غزل

دراز خبــــــره اشنـــــــا ماته نـــــکړي
ځينې کيســــې سړی هر چاته نکړي
دوی به ګرېوان د وطن څه وګنډي؟
دوی چې ډېوې بلې هوا ته نــــکړي
زه لکه ژوند ترې لاندې شپې تېروم
د ګلو څانګه دې خدای ماته نکړي
د جـــــــــفا ياده مې بـــــې ځايه وکړه
د حق خـبره څوک پاچا ته نـــــکړي
ځان ته چې ګورم دښمن هم ويـنمه
خدای دې د هيچا هم ميراته نکړي
زه يــې يوازې داستـــــا حق ګـــــڼمه
زړه مې هوس ځــــــکه خندا ته نکړي
په شته جانان کې زړه زخمي داسې وړم
( لکه کرزی چې کار پکتيا ته نکړي )
زه مې پر خاورې ژوندون نه يم خفه
څوک دي چې ګټه له بايلاته نکړي
ياره يو ته يې ګني ډېر ښـــــکلوکي
مســـــــــلماني بې له زکاته نـــــــکړي
زه چې مين شوم د ســــــــزا لايق شوم
جانان ګرم نه دی جانان زياته نکړي
غم ته دې نور هيـــڅ د زړه زور نه لرم
مړی به ښخ څوک بې له سِکاته نکړي
حـــــــيرانه څه که دې توبه مــــــاته کړه
څوک دومره سوچ وړې ګناه ته نکړي