان ګوند د سياسي بهير په اړه ښاغلي محمد اجمل هوډمن يوه داسې ليکنه کړې وه، چې په هغې کې وړاندېزونه، دده نظريات او ځينې کره کتنې راغلې وې. مخکې تردې چې ددغې ليکنې ځواب وړاندې کړو، اخلاقا بايد ووايو، چې له تېرو کړکېچنو کلونو ترننه  دا د هغو ليکنو په ډله کې راځي، چې دسياسي کره کتنې غوره معيارونه او اوچتې اخلاقي ځانګړتياوې پکې له ورايه مالوميږي .
ګوند باور لري چې دغه راز کره کتنې زموږ د سياسي چاپېريال د غوره شعوري ودې څرګندويه دي او په ټوله مانا تعميري  بڼه لري. هيله من يو چې د سياسي کړيو اوځواکونو ترمنځ د کرکې او تخريبي هڅو پرځای دغه راز ليکنو ته مخه وکړو او د حقيقت موندلو لپاره خپل ځواک وکاروو. ښاغلي هوډمن په رښتيا هم مهم ټکي ته اشاره کړې، هغه داچې د بحران له تيرو کلونو راهيسې ګوندي جوړښتونو او هڅو د افغاني ټولنې په ذهنيت کې يو منفي اغېز  رامنځ ته کړی دی . ددې خبرې لامل دادی، چې افغاني ټولنه دخپل تاريخي او اقتصادي بهير له مخې دسياسي شعور پړاو ته نه وه رسيدلې چې لومړی دګوندونو ارزښت وپيژندل شي او بل  ګوندونه د ټولنې پر وړاندې د خپل مسوليت څرنګوالی درک کړي.
سره له دې، چې د ښاغلي ليکوال غوندې په ډېرو هيوادوالو د ګوندونو د چلند ناوړه سيوری پروت دی خو له دې سره هم هېريدلی نشي، چې په يوه متمدنه ټولنه کې د ګوندونو له شته والي پرته صنفي، ټولنيزې  او حتی طبقاتي غوښتنې ځای ته نشي رسيدلای. له دې سره هم که څوک هڅه وکړي چې دا راز غوښتنې پرځای کړي، د منځنيو پيړيو سياسي دود ته به ورګرځي، ډلې به جوړوي، په وسلو به يې سمبالوي او د خپلو غوښتنو د پلي کولو لپاره به وينې تويونې او جګړې ته مخه کوي. دا هغه څه دي، چې ننني تاريخي بهير او ګردو مدني ټولنو يو مخيز غندلي دي. موږ ترهغې پورې يوه مدني ټولنه نشو درلودلای تر هغې چې د ټولنې دغړو د غوښتنو ټاکلي استازي ګوندونه ونلرو. له دې نه ښکاري چې که پخوانيو طبيبانو پخپل کار کې تيروتنې او حتی جنايتونه کړي دي نو مانا يې دانده چې يو مخيز له طبابته مخ وګرځوو دا ځکه چې طبابت بيله موضوع ده او د يو ځانګړي ډاکتر کړه وړه بېل څه دي. همدا لامل دی چې ودان افغانستان ګوند لږ ترلږه د شلمي پيړۍ له تاريخي سياسي تجربو څخه زده کړي،  د يو ژور او هر اړخيز  تفکر په نتيجه کې د شوو سياستونو ټول اړخونه يې ارزولي  او په خورا سړو اعصابو يې زموږ د ټولنې له غوښتنو او اړتياوو سره سم د ودې او  پرمختګ داسې يو ميکانيزم رامنځ ته کړی دی، چې د هغه په ترڅ کې زموږ ټولنه د نوي والي او تمدن پرلوري خپل ځانګړی لوری لودن وموندلای شي. واګ همدغه ميکانيزم ته درېيمه لار وايي.
د(( کومه درېيمه لار)) ښاغلي ليکوال ليکلي دي چې د ودان افغانستان ګوند ځينې غوښتنې په  اوسني واکمن نظام کې شته او يايې لږ ترلږه اوسنی نظام يادونه کوي.  موږ له دې خبر ې څخه داسې نتيجه واخسته چې کيدای شي کره کتونکی موږ ته له واکمن نظام سره د غاړې کېدو سپارښتنه کوي. زموږ موقف او نظر په دې اړه دادی، چې هېڅ پديده ( ښکارنده) مطلقه نده، آن په ډېرو ناوړه ښکارندو کې مثبت -منفي دواړه پاينټونه موندلای شو.  د همدغه  اصل له مخې، ريالستي ليد سپارښتنه کوي، چې د ګردو نورو ښکارندو په څېر اوسنی واکمن نظام هم خپل مثبت او منفي دواړه پاينټونه لري خو دا چې ددغه نظام مثبتې خواو ې ډېرې دي که منفي؟ دغه قضاوت له موږ سره د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري. ګوند په خپله برخه کې د نظام په ګډون دهرهغه چا کړه وړه، چې د افغانستان دخلکو په ورځني ژوند کې ښه والی راولي، تاييدوي او بېله هرډول ايډيالوژيکه او سياسي بريده يې ملاتړ کوي او ددې ترڅنګ پخپلو ټولو امکاناتو د هرهغه لوري او سياسي ځواک د هرې هغې کړنې پر وړاندې دريږي، چې زموږ هيوادنۍ ګټې زيانموي.
