کومو خلکو چې پاکستان دجوړيدو پرمهال ليدلي
اويا د هغې معاملاتوسره تړون ولري هغوي بدبخته دي چې دهغوي له جملي څخه ددي مطلب
ليکونکى هم دي چې دهغي جذباتو په يادولو سره يې زړه ډوبيږي . د نوموړي هيواد د
پيدائښت نه وروسته دهغي جذباتوڅرک نه لګي دڅه لپاره چې دغه هيواد جوړشوي ؤ هغه څرک لاڅه کوي
چې په وينايې موږ خپل هيواد مات کړ، اوهغه چاچې دغه هيواد مات
کړاويايې دنوموړي هيواد په ماتلو کې پوره ونډه اخيستي همدغه خلک زموږ د هيواد
اتلان ونومول شول لدي وجې هغه څوک چې پاکستان يې دجوړيدو په حالت کې ليدلي وي هغوي
بدقسمته دي آيا دغه خبره رښتيا نه ده ؟
بياهم دغه فيصله به قوم نه بلکي محکمه کوي
چې څوک څوک دي . يوپه زړه پوري خبرمي ترسترګوشوي چه امريکه دوي پربرتانيه خرڅ کړي
پدي کې يو رسوا کوونکي اوپدي کې په زړه پوري داده چې امريکه کوم د جاسوسۍ جال خپره
وي بلکي خپورکړي يې دى چې له مخي يې د امريکې سي آي اے موږ د برتانيې ايم ١٦ ته
حواله کړو پدي دليل چې د برتانيې د افغانستان سره پخوانى او ډير ژوري اړيکې دي
ددغه کار د ليږد پريکړه تيره ورځ د برتانيې وزيراعظم ډويوډ کامرون په خپل پاکستاني
سفرکې ترسره کړى چې دخپل پوځ لوړپوړي چارواکى هم ورسره مل ؤ دپاکستان او امريکه
ترمنځ اړيکې وروسته له هغي کنګل شوي چې د ريمنډ ډيوس قضيې سرښکاره کړ پدغه قضيې
باندي د پاکستان او خلکو يې کلکه نيوکه وکړه چې په پايله کې په اړيکو کې ګډو ډي ديوه هم په ګټه نه وه .
نويوه دريمه لار پيداکړي شوه برتانيه هم په
دغه کارکې ښکيل کړي شوه پدي دليل چې د برتانيې پدي مسئله کې پخوانى تجربه او اړيکې
دي .
او پاکستان سره يې هم اړيکې ډيري ښي دي ، د
پاکستاني پوځي چارواکو امريکې ته تازه سفرهم ددي لړۍ يوه کړۍ ده په بله معنى
پاکستاني آي ، ايس ، آي شبکه دپوځ ترکانترول لاندي کارکوي دغه خبرډير اوږد خبردي
موږ به اوس د برتانيې د حکم لاندي کار کوو چه پدي سره زموږ رتبه او دنده لږه را
ټيټه شوي موږ به د امريکه نه بلکي د هغي د يو ماتحت لاندي کار کوو. د بوش په دوره
کې د برطانيه يو وزيراعظم ته د
( پوډل ) خطاب ور په برخه ؤ چې معنى يې
ډيره نامناسبه ده ، پاکستانيان د ١٩٤٧ څخه
روسته په ښکته راتله....... راتله ...... تردي ځايه پوري چه د مريانو په
څير خرڅ شول . په امريکه کې د غلامۍ دود تريو څه وخته ؤ مخکې به د افريقه څخه حبشي
مريان پيدا کيدل يعني د ابامه د نسل خلک اوس امريکې په آسيا کې د مريانو يوه پاده(
ډله ) برابره کړي چې دوي د هغوي په مري يې توب باندي فخر کوي اوپدي کار کلک ولاړدي
ددي مطلب ليکوونکى وايې چې د کله نه يې د خبر لوستي په رسوايى او غم کې ډوبه وونکې
دي خو اوس يوه د تفريح تبع لپاره دا .....ها ارمان دپخوا زمانى هغه کيسبوران به په
اورګاړي کې او په نورو ځايوکې خورا انصاف کوونکې ول د اوسني وخت په څير ډاکه ماران
چې لاسي بکس دچا وتښتوي بلکي هغوي به ډيرى وخت نه داچې شتمن خلک ښکارول بلکي دهغوي
د جيبونو حال به يې هم مالوماوه اوخپله دنده به يې په ډيرمهارت سرته رسوله اوکله
کله خوبه دغه دکيسبور(جيب وهوونکي) سفر اوږد شه او دري څلور سټيشنونه به تيرشول خو
بريالى به نه شول چې د لاسو صفائې ښکاره کړي نود يوبلي سيمې کيسبورته به يې هغه
ځاي وسپارلو ترڅو د خپلو لاسو صفائې ښکاره کړي يعني ناکام کيسبوربه خپله چوکۍ نوي
کيسبورته پريښوده ترڅوکامياب شي داپه خپل وخت يوعام رواج ؤ چه کله به اورګاړي د پيښور
نه کراچۍ او کويټي ته سفرکاوه کيسبورانوبه ورسره ورسره سفرکاوه خونن سبا راته
مالومه نه ده چه دغه کيسبوران کومه دنده کوي راځوخپل مطلب ته چې امريکې خپل هغه
ځاي برطانيې ته ورکړ. د امريکې پلټونکي اداري پدغه هيواد کې ډيره سرمايه داري کړي
د ژوند يوه هم داسي اداره نشته چې دوي پکې دخل نه وي کړي اوپه خاصه توګه د صحافت په شعبه کې چې په
ډير زړورتوب خپلي دندي پرمخ وړي چې د هغوي له جملي څخه ځيني يې نوي دي او ځيني نور
بيا روسي ايجنټان دي او کومي (اين . جي اوز) چې سلسله يې روانه ده هغوي هم د چاکم
نه دي پدي کارکې په هرحالت کې موږ د امريکې د سي . آي . اے (امريکي) د ولکي نه
وتلې يواو اوس موږ د ايم ١٦ ( برتانيې) په شاګردانوکې راغلي يولدي وجې چې دهغوي او
زمونږ سره پخوانۍ پيژندګلوي ده .
ليک . عبدالقادرحسن / ورځپانه ډيلي ايکسپريس
نيوز
ژباړه
. مسيح الله (عصام)
نيټه
:چارشنبه 20 Apr
2011-
٣١
/١ /١٣٩٠