ښاغلی هوډمن يو خوا هغه ګوندونه تر انتقاد لاندې نيسي، چې په اوسني نظام کې ورشريک شوي او د څو څوکيو په نيولو سره يې خپل حيثيت له لاسه ورکړى دی بل خوا ودان افغانستان ګوند ته مشوره ورکوي، چې سياسي واک ته د ورننوتلو لار  دې بې ارزښته نه ګڼي. په ځانګړې توګه دوی د تګلارې پر دغه کرښه انتقاد لري چې وايي: ((تر هغې چې ګوند د اپوزېسيوني مبارزې له لارې خپله ستراتيژي پلې کولای شي، دولتي واک ته د رسېدلو هڅه نه کوي)). د لته سړی له پوښتنې سره مخامخېږي چې که په اوسني نظام کې ځينو سياسي ډلو د ورننوتلو له لارې خپل حيثيت بايللی ودان افغانستان ګوند ولې همدا تياره ژوندۍ تجربه بيا تکرار کړي او خپل حيثيت وبايلي؟ زموږ په فکر که د تګلارې همدغه برخه يو څه تفسير شي پوښتنې ته به مو ځواب موندلی وي.
ستونزه په دې کې ده چې هرنوی تېس تر هغې پورې چې د يوې تاريخي تجربې له ټاکلي پړاوه تير شوی نه وي، سملاسي د پوهېدلو او منلو مساله له يو څه خنډ سره مخامخېږي. خو داخبره په دې مانا نه ده، چې ګوندې هر تېس د زيږېدلو يا څرګنديدو له لومړنۍ ورځې ناسم دی.  ودان افغانستان ګوندداسې مهال دا فکتور رامنځ ته کړی دی، چې د مشروطيت غورځنګ له سياسي تجربې پرته په افغانستان کې ساری نلري. دلته د هرې سياسي کړۍ لومړنۍ غوښتنه هرومرو واک ته رسيدل ول او په دې لار کې له ټولو هغو امکاناتو څخه کار اخستل شوی، چې ډېر ځله يې وطن په وينو لړلی اوسترې تباهۍ يې رامنځ ته کړې دي. زموږ ددغې څرګندونې تاريخي تجربه له کورني مشروطيت غورځنګ پرته په اتلسمه پيړۍ کې د اروپا په رڼاپير کې هم ليدل کېدای شي. ددې مانا داده چې موږ په پانتازۍ او خيال او خوب کې غږيدلي نه يوو، موږ دوې ملي او نړيوالې تجربې لرو: لومړنۍ يې د اروپا رڼا پير دی، چې په هغې کې له کانت رانيولې تر روسو، جان لاک، ويلتر، او داسې نورو پورې ټولو سياسي افکا ر درلودل د هغوی د پلي کولو لپاره يې منظم تيوريکي کار وکړ او پرته له دې، چې سياسي واک يې دستراتيژۍ په توګه ټاکلی وي هماغو غوښتنو ته د اپوزيسيون له لارې ورسيدل، چې نه يوازې اروپا يې دمنځنيو پيړيو له تيارو را وايسته بلکې اغيز يې د نړۍ هرګوټ ته د سياسي افکارو په برخه کې ورسيد. بل خوا ته که زموږ مشروطه پال غورځنګ هر اړخيز ولوستل شي، دا دغسې يو افغاني سياسي فکر و، چې غوښتل يې د هېواد په سياسي جوړښت کې د اسې نوی والی راولي چې هيواد له واکمنې ديکتاتورۍ او قرون وسطی يي تورو تيارو څخه راوباسي. مشروطه پالو هم د سياسي واک له پاره مخامخ مبارزه نده کړې، ددوی له کړو وړو ښکاري، چې دوی غوښتل د اپوزسيوني مبارزې له لارې سياسي نظام تراغېز لاندې راولي او خپلې ملي روښانه غوښتنې پرې ومني. که چېرې د هغه مهال واکمن نظام له سخت جابرانه چلند نه کار نه وای اخستی او مشروطه پال غورځنګ دسياسي تجربو له پلوه بډای وای، باور لرو چې ددوی غوښتنې به پلې شوې وای او د شلمې پېړۍ دا را وروستۍ ناوړه پېښې به رامنځ ته شوې نه وای.
سره له دې  زموږ مشروطه پال غورځنګ هم خپل مسوليت ترسره کړ او غوښتنې يې د افغانستان په وروستيو اساسي قوانينو کې پر له پسې راغلې دي . دا دواړه تاريخي تجربې راښيي چې  کيدای شي ځينې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي غوښتنې چې لومړی په ټولنه کې عام شي واکمن سياسي نظام هم د هغې منلو او پلي کولو ته اړ کړي  همدا د اپوزيسيوني مبارزې له لارې د سياسي غوښتنو دپلې کولو تاريخي بېلګې دي.
ودان افغانستان ګوند د پورتنيو تاريخي دلايلو او زموږ د ټولنې د سياسي ، اقتصادي او ټولنيز جوړښت په رڼا کې همدغه طرحه له اوسني بحرانه د وتلو لومړنۍ لاره ګڼي. موږ وليدل چې دسياسي واک پرسر افراطي سيالۍ نه يوازې هېواد ته نيکمرغي رانه وړه، چې لايې د سلطنت ددورې ځينې نيمه نيم ژواندي مدني بنسټونه هم ونړول . موږ باور لرو ترهغې به سياسي واک ته د رسيدلو هڅه ونه کړو چې لومړی ترهرڅه ټولنې زموږ له غوښتنو سره سراسري همغږي څرګنده کړې نه وي . د ټولنې تر موافقې اخوا کيدای شي ګوندونه سياسي واک ته درسيدو بېلابېلې لارې ومومي خو دا لارې که په هره بڼه وي تريوې کودتا اخوا بل څه ندي . ودان افغانستان ګوند نه يوازې کودتايي نظام نه مني لا چې د هرډول کودتايی هڅو پر وړاندې درېږي . موږ د افغان پرګنو پر اراده باور لرو او ترهرڅه لومړی د هغې د راويښوولو او پياوړي کولو لپاره کار کوو. هله چې موږ خپلې دغې موخې ته ورسېدو او ټولنه مو د يوه  يوازيني سياسي، اقتصادي او ټولنيز سيستم په جوړولو قانع کړای شوه، بيا نو د هماغه علمي پرنسيپ له مخې چې (( هيڅ هم مطلق ندي)) واک ته له رسېدلو څخه هم مخ نه ګرځوو.
خو دابه لانديني شرايط ولري:
۱ -  که موږ ووينو چې زموږ او د ټولنې د پرلپسې غوښتنو پر وړاندې واکمن نظام يوازې منفي عکس العمل ښکاره کوي .
۲ – د افغانستان خلک خپلو ګټو ته درسيدلو او دهغوی دساتلو لپاره ودان افغانستان ګوند د( واک) يوازينی الترنتيف ګڼي.
اوس راځو دې ته چې له افغان پرګنو سره د سياسي کار هلې ځلې يوه اوږده پروسه ده. موږ په عاجلو، فوري او احساساتي اقداماتو باندې نه غواړو چې پخوانۍ تاريخي ترخې تجربې بيا تکرار کړو. موږ خلک مکلف نه ګڼو چې دوی دې هرومرو زموږ خبرې ومني. زموږ مسوليت په اوسني پړاو کې همدومره دی چې دوی ته خپلې طرحې ور ورسوو تر دې اخوا د ښوونې روزنې بهير، له نړيوالې ميډيا سره اړيکې او له بهرنۍ نړۍ سره اوسنی تود تګ راتګ زموږ د طرحو د تطبيق لپاره مرسته کوي او موږ  ډاډه يو، چې خلک به يې دخپلې شعوري وړتيا په چوکاټ کې هضم کړای شي . موږ هيڅکله يوازې ديوې څېړندويه او تحقيقاتي موسسې موقف ندی غوره کړی . موږ ددې ترڅنګ سياسي مبارزه کوو چې خلک زموږ دطرحو د تطبيق په محور راټول شي او د يو ه سراسري سياسي ځواک په توګه مخامخ د خپلو سياسي غوښتنو غږ پورته کړي. په دغه لاره کې ګوند کله دخپلو پرګنو ترڅنګ ، کله يې ترشا او که کله هم اړتيا وه ددوی په لومړيو کرښو کې ځای نيسي.
په اوسنيو شرايطو کې د ودان افغانستان ګوند هيله د هېواد له روشنفکرانو داده چې که دوی په رښتيا غواړي چې هېواد په بنسټيز ډول له دغه اوږده بحران څخه ووځي دهمدغه جوړ شوي محور ترشا دې يوازې او يوازې د افغانستان لپاره راټول شي او خپل خواره واره نظريات دې په يوه سيستم کې سره همغږي کړي. موږ هيله من يو چې تر هرچا لومړی زموږ روشنفکران د دغه سياسي بهير د لاچټکتيا او پياوړتيا لپاره خپل کارنده،رغنده او نوښتګر وړانديزونه، نظريات او انتقادونه له موږه ونه سپموي.